ایبلیو ډینیز؛  له نانوايۍ له پیل شوي کاره میلیاردر شوی

 
د راتلونکو نسلونو د ښه ژوند لپاره غوره لار دا ده چې هغوی ته له خپلو مشرانو کاروبار پاتې شي. دا مهمه نه ده چې په کومه کچه کاروبار ورته پاتې کېږي، مهمه دا ده چې هغوی لږ تر لږه د خپل ژوند د ښه کولو لپاره یو بنسټ ولري او پر همدې بنسټ د بریا لپاره هڅه وکړي. په نړۍ کې ګڼ داسې کسان شته چې د خپلو مشرانو له پیل کړي کاروبار میلیادران شوي دي. ډېری دغو کسانو ته ډېر ستر کاروبارونه نه دي پاتې، بلکي کوچني کاروبارونه یې پر سترو سوداګریو بدل کړي دي. یو له دغو کسانو برازیلی ایبلیو ډینیز دی چې بشپړ نوم یې « Abilio dos Santos Diniz» دی. دی له هغه کاره میلیاردر شوی چې پلار یې له یوې نانوایۍ پیل کړی و.
د نوموړي پلار والنټایم ډینیز چې له پرتګال څخه برازیل ته کډوال شوی و په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې د « Pão de Açúcar» په نوم د کمپنۍ کار له یوې نانوایۍ پیل کړ. دا داسې وخت و چې برازیل تر ډېره یوه کرنیزه ټولنه وه او اقتصاد یې پر همدې سکټور متکي و.
ایبلیو په ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې له پوهنتون تر فراغت وروسته د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې. په همدې وخت کې یوې پېښې د هغه ژوند بدل کړ. نوموړی د کار پر لور روان و چې کاناډايي وسله والو له موټره ښکته او یرغمل کړ. نوموړی د برازیل د لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو په ورځ چې تر ۲۰ کاله ډیکټوارۍ وروسته ترسره کېدې ونیول شو. دی شپږ ورځې یرغمل و او وروسته فدرالي پولیسو ازاد کړ. د فاینېنشل ټایزم د راپور له مخې د یرغمل پېښې ایبلیو پر یوه مصمم او هوډمن انسان بدل کړ.
په ۱۹۹۹ کال کې کله چې ده تشخیص کړه کمپنۍ یې د والمارټ په څېر له سترو رقیبانو سره مخ کېدونکې د کاسینو په نوم یوه فرانسوي کمپنۍ یې وهڅول چې ونډې یې وپېري. په برازیل کې د ولسمشر فرنانډو تر اصلاحاتو وروسته چې د تورم کچه ټیټه شوه او د برازیل د خلکو اقتصاد لوړ شو ایبلیو له کاسینو سره ګډ کار ته دوام ورکړ او د دواړو عواید په ۲۰۱۰ کال کې ۳۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شول.
ده په ۲۰۱۲ کال کې د« Grupo Pao de Acucar» په نوم د کمپنۍ ډېره برخه ونډې پر کاسینو چې په فرانسه کې د خوړو دویمه ستره کمپنۍ ده وپلورلې او د وړم کال په سپټمبر میاشت کې یې د کمپنۍ کنټرول کاسینو ته وسپاره. دی اوس په یاده کمپنۍ کې یوازې څلور سلنه ونډې لري.
فوربس مجله وايي د ایبلیو پانګه تېر کال د لوړې ماليې او د برازیل د پولي واحد د ټیټوالي له کبله ۷۰۰ میلیونه ډالره کمه شوې ده.
سره له دې چې نوموړی د ۷۷ کلونو دی، خو دی لا هم د بي ار اېف په نوم یوه ستره کمپنۍ چلوي او مشر یې دی. دا کمپنۍ ۱۱۴۰۰۰ کارکوونکي لري. نوموړی غواړي چې په نړیواله کچه د دې کمپنۍ حضور پراخ کړي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ایبلیو ډینیز اوسمهال څلور اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۴۲ ام او په برازیل کې ۲۰ ام کس دی.
ده واده کړی، شپږ اولادونه لري او د برازیل په ساوپاولا کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.