
لومړى څپرکى
زنجبيل د ( Zingiberaceae) کورنۍ سره اړوند يوزړيز، وښيز( علفي ) او څو کلن باربوټى دى چې،د ( Musaceae ) له کورنۍ سره نېږدې خپلوي لري،او له (٩٠_١٠٠) سانتي مترو پورې لوړيږي. زنجپيل غټ او ډډ مرغړى وزمه ريزوم (Rhizome ) لري چې، له هغه څخه بياڅوهوايي ګڼ ډنډرونه ټوکېږي او همدا د زنجپيل بوټي ډنډر (ساقه) ده. دغه مهم او نوموتي طبي بوټي ته په پښتو کې پر( زنجپيل ) سربېره ( سونډ_ شونډ )، په دري او عربي کې ( زنجبيل )،په هندي کې (ادرک) اوپه انګرېزي کې ورته (Ginger) ويل کېږي چې،علمي نوم يې (Zingiber Officinale ) دى. زنجپيل له اره د تودو سيمو بوټى دى چې، پلرنى ټاټوبى يې د هندو چين پراخ هېوادونه دي. خو پردغو سربېره د نړۍ په يو شمېر نورو سيمو او هېوادونو لکه لوېديځه اسيا، شمالي فريقه، جامايکا، مکسيکو او جاپان کې هم کرل او روزل کېږي. همدا شان اوس مهال يې په زياتره استوايي سيمو او هېوادونو کې هم کرنه او پالنه دود شوې ده.
ريزوم (Rhizome): ځينې هغه بوټي چې، ترځمکلاندې ډنډر(ساقه) لري،د هغوى ډنډر ته ريزوم (Rhizome) ويل کېږي او هغه بوټي چې، حاصل يې په جرړو کې وي، هغوى ته (Earthnut) نباتات ويل کېږي چې، زنجپيل هم له همدې ډول څخه دى.
د زنجپيل شاليد: دا خبره ښکاره اوکره ده چې،انسان يو تلوسمن او پلټنګر موجود دى چې،له آدمه تردې دمه، تل د خپل ټولنيز ژوندون د تکامل په موخه په خورا ستړياوتې مبارزه بوخت دى او د لټون دا تلوسمنه لړۍ به ترهغو ګړندۍ روانه وي، ترڅو چې ژوند په دې نړۍ او پينۍ وي. بشرد ځمکې پرمخ له خپل پنځون سره جوخت د خپل ټولنيز ژوندون د ښه کېدا، بشپړتيا او بسياکېدا په موخه په کوټلې توګه هلې ځلې کړې او تل په دې اند او هاند کې ؤ او دى چې، د طبيعت پټ رازونه برسيره کړي او له هغوى نه ګټنه وکړي. لکه څرنګه چې، زموږ د بحث سکالو د زنجپيل شاليد ( تاريخچه ) ده، نو تاريخ شاهد دى چې،د زنجپيل بوټى شاوخواد (٤٠٠٠) کلونو راهيسې په اخلي پخلي کې کارول شوى دى. او همدا شان له ډېرې پخوا زمانې راهيسې د هندي ايورودا طب اوهم د يوناني طب يو ډېرمهم او اړين توکى ګڼل کېږي. د هندي ايوريک طب طبيبان زنجپيل يو نړيوال درمل ګڼي، ځکه چې، نوموړى بوټى باکتريايي او ويروسي ضد ځانګړنه لري او همدغه رازد هاضمې پرسيستم رغند، مثبت او هوسابخښونکى اغېزهم شيندي. همدا لامل دى چې، هندوان کابو له (٢٠٠٠) کلونو را په دې خوا له زنجپيل څخه په ټولنيز ژوندانه کې په لويه کچه ګټنه کوي. د زنجپيل د کارونې په اړه د چين په درمليزه کتابونو کې هم يادونه شوې ده. په لومړۍ زېږدي پېړۍ کې د لوېديځ يو نامتو ډاکټر( ډيوسکوريډس ) د لومړي ځل لپاره د زنجپيل درملنيز اغېزاو ځانګړنه ثبت کړه.که څه هم چې، له هغې څخه پېړۍ_پېړۍ مخکې د لېرې ختيځ هېوادونو څخه دا وږمين بوټى اروپا ته صادرېدو او زنجپيل په اروپا کې د اخلي پخلي په برخه کې د لومړني اړين توکي په توګه پېژندل شوى ؤ.
د زنجپيل ډولونه: زنجپيل ټولټال (٧٠) اويا ډولونه لري چې،د هغوى له يوشمېر څخه د خوراکونو،عطرونواوياهم د نشايسته پوډرو په جوړاوي کې ګټنه کېږي. خو په دغه اويا ډوله زنجپيل کې ترنورهغو يې دوه ډوله ډېرمهم دي چې، خورا زيات طبي او سوداګريز اهميت او ارزښت لري.
د زنجپيل دوه مهم ډولونه په لاندې توګه دي:
١_ يو ډول هغه زنجپيلونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ډک او غوښن ريزومونه لري او د ژېړ رنګ لرونکي دي.
٢_ بل ډول هغه زنجپيلونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ريزومونه لري او د شين رنګ لرونکي دي.
