ګوډ نیسانوف او زاراخ ایلایف؛  ګډ کار میلیاردران کړل

 
زاراخ ایلایف او ګوډ نیسانوف
 
ډېر کله له فرصتونو په یوازې ځان د ګټې اخیستل ناممکن او یا خورا سخت وي. په دغه ډول حالاتو کې تر ټولو ښه لار د کاروبار د یوه ښه شریک او ملګري پیدا کول دي. شریک کار ښايي ځینې کسانو ته سم ښکاره نه شي، خو په دې برخه کې ډېرې بریالۍ تجربې شته چې خلک یې تر میلیاردرۍ رسولي دي.
ګوډ نیسانوف او زاراخ ایلایف دوه داسې پانګوال دي چې په ګډه له پیل کړي کاره میلیاردران شوي او تر کلونو کار وروسته هم سره شریکان دي. نیسانوف د ۱۹۷۲ کال د اپرېل په ۲۴ مه نېټه د اذربایجان په یوه کوچني ښار کې زېږېدلی دی. له ښوونځي وروسته یې د باکو د قوانینو په انسټېټیوټ کې زده کړې کړې دي. دی په ۱۹۹۲ کال کې روسیې ته کډوال شو. زاراخ ایلاف هم له اذربایجانه روسیې ته کډوال شوی دی. نوموړي مسکو ته له تلو سره سم د شرابو پلورل پیل کړل.
ایلاف په مسکو کې د شرابو له پلوره په ترلاسه کړو پیسو د مسکو په میټرو سټېشنونو کې کوچنۍ هټۍ جوړې کړې. په همدې وخت کې له نیسانوف سره چې روسیې ته کډوال شوی و مخ شو او دواړو ګډ کار سره پیل کړ. نیسانوف به له زاراخ سره په کارونو کې مرسته کوله او له همدې کبله یې کاروبار پراخ شو.
دوی د میټرو په سټېشنو کې له کوچنیو هټیو له پیل کړي کاروبار څخه د سترو سوداګریزو مارکېټونو او املاکو برخې ته مخه کړه.
دغه دواړه کډوال اذریایجانیان د ګډ کار له برکته نن میلیاردران دي او د روسیې په سترو شتمنو کې شمېرل کېږي.
دوی دواړو په روسیه کې د هوټلونو او سوداګریزو مراکزو یوه لویه شبکه رامنځته کړې ده. د روسیې د پلازمېنې مسکو ښار په زړه کې د «Radisson Royal Ukraine Hotel» په نوم پنځه ستوریز هوټل د دوی دی. د ایروفین شاپېنګ سنټر هم د دوی دی چې تقریبا  له ټولې روسیې نه عمده پلورونکي د خریدارۍ لپاره ورته راځي. دوی په ۲۰۱۳ کال کې په مسکو کې د لوټوس په نوم یو بل ستر سوداګریز مرکز هم وپېره. دغه میلیاردران دغه راز په پلان کې لري چې په روسیه کې دوه ستر اکواریمونه چې یو به یې په ختیځه اروپا کې تر ټولو ستر وي جوړ کړي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې دوی دواړه چې نومونه یې د سېلف مېډ بیلونرز په لېست کې راځي هر یو یې په ځانګړي ډول اوسمهال څلور اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۶۶ ام او په روسیه کې ۳۰ ځای لري.
نیسانوف یې واده کړی دری بچیان لري، په مسکو کې اوسي او یوازې د روسیې تابعیت لري. زاراخ ايلاف هم واده کړی او دوه اولادونه لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.