سوله!

 
سوله د هغې توتکۍ خبرې
سوله د هرې یوې خورکۍ خبرې
سوله د مور کيسو نه هم خوږه ده
سوله د ستر نبي خوږه خطبه ده
.......
سوله سپېڅلي یوه قلم په شان ده
سوله د ګل او د صنم په شان ده
چې هر محفل مو وي له خوند څخه ډک
چې هر غزل مو وي له خوند څخه ډک
سوله دې داسې یو رنګين ماښام شي
سوله دې هر چاته وړیا انعام شي
سوله دې شي لکه سحر د اختر
بس چې هر څوک یې شي له خوند نه خبر
د ښائيستوکو ماشومان هيله
هم د زړو هم د ځوانانو هيله
دې ښوونځۍ کې ماشومان ګړېږي
او که په بڼ کې شنه طوطیان ګړېږي
سوله د مينې ورورولۍ نښه ده
سوله د غرونو د هوسۍ نښه ده
سوله په لوبو کې چکچکې بویه
سوله د سپين مخ نه مچکې بویه
سوله د نوي ژوند، لومړی اغاز دی
او په محفل کې په زړه پورې ساز دی
سوله درسونو کې سیالۍ ته ورته
سوله د سپين مخ روښنایۍ ته ورته
سوله د مور د ناز خبرې ګڼم
سوله د خور د ناز خبرې ګڼم
سوله پايزيب او د پالو شرنګار دی
سوله سپرلی او سوله سپین سهار دی
سوله ددې ترخه ژوندون یو کار دی
سوله بس کټ مټ د یار ديدار دی
سوله د مور په ځنګون خوب ته ورته
سوله د کوم پير پښتون خوب ته ورته
سوله د هرې پښتنې اواز دی
سوله د هرې پريښتې اواز دی
سوله د غرونو د هوسیو منډه
سوله سپرلي نه د غوټیو منډه
په هر یو بڼ کې د ګلاب نڅا ده
د هر یوه ډول هر یوه رباب نڅا ده
سوله ادب لور ته ټولنه بیایي
سوله د رب لور ته ټولنه بیایي
سوله دې ګران افغانستان ته په کار
سوله هر یوه پښتون انسان ته په کار
مونږه د سولې ملنګان مولانا
موږ یو زخمي، زخمي اذان مولانا
موږ ټوپک نه غواړو موږ سوله غواړو
درته ګيله کوو او ښه ډېر ژاړو
کاندې له جنګ څخه دې زړه شي نور مات
درته به در کړو په ژوندون دا خپل سقات
څنګه چې سوله"ايمانو" غوښتې ده
داسې دې ټولو پښتنو غوښتې ده
ذبیح الله ايمان