د زنجپيل ريزومي ډنډر(ساقه): ډنډر د يوۀ نبات هغه ډېره مهمه او عمده برخه ده چې، پر ريښې د پاسه واقع وي او بره خوا وده کوي. ډنډر د بوټي ريښې او ګلان سره نښلوي او پردې سربېره هغه کاني توکي او اوبه چې، له ځمکې څخه د ريښې پرمټ جذبيږي، د ډنډر په وسيله پاڼو ته لېږدول کېږي.خو د معمول خلاف د زنجپيل بوټى ترځمکلاندې څښېدونکى (ريزوم) لري چې،د نوموړي بوټي ډنډر له همدې ريزوم څخه په عمودي ډول مخه په بره خوا راوځي او د ژېړنارنجي رنګ لرونکى دى. د زنجپيل بوټى د کرکيلې له پلوه تودې او لندې هوا، اوبو او پستې خاورې ته اړتيا لري. زنجپيل نرى او د کړکي په څېرډنډر لري چې، له وړو ريزومي مرغړو ساقو څخه را ټوکېږي او د هغو پرمټ وده کوي او ډېريږي.د زنجپيل بوټي ځمکلاندې څښېدونکي ريزومونه د کورکمن بوټي ترځمکلاندې ريزومونو په پرتله کوچني،ګرد، ښوى او پاسته دي.د زنجپيل بوټي ترځمکلاندې ريزوم په ډېرو برخو منګول _ منګول وېشل کېږي چې، همدا د نوموړي بوټي اصلي حاصل دى.
د زنجپيل ريښه: ريښه د نبات يوه مهمه او عمده برخه ده چې، په خاورو يا اوبو کې وده کوي. لکه څرنګه چې، د نباتانو څانګې بيديا په هوا کې وده کوي،او ريښې يې په خاورو کې وده کوي. خو ددې پرخلاف د زنجپيل بوټى ريښه نه لري، بلکې د هغه ځمکلاندې څښېدونکى ريزومي ډنډر د ريښې دنده ترسره کوي. البته د يادؤنې وړده چې،د زنجپيل ترځمکلاندې ريزومي ډنډر يو ډول تاروزمه ريښې لري چې، هغوى د ځمکې لاندې نه د ساقې لپاره اوبه او نور خوراکي توکي جذبوي.
د زنجپيل پاڼې: د نباتاتو پاڼې زرغون رنګ لري چې، هغوى په بوټي کې د ډېر اهميت او ارزښت وړ دي. پاڼه په يوۀ نبات کې د خوړو جوړونې فابريکه ده چې، د لمروړانګو په مرسته يې چمتو کوي. په پاڼو کې کوچني سوري دي چې،ددوى پرمټ بوټي ساه اخلي. د نباتاتو پاڼې بېلا بېل شکلونه او جوړښتونه لري. زنجپيل د تېرې څوکې په شان تېرې، پلنې او اوږدې پاڼې لري چې،د تورې د تيکي په بڼه له ډنډرسره نښلول شوې دي. د زنجپيل پاڼې تېز زرغون رنګ لري.
د زنجپيل ګل: ګل د نبات يو جز يايوه برخه ده چې،بېلابېل رنګونه،بويونه او شکلونه لري. همدا شان د نبات ګل، مېوې او دانې منځته راوړي. پردې سربېره له ګلانو څخه د عطرونو په جوړاوي کې هم ګټنه کېږي. د زنجپيل بوټى ښايسته زرغون _ ژېړبخن او کوچني_مخروطي او پنډ وږيز ګلان لري چې، په دوبي کې ترځمکلاندې ډنډر نه را ټوکېږي. د زنجپيل ګل ډېر په ځنډ سره را ټوکېږي،کابو په دوه کلونو او ياهم له دې څخه په زياته موده کې منځته راځي. د زنجپيل او کورکمن بوټو ترمنځ اصلي توپيرپه دې کې دى چې، د زنجپيل بوټي ګل يوازې يوه ګلپاڼه لري، خود کورکمن بوټي ګل بيادوې بيرغوزمه ګلپاڼي لري.
د زنجپيل مېوه: د زنجپيل بوټي مېوه د کورکمن بوټي مېوې په څېرکپسولي ( پوښي _غلافي ) بڼه لري چې، ډېره لږ او په نوياته توګه سره را منځته کيږي.
د زنجپيل رنګ: زنجپيل دوه ډوله رنګ لري:
١_ يو ډول هغه زنجپيلونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ډک او غوښن ريزومونه لري او د ژېړ رنګ لرونکي دي.
٢_ بل ډول هغه زنجپيلونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ريزومونه لري او د شين رنګ لرونکي دي.
د زنجپيل خوند: د زنجپيل بوټي ريزوم تېز خوند لري، نوځکه په اخلي پخلي کې ترېنه په لويه کچه ګټنه کېږي.
د زنجپيل بوى: د زنجپيل بوټي ريزوم تېز او خوږ بويه وږم لري، نو پرهمدې توسن د عطرونو په جوړونه کې هم ترېنه په لويه کچه ګټنه کېږي.
دويم څپرکى
د زنجپيل تخم: لکه څرنګه چې په طبيعت کې هربوټى د خپل ژوند د بقا او پايښت لپاره خاورې، اوبواو هوا ته اړتيا لري، په ورته توګه تخم ته هم اړمن دى. زنجپيل هغه بوټى دى چې، د خپلې ښې ودې، پرمختيااو پراختياپه موخه پستې خاورې،ډېرې اوبو زيمناکې کروندې، تودې او لندې هوا او تخم ته اړينه اړتيا او اړمنتيا لري.
