په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ  یو پر درېمه برخه سره زر د روسیې لخوا پيرل شوي دي

 
روسیې د ۲۰۱۴ کال په لمړنیو ۱۱ میاشتو کې نړۍ ته د عرضه شویو سروزرو پام وړ سره زر  پیرلې دي.  د ګولډکور د اعلان له مخې، د روسیې مرکزي بانک په ۲۰۱۴ کال کې د دي هېواد د  پولي واحد روبل د تقویې په موخه، د نړیوال بازار څخه د ۶.۱ میلیارد ډالر په حجم د  سرو زرو د پیرلو ګام پور ته کړی دی.
روسیه د تېر کال په اوږدو کې ۱۵۲ ټنه سره زر پیرلي دي، چې د ۲۰۱۳ کال په نسبت ۱۲۳ ځله ډيروالې ښايي. همدارنګه د روسیی لخوا د ۲۰۱۴ کال په لمړیو ۱۱ میاشتو کې د پیرل شویو سرو زرو حجم  د ټولې نړۍ عرضه شوی سره زرو یو پر دریمه برخې سره مساوي ده، چې په دې موده کې ټول ۴۶۱ ټنه سره زر په نړۍ کې عرضه شوي دي.
داسې ښکاري چې له لویدیځ سره د ناندریو په زیاتیدو، روسیه په ډالرو د تکیې او  تړلیتوب د کمیدو په موخه ، خپل ټولې پانګې له ډالرو څخه په سرو زرو بدلوي.