
هېڅ ماته د انسان پر هڅو د بطلان کرښه نه شي ایستلای.
ټولې بدې تجربې د عبرت لپاره یو درس دی. که څوک خطا ونه کړي سمه لاره څنګه وپېژني؟ انسان له تېروتنو او خطاوو د ژوند چل زده کوي. د قوي ذهن او فکر څښتان دا مسئله ژر درک کوي او هېڅ وخت خپلې ناکامۍ او تېروتنې په دایمي ناکامۍ او تېروتنې نه بدلوي.
سختي درباندې راشي، خپله مبارزه پریږدئ او د نورو شرایطو ته غاړه کیږدئ!!
دنده له لاسه ور کړئ، هغه کار ته هم زړه ښه کوئ، چې ټول عمر مو مبارزه ورسره کړې!!
هېڅ مجبوریت باید د ناسمې پرېکړې او غلط اقدام لامل نه شي.
شرایط ټول وخت یو ډول نه دي. په شرایطو کې تغییر راځي. که وړ تګلاره خپله کړئ تر ټولو بد شرایط هم د ځان په ګټه بدلولی شئ. په ځان مسلط کسان ځان شرایطو ته نه تسلیموي. اراده او هیله سره تړلي دي. ترکومه، چې ستاسې اراده ژوندۍ وي، هیله به هم وي، خو اراده مو بایلله او شرایط در باندې غالب شول، هیله مندي مو هم ورسره له منځه ځي. هیله تر ډېره زموږ په لاسونو کې ده او که قوي اراده ورسره مل وي، په ټولو وېرو، بې جرئتۍ او ستونزو برلاسې کیدای شئ. که هرڅه ته سړی بدبینه وي، شته وضعیت دوام کوي او پر حالاتو بریالیتوب ستونزمن کیږي.
هېڅ وخت د وړ شرایطو او شېبو لپاره انتظار مه کوئ. هغه شېبې، چې تاسې ورته منتظر یی، کېدای شي بیخي رانه شي. همدا اوس، چې په څه ډول شرایطو کې واقع یئ، همدا شرایط او شېبې د ځان لپاره فرصت وګڼئ او د خپل هدف لپاره ترې کار واخلئ. د کار لپاره هر وخت مناسب دی، هېڅ کار هم وړ وخت نه غواړي. په بله وینا، هر وخت د کار لپاره وړ دی.
هوښیار کسان کله هم په دې فکر کې نه وي، چې یوازې هغه څه زده کړي، چې اړتیا یې انګیري. د زده کړې لپاره باید هر ډول شرایط فرصت وګڼل شي او څه، چې پرمخ ورځي او په توان کې یې وي، زده یې کړي. د زده کړې بهیر پای نه لري او هیڅوک هم پوره عالم نه دی او نه هم پوره عالم کېدای شي. له ۱۲ نه فارغ د لیسانس هیله من وي، له پوهنتون فارغ د ماسټري او د ماسټرۍ څښتن د دکتورا هیله من وي. دکتورا هم د زده کړې پای نه دی، کوښښ کوي، چې د یوې پرځای څو دوکتوراوې ولري او تر هغه زده کړه کوي، ترڅو، چې عمر یې پای ته رسیږي. ( ژباړه او زیاتونه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.