د زنجپيل تخم (Seed) درې ډوله دى:
١_ د زنجپيل سرونه
٢_ د زنجپيل مرغړى وزمه منګول
٣_ د زنجپيل چيچړه1
په لومړي کال د زنجپيل د کرنې پرمهال د نوموړي بوټي سرونه کرل کېږي. کله چې، د کال په پاى کې د زنجپيل حاصل واخېستل شي، نو سرونه يې په مرغړي وزمه منګول بدل شوي وي. په دويم کال بياد سرونو پرځاى مرغړي وزمه منګول کرل کېږي. د زنجپيل سرونو په پرتله د منګول کرل ښه او ګټوردي، ځکه منګول د زنجپيل غوره او اغېزمن تخم دى. په درېيم کال د زنجپيل منګول په چيچړه بدليږي او چيچړه بيادکرنې وړتيا نه لري، ځکه چيچړه د زنجپيل تخم ورسته شوې برخه ده چې،کرهڼيز زور او ځواک يې له منځه ځي او د بياکرنې جوګه نه وي، خوخپل خوراکي او اقتصادي اهميت او ارزښت ساتي او د مصالحه جاتو په جوړاوي کې ترېنه ګټنه کېږي.
د زنجپيل کرنې بهير
د نړۍ په هغو سيمو کې چې،د زنجپيل بوټى کرل او روزل کېږي، ښايي د هغه د کرنې وختونه به د موسمي او اقليمي حالت سره سم له يوبل سره توپير لري. د زنجپيل بوټي دکرنې پرمهال بايد يوشمېر پړاوونه ووهل شي. نو لومړى بايد د نوموړي بوټي لپاره ځانګړې شوې کرونده په ښه او ژوره توګه يوې ( شدياره ) کړى شي. البته د کروندې ځمکه بايد څوځله واړول شي، ترڅوله يوې خوا يې بېکاره بوټي وسوځي او له منځه ولاړ شي او له بل پلوه يې خاوره زياته او پسته شي. په دويم پړاو کې بايد پټى په بشپړ ډول سره ورته هوار شي، ترڅو کرنې ته جوګه وګرځي. کرنه بايد د پټي له سور(عرض) نه پيل او په ټاکل شويو ليکوکې ترسره شي. د زنجپيل کرلوترټولو غوره وخت د ژمي وروستي ورځې دي. ددې بوټي د کرنې لپاره بايد تازه، ځيږ او ډک سرونه او مرغړي وزمه منګولې غوره او تر کرنې يوه شپه مخکې په اوبو کې لندې شي. په درېيم پړاو کې بايد د هرې ليکې ترمنځ (٨٠_١٠٠) سانتي مترو پورې واټن وي. همدارنګه بايد د ليکو پرمخ د زنجپيل تخم ( ريزوم ) ترمنځ (٢٥_٣٥ ) سانتي مترو پورې فاصله وي، خو ځينې نور ياده فاصله يوه لوېشت ورته ټاکي. د زنجپيل تخم ( ريزوم ) د (١٠) سانتي مترو په ژورتيا سره کرل کېږي. د زنجپيل د کرنې په بهير کې بايد ګڼ شمېر کسان ګډون وکړي، ځکه چې، نوموړى کار په يوازې توګه ډېر ستونزمن دى. همدا ډول د زنجپيل کرنې لپاره بايد سرونه او منګولې غورچاڼ شي او ترټولو ښه او وړ ريزومونه ورته غوره شي چې، (٤_٥) سانتي متره اوږدۀ وي. د زنجپيل بوټى تودې او لندې هوا ته اړمن دى چې، نوموړى بوټى په ښه ډول سره په کې وده کوي. پردې سربېره د زنجپيل لپاره د ټاکل شوې کروندې ځمکه بايد نرمه او پسته وي، ترڅو د زنجپيل ريزومونه په ښه او غوره توګه د زرغونتيااوټوکېدا لړۍ سرته ورسوي. د زنجپيل تخم يا رزيمونه دوې اونۍ وروسته زرغونيږي چې، داد نوموړي بوټي د کرهڼيز ژوندون پيلامه ده.
د زنجپيل اوبه خورسيستم
لکه څرنګه چې، زنجپيل څوکلن بوټى دى، نوطبيعي خبره ده چې، نوموړى بوټى د خپل کرهڼيزځمکني ژوند په بهير کې په لويه کچه اوبو، روزنې او پالنې ته اړتيا لري. لکه څنګه چې، مې مخکې ورته نغوته وکړه، زنجپيل له معمول سره سم د ژمي په فصل کې کرل کېږي او طبيعي ده چې، د کال دا موسم د پسرلي او دوبي پر انډول سوړ وي، نو د زنجپيل کروندې اړوند پټي ته په مياشت کې ايله يوځل اوبه ورکول کېږي او د هوا په تودېدا سره د اوبه خور بهير هم ډېريږي او په مياشت کې دوه ځله اوبه ورکول کېږي. خوکله چې، د دوبي فصل رادې بره شي او د هوا د تودوخې درجه ډېره زياته شي، نو بيا په اونۍ کې (٢_٣) ځله اوبه ورکول کېږي. د زنجپيل کروندې ته بايد اوبه په داسې توګه ور نه کړل شي چې، په پټي کې ډنډ شي، ځکه دا کار د زنجپيل کروندې ته دروند زيان اړوي.
