
په ډېرې خواشينۍ سره ویلی شم، چې پرونی د افغانستان او پاکستان ترمینځ دفوټبال په دوستانه لوبه کې چې د پاکستان د لاهور په ښار کې ترسره شوه، یو افغاني د افغانستان د فټبال ملي ټيم ته ماتې ورکړه.
لومړی ګول وهونکی د پاکستان له خوا چې محمد ریاض نومېږي،د افغانستان د ننګرهار ولایت د حصارشاهي اوسېدونکی دی چې اوسمهال د پاکستان د هنګو کې اوسیږي.
محمد ریاض تر ۱۲ صنف پورې زده کړې هم په یوه افغاني لېسه کې کړې دي مونږ د افغانستان د فوټبال د ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې محمد ریاض خپل ملي ټيم ته داخل او د خپل هېواد د فوټبال ملي جامه ور په تن کړي.
مونږ د محمد ریاض څخه هم په ډېرې مینې او ادب سره غوښتنه کوو چې باید د هېواد د ترقۍ لپاره کار وکړي، نه د هېواد د ماتولو لپاره.
په پای کي موږ یو ځل بیا ډ فټ بال د ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې محمد ریاص چې یو افغان دی باید ملي ټيم ته شامل شي او که د هغې هره غوښتنه وي باید ومنل شي.
ځکه باید هر افغان د افغانستان د کامیابی لامل شي، نه د ناکامی لامل. رب دې وکړي چې زما دغه خبر تر لوړ پوړو چارواکو ورسېږي، او د دې خبر په اورېدو سره اقدام وکړي په همدې هیله.
محمد مبین هڅاند