سراسري اقتصاد

 
لومړۍ برخه
 
دا چې سراسري اقتصاد مشخصا څه ډول اقتصاد دى، نو د دې لپاره بايد موږ د اقتصاد نور قسمونه هم وپېژنو چې بيا د هغو په تناسب د سراسري اقتصاد په تفاوت پوى شو، سراسري اقتصاد كېداى شي په نړۍ كې د اقتصاد د علم د وېش پر بنسټ ډېر پېژندل شوى سيستم نه وي، مګر د افغانستان د شرايطو او ځانګړي اقتصادي، اجتماعي او سياسي وضعيت لپاره يو علمي او حتى يوازنى اقتصادي سيستم دى، چې په دې وطن كې كار وركولى شي.
دا چې څنګه راځئ ويې ګورو:
اقتصاد څه ته وايي؟
اقتصاد يوه عربي كلمه ده او رېښه يې قصد كول دي، مګر ما غوښتل چون دا علم يو غربي علم دى، نو شرح به يې هم له غربي نوم نه وكړو، اقتصاد يا اكونومي د دوه لاتيني كلمو اويكوس او نوموس څخه رغېدلې ده، اويكوس كورنۍ ته وايي، او نوموس قانون ته وايي. په دې توګه وينو چې ساده او عامه معنا يې د كورنۍ مديريت يا د كورنۍ د چارو د تنظيم اصول دي، دا كلمه ډېره تاريخي رېښه لري، چې اساسات يې هماغه د كورنۍ اصول دي.
د دغه علم په اړه ډېر زيات تعريفونه دي، تاسو به پوه ياست چې اډم سمېټ د معاصر اقتصادي علم پلار ګڼل كېږي، دا علم ډېر تعريفونه لري، خو يو مشهور تعريف چې د انګليسي عالم رابنز كړى دا دى:
اقتصاد هغه پوهه ده چې د ټاكلو سرچينو څخه د ګټې اخستنې په اړه د انسان چلند راپيژني او د هغو اړيكو ټاكل يا انتخاب راپيژني چې د يادو سرچينو تخصيص ورته اړتيا لري.
د اقتصاد لومړنى اصل سرچينه يا منبع ده. هېڅ اقتصادي فعاليت پرته له يوې منبع څخه امكان نه لري. منابع كېداى شي معدن اوسي، كيداى شي يو موټر وي، دا منبع كېداى شي تنور يا خاورې او اوبه وي چې خښتې ترې جوړوئ او خرڅوئ يې.
خو منبع ورته اساسي شرط دى ځكه منبع د طبيعت جز دى او بشري قوه يې فزيكي فعاليت دى، فزيكي فعاليت بې له دې چې له طبيعت څخه واخلئ له طبيعت څخه څه وانخلئ ناممكن ده چې په يو اقتصادي فعاليت بدل شي، ځكه رابنز په دې عقيده دى چې د اقتصاد علم په حقيقت كې هماغه اساسات جوړوي چې موږ له مشخصو منابعو سره تړي او له منبع څخه د استفادې څرنګوالى موږ ته معرفي كوي.
په دویم قدم كې اقتصاد علم د منبع انتخاب اسانوي، ځكه چې تاسې د موجوده شرايطو د پېژندلو او يوې سرچینې لپاره د بازار، غوښتنې، عرضې او تقاضا له مخې يو اقتصادي فعاليت ته اړتيا لرئ، په دې خاطر له منابعو سره زموږ رابطه مهمه ده، بايد موږ دا پوهه ولرو چې څنګه منبع د اقتصادي فعاليت لپاره انتخاب او وټاكو؟ او همدا د اقتصاد د علم اساس جوړوي.
په اقتصاد كې اړتيا يعنې احتياج ( ضرورت)
اولينه اړتيا د انسان خوراك دى، د اسلامي روايت له مخې چې ادم عليه سلام تخليق شو نو د يو شي د خوړلو اړتيا يې احساس كړه، حتى د خوراك اړتيا دې حد ته راووست چې له كبله له جنته وايستل شو او د ژوند اغاز يې د اقتصادي فعاليت نه پيل كړ.
هغه كه هر څه وو، مڼه وه او كه غنم خو زموږ خبره په دې كې وه چې اړتيا د اقتصاد لومړنى اصل دى، منبع او اړتيا او د دې دواړو تنظيم د اقتصاد اساسي توكي دي، لومړنيو انسانو له طبيعت څخه ښكار او ژوندي توكي د لومړنيو سرچينو په توګه وپيژندل . د وحشي حيواناتو ښكار يې په كاڼي او يا لرګي پيل كړ، همدا يې اقتصادي منابع وو، هم ښكار او هم د ښكار اله.
له دې سره زراعت منځته راغى او وسايل يې هم متنوع شول، زمكه، اوبه، كرنيز وسايل هغه څه وو چې د ښكار ځاى يې ونيو، خلكو ځمكه ارزښتمنه وګڼله، له هغې وروسته معدنونه او كانونه او خدمات بيا وروسته د اقتصادي فعاليت سرچينې وګرځېدلې.