د مضره بوټو رېبنه اود ګنګخړ پټ ماتونه
څرګنده ده چې، زنجپيل څو کلن بوټى دى او وچ يو يا دوه کاله د کروندې ځمکه تر خپل نيواک لاندې ساتي، نو پرهمدې يوه يا څوکلنه موده کې کروندګر اړ دى چې، د زنجپيل کروندې ته جدي پاملرنه وکړي. د زنجپيل کرونده د خپل ځمکني ژوند پرمهال د بېکاره اومضره بوټو څوځلي للون او د ګنګخړ پټ ماتونې ته اړتيا لري. د کرهڼيزې تيورۍ پر بنسټ په کرونده کې د مضره بوټو شتون د اصلي بوټي د ودې او پرمختيا مخنيوى کوي او د کروندې په خاوره کې ګټور خوراکي توکي خوري او د اصلي بوټي کرهڼيزه وده اوغوړېدا ځنډنۍ، ژوبلنۍ او ټکنۍ کوي. له بل پلوه د کال په بهير کې پرله پسې بارانونه او سېلابونه ګنګخړ اوبه د زنجپيل پر کروندې وربهوي چې، دا چاره د کروندې پټي پرمخ يو ټينګ او کلک د خړو خاورو پټ جوړوي. که له يوه پلوه خړې اوبه کرهڼې ته ګټه لري او د غرونو او رغونو ګټورکاني توکي کروندو ته راوړي، خو له بل پلوه د ګنګخړ اوبه د کروندې خاوره کلکوي او دا کار بيا د کروندې لپاره زيانمنوونکى دى. نوپرهمدې توسن پورتني دوه ياد شوي واقعيتونه په خپله اډانه کې د زنجپيل کروندې ته خورا دروند زيان رسوي. نوځکه بايد دکال په اوږدو کې څوځله د ګنګخړ پټونه مات او خاوره يې په کرهڼيزو وزلو( وسيلو) سره نرمه او پسته شي، ترڅو د زنجپيل بوټى په کمساري او بې ساري توګه وده، پرمختيا او پراختيا وکړي.
د زنجپيل کروندې ته د حيواني او کيمياوي سرې ورکونه
د زنجپيل کروندې ته هم د نورو کرهڼيزو کروندو په څېر دوه ډوله سره ورکول کېږي چې، دا دوه خېله سره يوه حيواني سره او بله هم کيمياوي سره ده.
١_ حيواني سره: کله چې،د زنجپيل بوټى کرل کېږي، نو ورسره جوخت حيواني سره هم ورکول کېږي. حيواني سره د زنجپيل په ګړندي اَوزين (نشوونما) کې اوڅاره ونډه لري. د کورسره ټول هغه عضوي توکي لري چې، کيمياوي سره يې لري، نو پرهمدې توسن حيواني سره د کروندې ځمکه په بشپړه توګه دزنجپيل کر لپاره چمتو کوي، ترڅو چټک اَوزين وکړي او خپلې کرهڼيزې ودې ته په روغه اوسالمه توګه پرمخيون ورکړي.
٢_ کيمياوي سره: لکه څرنګه چې، کيمياوي سره دوه ډوله ( توره سره او سپينه سره) ده، نو هغه هم د زنجپيل کروندې ته په ټاکلو وختونوکې ورکول کېږي. لومړى کله چې، زنجپيل کرل کېږي،نو توره او سپينه کيمياوي سره له يوبل سره ګډيږي او بياد زنجپيل اتېون کښت ته ورکول کېږي او دويم پلا د پسرلي په موسم کې يوازې سپينه کيمياوي سره د نوموړي بوټي کروندې ته ورکول کېږي چې، په هرځل د سرې ورکونې سره د زنجپيل کروندې ته اوبه هم ورکول کېږي او له دې سره د زنجپيل فصل په چټکيوني توګه وده او پرمختيا کوي.
د زنجپيل د لوبهير
لکه څرنګه چې، هره کرهڼيزه کرونده په پاى کې پخيږي او د لو پړاو ته رسيږي، په ورته توګه د زنجپيل کرونده هم د پاڼرېژ (مني ) په موسم کې پخيږي او بايد د لو لړۍ يې ګړندۍ پيل شي.د زنجپيل بوټى هغه مهال د پخېدا پړاو ته رسيږي چې، کله د زنجپيل بوټي پاڼې ژېړې او مړاوې شي. نودا هغه مهال دى چې، بايد د زنجپيل فصل واخېستل شي.د زنجپيل حاصل په ډله ييز ډول سره اخېستل کېږي. يوه ډله وګړي د زنجپيل کروندې ته ورځي،د بوټي پاڼې او ډنډرونه د لور پرمټ رېبي او په ګوښه ځاى کې يې ږدي. په دويم ټپال کې د يوم او چارۍ پرمټ د فصل اړونې لړۍ پيلوي. يوم يا چارۍ په يوه ټاکلې اندازه د زنجپيل بوټي بېخ ته په ژوره توګه دننه کوي او يو لوى (کرچ۱)اړوي او په هغه کې د زنجپيل ريزوم موجود وي چې، دا د زنجپيل اصلي حاصل دى. د زنجپيل اړونې پرمهال بايد د هغه منګول (پنجو) ته ډېر پام وشي، ترڅو بې ځايه ماته او ژوبله نه شي، ځکه منګول د بيا کر په موخه ساتل کېږي. د زنجپيل ټول حاصل بايد د لندو خټو او خاورو څخه پاک او سوتره شي او په يوۀ ګوښه ځاى کې خوندي او ډېرۍ شي، ترڅو د خرڅلاو په موخه بازار ته چمتو وګرځي.
درېيم څپرکى
د پي اېچ (PH) پېژندنه
او
د زنجپيل پي اېچ (PH)
١_ لغوي تعريف : د پي اېچ (PH) کيمياوي او زراعتي اصطلاح له دوو کلمو (Potential) او (Hydrogen) څخه ترکيب شوې ده او په لاندې ډول سره ليکل او لوستل کېږي:) ( The litters PH stand for potential of hydrogen! چې پښتو ژباړه او معنايې (د هيدروجن پټه وړتيا او ځواکمنتيا) ده.
٢_ اصطلاحي تعريف :
١_ پي اېچ (pH) يولوګارېتمي واحد دى چې د توکو تېزابي،القلي او شنډه (خنثى) کچه معلوموي. زياتره(اوبژواکي۱)ژوي د (٥ تر٩) pH په چاپېريال کې ژوندي پاتېږي.
