
پر یوه ځانګړې برخه تمرکز د کاروبار په لومړیو کې اړین او ګټور وي. که غواړئ چې له کوچني کاروباره ډېرې پیسې پیدا کړی، اړ یی چې تمرکز مو پر یوه برخه وي. په هغه وخت کې چې لږ پانګه لری او کار مو نوی دی، پاشلې هڅې یوازې د انرژۍ او وخت د ضایع کېدو لامل کېږي. خو که مو کارو بار پراخ شوی او فکر کوی چې په یوه برخه کې بشپړ بریالي شوي یی، نورو برخو ته د خپلو فعالیتونو غځول ګټور دي.
روسي میلیاردر فیلارېټ ګالچیف همداسې کړي. ده د ډبرو د سکرو په برخه کې د کاروبار تر بریالۍ تجربې وروسته د سیمنټو برخې ته مخه کړې او په دې توګه اوس د روسیې د سیمنټو د پاچا په نوم یادېږي.
فیلارېټ ګالچیف د پخواني شوروي اتحاد د ګرجستان جمهوریت د تسالکا په سیمه کې د ۱۹۶۳ زېږدیز کال د مارچ میاشتې پر ۲۶ مه زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د همدې سیمې په یوه ښوونځي کې کړې دي. وروسته د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی او هلته یې د کانونو په انسټېټیوټ کې لوړې زده کړې کړې.
تر زده کړو وروسته یې د ډبرو سکرو په صنعت کې کار پیل کړ. څه موده یې په دې برخه کې کار وکړ او تجربه یې ترلاسه کړه. وروسته یې په خپله د کانونو یوه کمپنۍ رامنځته کړه چې په روسیه کې د ډبرو سکرو په ترو ټولو ستره کمپنۍ بدله شوه.
نوموړي د ډبرو د سکرو په برخه کې تر بریا وروسته د سیمنټو د تولید په برخه کې پانګونې ته مخه کړه. د سټرېن سیمنټ په نوم د یوې کمپنۍ ځینې ونډې یې وپېرلې. دغه راز یې د روسیې د تر ټولو شمتنې مېرمنې د ساختماني چارو په کمپنۍ کې پانګونه وکړه.
فیلارېټ اوسمهال د ایرو سیمنټ په نوم د کمپنیو یو ګروپ لري. دغه ګروپ په روسیه کې د سیمنټو د تولید تر ټولو ستر ګروپ دی. ایرو سیمنټ د کانګرېټ او کرش د رسونې چارې هم ترسره کوي.
د کمپنیو دغه ګروپ په روسیه، اوکراین او ازبکستان کې ۱۶ فابریکې او په کال کې د ۴۰ میلیونه ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت لري. ویل کېږي چې دغه ګروپ په روسیه کې د ټولو تولیدېدونکو سیمنټو ۳۵ سلنه تولیدوي.
فیلارېټ پر دې سربېره د هولسین په نوم د سیمنټو په یوه سویسۍ کمپنۍ کې لس اعشاریه اته سلنه ونډې لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د فیلارېټ ګالچیف پانګه اوسمهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې د ۳۷۶ ام په روسیه کې څلوریشتم ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.