كله چې د انسانانو تر منځ د خدماتو لومړني قوانين تنظيم شول، نو مدني ژوند شروع شو، يعنې له وحشي ژوند څخه، د خيلو له ګله يي ژوند څخه لومړنۍ مرحله د ګزر پيل شوه، داسې فكر كېږي چې تر ټولو لرغوني خدماتي قوانين په مصر كې رامنځته شول، د نيل له اوبو څخه ګټه اخستنه، لومړني قوانين وو په حقيقت كې، تاسې وروسته پوهېږۍ چې په بابل كې حمورابي دا قوانين وليكل، تنظيم يې كړل او دود شول.
راځو دې ته چې د اقتصاد د علم دواړه اړخونه هغه وخت تكميل شول چې د توليد تر څنګ د خدماتو مسئله رامنځته شوه، ځكه اقتصاد دوې پايې لري، يو يې توليد او بل يې خدمات.
په دغه دور كې اقتصاد له توليده د خدماتي ډول پر خوا ولاړ، دغه وخت مدني او اجتماعي زمانه پيل شوه او ټول ارزښتنو د تنظيم اصولو ته يې اقتصاد نوم وركړ.
څو ډوله اقتصادي نظامونه پېژنو
د لومړني اشتراكيت او بيا د مالكيت له دورو رانيولې تر ځمكني او صنعتي اقتصادي سرچينو پورې ټول اقتصادي سيستمونه د سرچينو په مالكيت، تنظيم او څرنګوالي پورې اړه لري.
اولي اشتراكيت خو دا و چې په يو ځاى كې سل كسانو ډله ييز ژوند كاوه، دوى به تلل دوه درې غواګانې به يې ښكار كړې او بيا به ټولو هغه خوړله، كه دوه درې كسانو به هم دا كار وكړ ټولو ته يې حق وركول كېده او ټولو يې د مالكيت حق درلود، دا اشتراكي مالكيت و.
له هغې وروسته يې يو څه تقسيم وموند خو پيشرفته بڼه يې دا وه چې ښځو به ماشومان سمبالول، يو ډله نارينه وو به د ښكار غوښې تقسيمولې او يوه مشخصه ډله به په ښكار پسې وتله.
د لومړني اشتراكيت نه وروسته د زراعت له ايجاد سره د مالكيت احساس پيدا شو، يعنې هغه ټوټۀ ځمكه چې زه يې كرم زه يې مالك يم، دا مالكيت د زراعت له اړتيا سره سم رامنځته شو.
د زراعت وسايل ځانګړى مالكيت و او دې خصوصي زمينه برابره كړه چې خلكو سره دا احساس پيدا شي، له هغې وروسته د ځمكې په ډېريدو سره فيوډالي مالكيت ته خبره رسېږي، په دغه دوره كې لوى زمينداران د ځمكو سره يو ځاى د زراعت وسايل او حتى انسانان، دهقانان اخلي او خرڅوي يې، فيوډالي مالكيت او سيسټم له همدغه ځايه شروع شو، د رنسانس يو اصل همدا و چې د انسان د ژوند د ښه والي لپاره يو صنعتي انقلاب رامنځته كېږي، معنا دا چې نور نو زراعتي توكي او طبيعي منابع يو پروسس تېروي چې په هغو كاليو تبديل شي چې انسان ورته ضرورت لري، دا د صنعت پيل دى، په تيره بيا وروسته له دې چې د بخار ماشين جوړېږي. د صنعتي پروسس دوه لامله دي چې صنعت په يو انقلابي او چټك پرمختګ منجروي، اول د بخار د ماشين ايجاد چې صنعت ماشيني كيږي او دویم د بحري لارو كشف و. كله چې په ۱۶مه ميلادي پيړۍ كې د هسپانيې، پرتګال، هالنډ او وروسته انګلستان شركتونو وكولى شول د خپلو كاليو د صدور لپاره د بحرونو لارو مسيرونه كشف كړي او لويې كښتۍ جوړې كړي، هماغه وخت كې امريكا هم كشف شوه، د هند جنوب ته هم دوى راورسېدل، لږ وړاندې وروسته اسټراليا كشف شوه او لرې سيمې ته دوى ورسېدل او د كاليو انتقال هم اسانه شو، دا دوه عوامل د دې عامل شول چې صنعتي انقلاب رامنځته شي.
وروسته بيا د سوسيالستي يا اشتراكي مسئلې وده وكړه، هغه وخته چې استثمار په استبداد بدل شو، خصوصي مالكينو تر ډېره بريده په شدت كارګره طبقه استثماروله او دې كې د انساني ژوند د شرايطو د ښه والي طرفدارانو بېرته يو ډول اجتماعي يا اشتراكي سيسټم ته تمايل وښود (تاسې په دې بايد پوى شئ چې د زاړه يونان له زمانې تر څو چې شوروي سقوط كاوه او تر ننه پورې هم، د كمونستي او سوسيالستي ټيپ اقتصادي سيسټمونو طرفداران په يو نه يو شكل موجود وو، البته تيوري او قوانين او اصول يې نوي كېدل خو اصل يې مالكيت د ټولو دى، چون طبيعت د ټولو مال دى او منابع د طبيعت دي نو موږ مساوي حق لرو په دې سرچينو كې.)
دغه اصل په ټولو كې وجود درلود او زه نور په سوسيالي اقتصاد نور نه غږيږم، دغه خبرې مې د دې لپاره وكړې چې تاسې پوه شئ چې څه ډول پس زمينه د سراسري اقتصاد لپاره شته.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.