٢_ په يوۀ محلول کې پي اېچ (pH) دفعال هيدروجن د ايون٢ غلظت د لوګارېتم منفي (١٠) درجې سره برابر دى.
٣_پي اېچ (pH) يوهغه معياردى چې په يوۀ محلول کې دهيدروجن دايون ګاټتيا(غلظت) د معلومونې او ښودنې لپاره کاريږي او له (١ تر١٤) پورې درجه بندي کېږي. که چېرې د يوۀ محلول پي اېچ (pH) د (X) عدد وټاکل شي، نو دا په دې معنا ده چې په محلول کې د هيدروجن د ايون ګاټتيا(غلظت) د هغه عدد منفي (١٠) سره برابره ده چې دا په خپله يو ډېرکوچنى دى او د لېټر په واحد کې پلټل او څېړل کېږي.
که د يوۀ محلول پي اېچ (pH) له (١تر٧) عدد پورې وي، هغه تېزابي ځانګړتيا لري اوکه يې پي اېچ (pH) له (٧ تر١٤) عدد پورې وي،هغه بياالقلي ځانګړتيا لري او که د محلول پي اېچ (pH) وچ د(٧) عدد سره برابر وي، نو په دې صورت کې هغه شنډ(خنثى) بلل کېږي.
٢_ دپي اېچ (pH) شاليد:د نولسمې زېږدي پېړۍ په وروستيو کې د کيمياوي صنايعو صنعتګرانو او د کيمياوي توکو د توليد فابريکو خاوندانو لپاره د هيدروجن د ايون ګاټتيا(غلظت) د پلټنې او څېړنې اهميت او ارزښت څرګند شو. د مثال په توګه د هيدروجن د ايون ګاټتياد کيمياوي توکو د ترکيب او تجزيې د تعامل بهير په اوږدوکې او همدارنګه د تعامل په پايله کې د ترلاسه شويو توکو پرفعاليت اغېز کوي او اړينه ده چې د هيدروجن د ايون غلظت په دايمي ډول سره وپلټل او وڅېړل شي. له بلې خوا لکه څرنګه چې د هيدروجن د ايون غلظت يوډېرکوچنى عدد دى او له هغه سره کارکول،ډېره ستونزمنه چاره ده،نوپرهمدې توسن يو ډنمارکي عالم او بيوشيميپوه (بيوشيمېسټ) سورن پېټر لاورېټس سورن سېن د لومړي ځل لپاره د پي اېچ (pH) په نوم د کچ يو واحد رامنځته کړ.
٣_ د پي اېچ (pH) درجه بندي: لکه څرنګه چې پي اېچ (pH) د صنعت په بېلابېلو برخوکې ځانګړى لګښت لري،نو پرهمدې توسن د هغه دا ځانګړتيا په زراعت کې ډېره د اهميت وړده او د خاورې (pH) د بوټي پر وده او پرمختيا اغېزلري. نوځکه هغه له (١_١٤) پورې درجه بندي کېږي.
٤_ د خاورې پي اېچ (pH): خاوره بايد وړ او مناسب پي اېچ (pH) ولري، هريو بوټى د (pH) يوه وړاو ځانګړې اډانه لري چې که چېرې د خاورې (pH) لږ ياډېر وي، نو د بوټي وده او پرمختيا له ستونزې سره مخامخيږي. د خاورې (pH) په مختلفو صنعتونو کې خپل خاص لګښت لري او په کرهڼه کې دا ځانګړنه ډېر زيات اهميت او ارزښت لري. د خاورې (pH) د بوټي په وده او پرمختيا مستقيم او نامستقيم اغېز لري. د خاورې (pH) ترټولو مهمه دنده په خاوره کې د خوراکي عنصرونو د حلاليت کنټرولول دي. ياپه بله وينا د خوراکي عنصرونو د جذبولو وړتيا ترډېره بريده د خاورې له (pH) سره تړاو لري.
٥_ دخاورې (٣) درې ډوله پي اېچ (pH):
١_ تېزابي pH
٢_ القــلي pH
٣_ شـــنـــډ pH
١_ تېزابي (pH): که چېرې د خاورې (pH) له (١_٧) پورې وي، هغه تېزابي خاوره ده.
٢_ القلي (pH): که د خاورې (pH) له (٧_١٤) پورې وي، هغه القلي خاوره ده.
٣_ شــنډ (pH): اوکه د خاورې (pH) وچ د (٧) عدد سره برابروي،نوهغه بياشنډه (خنثى) خاوره ده.
د زنجپيل پي اېچ (PH)
په نړۍ کې ټول نباتات د خپلې ودې او پرمختيا لپاره د خاورې پي اېچ (pH) په اډانه کې يوۀ کره او ثابت چاپېريال ته اړتيا لري چې، د هغه په چوکاټ کې بوټي په ښه او غوره توګه وده کوي. زنجپيل هغه ګټور بوټى دى چې، انسانان په ټولنيز ژوند کې په لويه کچه ترېنه ګټنه کوي. زنجپيل د نورو بوټو په څېرد خپلې کرنيزې ودې او پرمختيا په موخه وړ او ځانګړي کرهڼيز چاپېريال لکه ( خاورې، اوبو، سرې او پي اېچ (pH) ) ته اړتيا لري. د زنجپيل خاورې مشخص پي اېچ (pH) (٥.٥_ ٥.٦) پورې دى چې، دا تېزابي خاوره ده او د نوموړي بوټي د کرنيزې ودې، پرمختيا او پراختيا لپاره وړاو مناسبه ده.
