ژوند


څه ښه يو سفرؤ څه وصال مې په کې وليد
جانان مې په کی وليده جمال مې په کې وليد

خوب ؤ خو مانا اوتعبير دواړه ور په کې وو
پايان دسرمنزل ؤ قيل وقال مې په کې وليد
پا لنګ ؤ دسرو ګلو منځ کې ناسته زما مينه
صراط نه چې ورتېر شومه هلال مې په کې وليد
نه شيخ نه يې ريا وه نه رقيب ؤ نه ا غيا ر
راسا د شينخالۍ د زنې خال مې په کې وليد
ما نن زمانه وليده چې ټيټې سترګې ګوري
ما تير وختونه وليدل خوشحال مې په کې وليد
ما وليده مير ويس د نازو غيږ کې لو بيدلو
تدبير مې په کې وليده وصال مې په کې وليد
غازي امان مې وليد ه غفار بابا تر څنګه
خجل شومه له ننګه چې خپل حال مې په کې وليد
خوچې سترګې مې شوې خلاصې نه طاقت ؤ نه ځواني وه
يو جرنګ دښاپيرو ؤ چې يو ټال مې په کې وليد
داڅه وو خدمتګاره څه دي غوښتل اوڅه وشول
بس ژوند ؤ چې لاړ تير شو لو جنجال مې په کې وليد