
یو عالم وايي که مو له کار سره مینه لری، نږدې بریالي یی. اورنۍ لېوالتیا ته تر ډېره د بریالیتوب د اصلي کلۍ په سترګه کتل کېږي او دا واقعیت هم دی. د ډېری بریالیو کسانو د بریا راز له خپل کار سره مینه ده. ډېر کله داسې هم پېښ شوي، چې یو کس په خپل کار کې په مسلکي لحاظ مخکښ نه دی، خو د هغې لېوالتیا له مخې چې ورسره لري، د کار پر مهال هر ډول خنډونه له منځه وړي او پرمختګ کوي. تاسې به هم ډېر داسې کسان پېژنۍ چې د لېوالتیا پر اساس په پيل کړي کار کې یې له امکاناتو پرته ډېر پرمختګ کړی وي.
جرمنی الویس وبین له خپلې لېوالتیا سره د سمو زده کړو او کاروبار له برکته میلیاردر شوی دی. د سکسېس سټوريز په نوم په یوه وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې الویس د کوچنیوالي پر مهال د نورو لوبتوکو په پرتله له بادي لوبتوکو لکه کاغذپرانونو سره ډېره مینه درلوده. ده د دغه ډول توکو یو کلکسون لا جوړ کړی و. وبین د ۱۹۵۲ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۲ نېټه د جرمني په لور ساکسوني سیمه کې زېږېدلی دی.
د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د «Osnabrück» په نوم پوهنتون کې د برېښنا انجنیري ولوسته. وروسته «Braunschweig» پوهنتون ته د څېړونکي په توګه داخل شو. په دغه پوهنتون کې د کار پر مهال یې تمرکز پر شنه انرژۍ او بادي برېښنا و. د هغې لېوالتیا له مخې چې نوموړي له کوچنیوالي له بادي توکو سره درلوده، وبین ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړل. د لومړي ځل لپاره یې په ۱۹۷۵ کال کې د خپل یوه ملګري په ملتیا د بادي برېښنا یو توربین جوړ کړ. تر خپل لومړني اکتشاف ۹ کاله وروسته په ۱۹۸۴ کال کې یې د «Enercon» په نوم د بادي توربینونو د تولید کمپنۍ جوړه کړه. په لومړیو کلونو کې یې چارو چندان پرمختګ ونکړ او څو کاله یې یوازې دری کارکوونکي درلودل، خو د نوښتونو او نویو اکتشافاتو پر مټ یې وروسته کاروبار ډېر وغوړېد.
په ۱۹۹۲ کال کې یې د بادي برېښنا د یو ډول نویو توربینونو د تولید په پیل سره د شنې انرژۍ په مارکېټ کې خپل نوم نور هم لوړ کړ. په دې برخه کې د پرله پسې لاسته راوړنو له کبله نوموړي ته په ۲۰۱۲ کال کې د جرمني د مسټر واینډ یا بادي سړي لقب ورکړل شو.
د الویس وبین له لوري پیل شوی کاروبار اوس د بادي برېښنا د توربینونو د تولید پر ستره کمپنۍ بدل شوی چې په نړیواله کچه د دې برخې څلورمه ستره کمپنۍ بلل کېږي. له دې کمپنۍ سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۱۷ زره کسان پر دندو بوخت دي. الویس د ۲۰۱۲ کال په اکټوبر کې د روغتیايي ستونزو له کبله په کمپنۍ کې خپله دنده پرېښوده.
فوربس مجله د نوموړي د پانګې اوسنۍ کچه څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره بولي، چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۱ ام او په خپل هېواد جرمني کې ۳۱ ام ځای لري. ده واده کړی، څلور اولادونه لري او د جرمني په اوریش سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.