څلورم څپرکى
١_ د اومه او وچ زنچپيل پلورنه: کله چې،د زنجپيل فصل د لو بهير پاى ته ورسيږي او د نوموړي بوټي ترځمکلاندې ټول حاصل واخېستل شي، نو په بل پړاو کې د زنجپيل حاصل په يوۀ لوى لرګين ښانک کې اچوي او بيايي د مښود (اصطکاک) عمليه پيليږي، ترڅو چې، د هغه د مخ پوټکى توى شي او بياد هغه لرګين ماغزۀ وچوي او د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو برخوکې يې د کارونې په موخه پلورنتون (مارکېټ) ته وړاندې کوي.
دزنجپيل دکارونې وړبرخې: زنجپيل يوهغه بوټى دى چې،د خپلې لږ ساري او بې ساري روغتيايي ځانګړتيالرلو له امله د يوې ګټورې خوراکي مادې په توګه پېژندل شوى او په دوديز ډول سره په خوراکيز، عطريزاودرمليز صنعت کې په لويه کچه کارول کېږي.
١_ زنجپيل په خوراکيز صنعت کې: تاريخ شاهد دى چې، زنجپيل،کورکمن او دارچينى د خورا لرغوني پېر څخه د انساني ټولنو له خوا په بېلابېلو خوراکونوکې د يوۀ مهم توکي په توګه کارول کېږي. زنجپيل د خپل ځانګړي او منلي خوند، وږم او رنګ په لرلو سره د مختلفو خوراکونو په جوړاوي کې د ګټنې او کارونې وړ دى. اوس مهال په غونډه نړۍ کې د زنجپيل ګڼ شمېر مصنوعات شتون لري چې، په هغو کى د زنجپيل پوډر، محلولونه،اسانسونه1 او تازه زوښه (عصاره) شامل دي. همدا شان د زنجپيل څخه د مختلفو خوراکونو په پخلي او سرۀ کولوکې ګټنه کېږي. په ورځ کې له (٢_٤) ګرامه پورې د زنجپيل خوړل،د انسان روغتيا ته ډېره زياته ګټه لري. د زنجپيل چاى ترټولوغوره او روغتياته ګټور څښوبى دى.
د زنجپيل چاى که ژمنى څښوبى:د زنجپيل له تازه ډنډر (ريزوم)څخه يو ډېر خوندور او ګټور چاى پخيږي چې،روغتياته ډېره ګټه لري. لومړى (٣٠) ګرامه تازه او پاک شوى زنجپيل په تړمو اوبوکې اچول کېږي، ورپسې نيم لېترايشولې اوبه هم پرې ورتويوي او (١٥) دقيقو په مخه يې پرېږدي چې، ښه دم اوجوړ شي او بيايې ِڅښي. همدا د زنجپيل چاى دى چې، په ژمي کې بدن تود ساتي او د انسان روغتيااوسلامتيا ته ډېره زياته ګټه لري.
د زنجپيل هېښنده چکني: د زنجپيل بوټي نه يوه حيرانوونکې چکني هم جوړيږي چې،ډېره خوندوره ده. د چکني جوړښت په لاندې ډول دى: زنجپيل، پياز، دارچينى،لونګ، وچ سرۀ مرچ،اود غار1 ونې پاڼې د ښوون له غوړيو سره ګډوي او يوه يوه ډېره زياته خوندوره چکني ورنه جوړوي.
زنجپيل اوس مهال د خپل خاص او خوږبويه درمل په توګه په پراخه کچه د کارونې وړ دى او همدارنګه د هغه له رنګ، خوند او بوى څخه د مصالحه جاتو په جوړونه کې هم کار اخېستل کېږي.
٢_ زنجپيل په عطري صنعت کې:د زنجپيل بوټي ريزوم تېز او خوږ بويه وږم لري، نو پرهمدې توسن د عطرونو په جوړونه کې ترېنه په لويه کچه ګټنه کېږي.د زنجپيل په تشکيل کې نشايسته،اسانسونه لکه ژاولن زينجبيرون (Zingiberen) شتون لري چې، زنجپيل ته يې ځانګړى تېز بوى ورکړى دى. د زنجپيل تېز وږم له امله، له هغه څخه د بيلابېلو عطرونو په جوړونه کې کار اخېستل کېږي.
٣_ زنجپيل په درمليزاو درملنيز صنعت کې: زنجپيل د ډېرې پخوا زمانې راهيسې د اسيايي هېوادونو په خوراکي او درملي برخوکې کارول کېږي. همدا لامل دى چې، نوموړى بوټى ددې هېوادونو په دوديزطب کې په لويه کچه د کارونې وړ ؤ او لاهم دى. داسې برېښي چې، د زنجپيل درملنيز اغېز او ارزښت د هغه د ترکيبي درملو يانې جينجرولونو (Gingerols) له امله دى چې، تېز او سوځند خوند لري. هندي طبيبان پېړۍ _پېړۍ راهيسې زنجپيل د نړېوال درمل په توګه پېژني. زنجپيل د خپلې تودوونکې او فعال ساتونکې ځانګړتيادرلودنې له امله د کورنۍ روغتياساتندويه بوټي په توګه پېژندل شوى دى. زنجپيل باکتريايي او ويروسي ضد اغېز لري. پردې سربېره د خواګرځېدنې،کانګي،سړې خولې،غاښ خوږ، ستوني خوږ، سرخوږي، هډوکخوږي،سربدالۍ، والګي، ينې ناروغيو، برونشيت، ګريپ، تورې غاړې، نسناستي، تورزېړي،قبضيت، بلغم پرې کوونکى، د تنفسي سيستم، د وينې جريان، د روماتيزوم، د کولمو سرطان،د خوراکي مسموميت،د معدې او حافظې ځواکمنوونکى، وجود ته د سېک بخښونکي او نورو ګڼ شمېر ناروغيو لپاره خورا زيات ګټور او رغند او کارند درملنيز اغېز پرې لري.
