
د relbanks ویبپاڼه چې د نړیوالو بانکونو په اړه راپورونه خپروي، اعلان کړی چې د نړۍ د ۵۰ نړیوالو بانکونو د لومړنۍ پانګې میزان په ۲۰۱۴ کال کې ۷۰ تریلیون او ۴۹۹ میلیادر او ۲۳۶ ملیون امریکايي ډالرو ته ورسید. پدې راپور کې راغلې دي: د نړیوال بانک د راپورونو پر بنسټ، د ۱۸۷ هېوادونو کلنۍ تولید په ۲۰۱۴ کال کې ۷۶ تریلیون او ۸ میلیارد ډالره و. پدې ترتیب د ملګرو ملتونو د ۱۹۲ غړو هېوادونو څخه، یواځې د پنځه هېوادونه څخه بغیر، د چین ټوله بانکي پانګه د ۱۲۹ هېوادونو د ملی ناخالص ګټي څخه ډېر دی. پدغو ۵۰ سترو نړیوالو بانکونو کې د چین ۱۰ بانکونه، د امریکا ۶ بانکونه، د انګلیستان، فرانسي او چاپان پنځه پنځه بانکونه، د استرالیا ۴ بانکونه، د المان او کاناډا ۳ بانکونه، د اسپانیه، ايټالیا، سویس او هالنډ دوه دوه بانکونه او د سویډن یو بانک ګډون لري. پدې راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې ستر نړیوال بانک د چین د صنعت او سوداګرې بانک دی چې د ۲۷۵ میلیادر او ۸۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت پانګه لري. د چین د صنعتي او سوداګریز بانک څخه وروسته د انګلیستان د HSBC Holdings بانک دوهم ستر نړیوال بانک دی، چې د ۲۷۵۸ میلیارد او ۴۴۷ میلیون ډالر پانګه لري. په دریم مقام کې بیا هم د چین هېواد د ساخت او ساز بانک ولاړ دی، چې د ۲۶۰۲ میلیارده او ۵۳۶ میلیون ډالرو پانګې لرونکې دی. د نړۍ ددي پنځوسو سترو بانکونو په لیست کې اخري بانک هم د چین د صنعتي بانک پورې اړه لري چې د ۶۱۱ میلیارد او ۵۸۱ میلیون ډالرو په اندازه پانګه لري.
شفیق الله ځواک