
دغه د تورو اوسپينو جامو خاوندښايسته او ګلالی الوتونکى د جنوبي قطب په کنګليزو غرونوکې ژوند کوي. پېنګوين سمندري الوتونکى دى چې، الوتلى نشي، خو په اوبوکې ډېره ښه لامبو وهي . خپل وزرونه په اوبوکې د الوت په موخه کاروی .
د پلاردنده اوترې مننه :
ښځينه پېنګوين په پسرلي يا اوړي کې هګۍ اچوي. بيا نريا پلارپېنګوين هګۍ د دوو مياشتو لپاره د خپلو پښوترمنځ په نرم او ګرم پوستکي کې ځوړندې نيسي چې، بچی وزيږي. پلار پېنګوين نوزېږى پېنګوينګوټى ترهغوساتې چې، مور يا ښځينه پېنګوين د خوراک له اوږدۀ سفرنه بېرته راستنه شي. په دې موده کې پلار په داسې حال کې چې، بچى يې د پښوترمنځ ټينګ نيولى وي، يوه خوا بله خوا د کبانو په ښکار پسې هم ځي.
کوچنۍ پېنګوين :
نوزېږى پېنګوينګوټى چې، کله له هګۍ څخه راووځي، نوسملاسي د خوراک هڅه کوي. کوچنى پېنګوينګوټى خپله کوچنۍ مښوکه د پلارمښوکې ته ورنېږدې کوي. پلارچې، په خپل ستوني کې کوم خواړۀ د کوچني پېنګوينګوټي لپاره برابرکړي وي، ماشوم پېنګوينګى له هغوڅخه تغذيه کوي. کوچنى پېنګوينګوټى شپږ مياشتې وروسته کولاى شي، په خپله خوراک ـ څښاک وکړي اودکبانو په ټولي کې په ښکارپسې ولاړ شي او خپلواک ژوند وکړي .
په روزنځي کې :
کله چې، پېنګوينان د کبانو په ښکارپسې ځي، بچيان يې ټول يوځاى ته سره راټوليږي، څومشر پېنګوينان يې ساتنه کوي چې، د اوبو خوا ته ورنشي اويا هم چېرې د واورې دکنګلونو ټوټو، ډبرو او خټو ﻻندې نشي.
ښايښته جامې :
پېنګوينان خورا ښايسته جامې پرغاړه لري چې،د هغوى ښکلا يې ﻻ زياته کړې ده. ژېړ اونارنجي رنګونه د دوى د سر، غاړې اوسينې په برخوکې لېدل کېږي . بڼکې يې لنډې خو پرېړې دي چې، په اوبو کې نه لونديږي. ددغه ښايسته جامو ﻻندې د وازدو پرېړه پرده ياغټ پوړ موجود دى چې، پېنګوين له يخنۍ او سړوخې څخه ساتي.
دکبانو ښکار :
پېنګوينان خپل ټول خواړۀ د اوبو ﻻندې موجوداتو څخه ترﻻسه کوي. هغوى کولاى شي، په ډېرې چټکۍ په اوبو کې ﻻمبو ووهي او په خپله ځيږه ژبه ښوى کبان په مښوکه ونيسي. پېنګوينان خپلې لويې پښې د بېړۍ د چپه کښ ( ډنګرۍ ) په توګه د تګ لپاره کاروي.
پرکنګليزو واورو يون:
پېنګوينان له خپلو وازده لرونکو راوتلو سينو څخه په کار اخېستنې سره پر کنګليزو واورو په ټوپونو تګ کوي. که چېرې څوک هغوى په دغه حال کې وويني، نو فکر به وکړي چې،ګنې لوبې کوي . پينګوين يوخورا ښايسته اوګلالى الوتونکى مرغه دى چې، په لېدا يې انسان يو ډول ځانګړې خوښي احساسوي.
پاى!
فضل وزير هيله من