د زنجپيل کيمياوي ترکيبونه
له زنجپيل څخه ترلاسه کېدونکي ترکيبونه يادهغه له تازه ريزوم (ډنډر)،ياد هغه له وچې ريښې او ياهم د هغه له ريزومونو تقطيرولو څخه لاس ته راځي.
د زنجپيل اړخيز اغېز: زنجپيل د نړۍ اکثرو بشري ټولنو د خوراک او څښاک په برخه کې يوه خورا مهمه اواړينه کارېدونکې ماده ده چې، تردا دمه دهغې کارونې په برخه کې دخطرناک اړخيزاغېز په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي او پردې سربېره زنجپيل د زيات شمېر ناروغيو په مخنيوي او درملنه کې رغند او مثبت ګټور اغېزلري.
پېنځم څپرکى
پايله
که چېرې بشري تاريخ ته ځغلند نظر وکړو، نو هڅاند او تپاند انسان تل دا هڅه کړې، ترڅو د طبيعت پټ رازونه را برسېره کړي او پرهغوى د پوهېدا وروسته ورڅخه د بشر په ژوند کې هراړخيزه ګټنه وکړي. انسان يو پلټاند موجود دى، نوپرهمدې بنسټ يې د خپل ټولنيز ژوند د ښه کېدا په موخه د طبيعت له ناخوالو، ستونزو او کړاوونو سره په ستړياوتې توګه مبارزه کړې او همېشه په دې اند ؤ، ترڅو په خپل کړاوګال ژوند کې لوى ټولنيز اوښتون راولي. د متشبث انسان د همدغو پرله پسې هلوځلو په ترڅ کې د بشر په ژوندکې ژور بدلونونه راغلل. د انسان د پرله پسې کاروزيار په پايله کې د بشري ژوند هر ډګر د ټولنيز اوښتون سره مخامخ شو چې، په دې لړ کې د ځمکې پرمخ کرهڼيز نظام منځته راغى. ځينې لرغونپېژاندي او بيولوژيکي معلومات دا خبره څرګندوي چې، لومړنۍ کرهڼه نېږدې (١٠) لس زره کاله پخوا د مصر او عراق ترمنځ په يوه برخه کې پيل شوې ده او همدا شان يوې (قُلبه) (٣٠٠٠) زره مخزېږدي کاله د مديترانې په ختيځو ساحلي سيمو کې منځته راغلې ده. لکه څرنګه چې، زموږ ګران افغانستان يو غرنى او کرهڼيز هېواد دى او د ټول هېواد (يو پر پېنځمه) برخه کرنيزو ځمکو نېولې ده، نوډېرى وګړي يې په کليو او بانډو کې په کرکيله بوخت دي او له دې لارې خپل ژوند پرمخ بيايي. سره له دې چې، زموږ هېواد يو غرنى او کرهڼيز ټاټوبى دى او د طبيعي اوبو بډايه سرچينې لري، خوبياهم د هېواد ډېرى سيمو زراعتي ځمکې او پراخې دښتې شاړې او ناښېرازه دي او زراعت مولاهم دوديزه بڼه لري. له بل پلوه اوږدې کورنۍ جګړې هم د هېواد ټول اساسي جوړښتونه او بنسټونه له منځه وړي چې،دې چارې هم د افغانستان کرهڼيز نظام وران ويجاړ کړ. د ٢٠٠١ زېږديزکال په نړۍ او په ځانګړې توګه د اسياپه زړۀ افغانستان کې د نوي اوښتون پيلامه شوه چې، ورسره جوخت په هېواد کې د انحطاط اواختناق (ځوړتيا او تربتيا) دوره پاى ته ورسېده او د افغاني ټولنې په مړۀ کالبوت کې د بياژوندون ساه په چلښت راغله. د ٢٠٠١ کال د سپټمبر١١مې نېټې له بدلون وروسته افغانستان د نړيوالې ټولنې د سياسي، اقتصادي او پوځي سيالۍ ډګر وګرځېد او نوي افغان دولت او حکومت د نړيوالې ټولنې په هراړخيزه مرسته په کار پيل وکړ چې،په دې بهيرکې دنورو هغو سربېره زراعتي سکتورهم ډېره سېکه او پياوړتيا موندلې ده. خو په دې برخه کې لاهم زيات کار ته اړتيا شته. په هېواد کې د اوسني نظام له راتګ سره په هم مهاله توګه د نړيوالې ټولنې له خوا هېواد ته د مرستو يو بهانده سېلاب راغى چې، په ترڅ کې يې د افغاني ټولنې هره برخه د اقتصادي غوړښت سره مخامخ شوه. په تېره دوولس کلنه موده کې د نورو هغو ترڅنګ د کرهڼې په برخه کې هم ډېر پرمختګونه راغلل. د هېواد کرهڼيز سيستم د بيا جوړاوي په موخه په کابل او کندهار کې زراعتي پوهنتونونه جوړ شول، د اوبو بندونه،کارېزونه، ويالې او لښتي له سره ورغېدل او په زرګونو جريبه ځمکه بېرته چمتو شوه. همدغه راز هېواد ته بېلابېل کرهڼيز توکي راوړل شول، زراعتي تخمونه وارد شول. اوسنۍ نړۍ د کمپيوټراو انټرنېټ پرمټ د يوۀ کوچني کلي بڼه ځان ته غوره کړې چې،دې چارې په نړيواله کچه د اړيکو پېرته لار پرانېستې ده، ځکه خو وايي چې، په اوسنۍ نړۍ کې سرحدونه نه شته دي. همدا د نړيوالتوب لړۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ سوداګرېزې راکړې ورکړې ته لاره هواره کړې او په لويه کچه صادرات او واردات ترسره کېږي .کرهڼيزتوکي هم په دغه بهيرکې شامل دي چې، مېوې، ترکارۍ، حبوبات، لبنيات او داسې نور دي اوځينې خو يې همدااوس_اوس زموږ هېواد ته راغلي دي. په دغو مېوو او ترکاريو کې ځمکنى توت، سرۀ املوک، د سويا لوبيا( کورخې )، جيرجير او دې ته ورته نور شامل دى. زنجپيل هغه مهم طبيعي بوټى دى چې،اوس مهال دافغاني ټولنې د خوراک او څښاک په ډېرو موردونو کې کارول کېږي. نو پرهمدې توسن مې د خپل مونوګراف ليکنې پرمهال په خوراکيز، عطري او درمليز صنعت کې د زنجپيل اغېزې او ګټې په تفصيل سره بيان کړې دي. ما د دوو دليلونو پربنسټ د زنجپيل په اړه خپل مونوګراف وليکۀ:
١_ ما په خپل مونوګراف کې تر وسه هڅه کړې، ترڅود زنجپيل طبي او سوداګريز بوټى په بشپړه توګه افغان _ پښتون ولس ته وروپېژنم او د هغه په ګټو يې خبرکړم. او له بل پلوه کروندګر دې ته وهڅوم، څو نوموړى بوټى وکري، وپالي اوله ګټو يې په خپل ژوند کې په لويه کچه برخمن شي او په ټول هېواد کې د زنجپيل،کورکمن او زعفران کرکيله د کوکنارو پرځاى د بديل کښت په توګه دود شي.
٢_ او زما دويمه موخه دا وه، ترڅو د زنجپيل په څېر د يوۀ ګټور او بختور بوټي په اړه په پښتو ژبه کې بشپړ،کره او ثقه معلومات ترلاسه اوخپارۀ شي، ځکه دا چاره به له يوۀ پلوه ولس ته د زنجپيل مثبتو ګټو په اړه پوهه ورکړي، دويم به د افغانستان زراعت علمي شي او له بل لوري به په پښتو کې د زنجپيل په اړه پوهنيزه پانګه منځته راشي چې،دا کاربه په خپل وار سره د دې ژبې د علمي بډاينې سره ژوره او هراړخيزه مرسته وکړي.
زۀ په پاى کې هيله من يم چې،د زنجپيل په څېر يوۀ ګټوراو بختور بوټي په اړه به، زما ليکل شوى مونوګراف، په کورنۍ کچه ددې بوټي په برخه کې ولسي پوهه زياته کړي اود هغه له زراعتي،طبي، صنعتي او سوداګريزو اغېزو او ګټو څخه به خپل ځانونه خبر کړي او په خپل ټولنيز ژوند کې به په لويه کچه ترېنه ګټنه وکړي.
نيمګړتياوې او وړانديزونه
زۀ غواړم چې،دخپلې لېسانس دورې په پاى کې يو شمېرهغه نيمګړتياوې او وړانديزونه مشخص اوڅرګندکړم چې،د مونوګراف ليکنې پرمهال مې د هغوى اړتيا وليده. زۀ هيله من يم چې، اوسنى او راتلونکى ځوان کهول دغه تشې د خپلو هڅو پرمټ ډکې کړي او په دغه لارکې په ستړياوتې توګه مبارزه وکړي او پر يادوو شويو موضوعګانو په مشخصه توګه خپل د لېسانس دورې مونوګرافونه وليکي.
١_ په پښتو ژبه او په ځانګړې توګه د پښتو په کتابونو، ډکشنريو او قاموسونو کې د ځينو مرغانو او بوټو نومونه په بدله او ياهم ناسمه بڼه ثبت شوي دي چې، دې چارې هغه ځوان څېړونکي له يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي،کوم چې، هغوى په دې برخه کې په څېړنه يا ژباړه بوخت دي او له بل لوري يې پښتو ژبه ګونګه او ناڅرګنده کړې ده او د دې تاريخي ژبې د پرمختيا او پراختيا لاره يې ډب کړې ده.
٢_که چېرې د پوهنتون محترم استادان د دې ستونزې د هواري په موخه خپلو محصلانو ته د کوم الوتونکي يا بوټي په اړه په مشخص ډول سره د مونوګراف ليکنې سپارښتنه وکړي، نو دا چاره به په ياده برخه کې شته ستونزې په چورلټه توګه حل او ناسم ثبت شوي نومونه به سم او تصحيح کاندي.
٣_ د پوهنتون استاد له هوکړې سره سم د محصل له خوا پريوه مشخصه موضوع د مونوګراف ليکل به نه يوازې دا چې، په ياده برخه کې کره او ثقه معلومات زيات کړي، بلکې دا کار به په پښتو ژبه کې علمي او تحقيقي ريفرنسونه او اخځونه (سرچينې) رامنځته کړي او له بل لوري به پښتو څانګيزه ( تخصصي) شي چې،داچاره به د نوموړې ژبې د ساينس او تخنيک ژبې د کېدا لړۍ لا ګړندۍ کړي او دا بهير به د هغې د بريا او سوبتيا لامل وګرځي او په پايله کې به پښتو ژبه د مړۍ او نړۍ ژبه شي اود نړۍ له پرمختللو ژبو سره به سياله شي.
پاى!
فضل وزير هيله من