
هغه وخت په افغانستان کې کورني جنګونه وو، د هیواد په دننه او بهر کې د هیواد د وروانولو پلانونه جوړېدل دلته په افغانستان کې کله چې مجاهدین په یوه حکومت سره سلا نه شول نو طالبان راغلل په لږ وخت کې یې ټول مجاهدین څوک په قندوز ننستل څوک په نورو ولایتو.
د افغانستان په هر ګوټ کې د مجاهیدونو پیروان وو، د طالبانو لومړی کار دا وو چې له کلیو او بانډو یې وسلې ټولولې او له هغه کسانو څخه چې مخکې له نورو مجاهد مشرانو سره ولاړ وو د ملا محمد عمر په نامه بیعت اخیسته په دې ډول دوی له دې ډاډه وو چې د دوی تر شا به بغاوت نه پیدا کیږي.
دا وخت په افغانستان کې یو نظام وو چې چا سندرې نه شوای اورېدلی، تلویزیون خو والله که چا پېژانده لاه (زما همځولو) رسنیو ته دومره لاس رسی نه وو ټوله ټولنه یوازې د سوني رادیوګانو سره بلده وه.
خو که په لنډه ووایو چې په هغه وخت کې نړۍ پر مخ روانه وه خو دا وطن په شا تګ کاوه ځکه دود پالی اسلامي نظام وو دا نظام داسې نه وو چې له یوې خوا بد وو همدا نظام وو چې فساد یې کم کړ قاطعیت لاره د اسلامي شریعت حدود جاري کیدل خو د ولس ورسره دومره اړخ نه لګېده ځکه چې د افغانستان اقتصادي وضیعت په نړیواله توګه هیڅ خراب وو سره له دې چې ولس د روانې ارزانۍ په اړه خوشبین وو خو په نړیواله توګه افغانستان کوم اعتبار نه درلود.
په دې وخت کې د هیواد په شمال کې د جګړو لپاره ستر سنګرونه جوړ وو او نوم یې ورته مقاومت اېښی وو د سنګرونه ورځ په ورځ ماته خوړله مشري یې ګڼو کسانو کوله دوی له نړیوالې ټولنې په وار وار مرسته وغوښته خو چا پرې غوږ و نګراوه.
کله چې په امریکا کې په نړیوالو اقتصادي مرکزونو برید وشو او پړه یې القاعدې پر غاړه واخیسته امریکا په افغانستان یرغل وکړی او د نړیوالې ټولنې سره په مشوره او د هغوي په ملاتړیې په هیواد کې د دیموکراتیک د راوستو ژمنه وکړه.
ولس تر ډیره په سیاست پوهیده هغوی به ویل چې دا هسې یوه بهانه وه دوی غوښتل افغانستان ته راشي خو که اوس وګور رښتیا هم د امریکا موخه په افغانستان کې یوازې موخه دا وه چې له یوې خوا ځان د نړۍ د اقتصادي ستر قدرت چین څنګ ته نږدې کړي او بل په افغانستان کې د خپلو اډو په جوړولو د منځنۍ آسیا د پرتو هیوادونو سیاسی کړني له نږدې وڅاري.
امریکا په آسیا کې ډیر دښمنان لري نو له دې نه سترګې پټول لویه تېروتنه ده د امریکا راتګ افغانستان ته دې لپاره نه وو چې د افغانستان له مظلوم ولس سره دې همدردي وښیي دوی په سمه کې دخپلو راتلونکو ګټو د خوندې کولو لپاره راغلل.
د امریکا لومړنی یرغل مې ښه په یاد دی هغه وخت زه د لسو کالو وم په سیاست او جګړو مې ډیر سر نه خلاصېده خو ما مې د عمر تر ټولو سخت او ډاروونکې کلونه همغه وخت شمېرلي.
هغه کلونو چې له ګڼو وحشتناکو داستانونو ډک وو، خلکو په تېره بیا زما د پلار میلمنو به ډول ډول تحلیلونه کول د ډار او وېرې ډک ژوند مې تېرکړ هغه وخت ماشوم توب وو کله به چې د خوب ځای ته لاړم نو له ډاره ډک خوبونه به مې لېدل.
د هغې جګړې وحشت څوکاله پس مالوم شو امریکا د نړۍ تر ټولو ظالم او وحشي هیواد وو، په لومړیو وختو کې امریکا د خلکو سره ډېره خواخوږې وه د خلکو سره یې ډول ډول مرستې کولې د خلکو منځ ته به ورتلل او نږدې به یې د دوی ستونزې حل کولې خو دا هر څه یوازې یو مخکینی کمپاین وو دوی غوښتل په دې توګه د عامه خلکو نظر ته بدلون ورکړي.
وروسته وروسته امریکا د خلکو په وژلو لاس پورې کړ دوه کاله وروسته په افغانستان کې دومره وحشت شروع شو چې هیچا یې فکر نه وو کړی دې جګړه د پښتونوژنې رنګ واخیست امریکا په پټه اوښکار د دې ځپل شوي ولس وینې زبېښل پیل کړل.
پښتون به کور ویده امریکایې سرتېري به یې د خوب تر ځایه ورسیدل کڅوړه به یې ور په سر کړه او روان به یې کړل بیا هغه حالت چې په بګرام او نورو اډو کې په پښتنو کیدل د ویلو نه دي.
امریکا د افغانستان د ګټو په وړاندې ودرېده ځکه په دې پوه شوه چې که دا هیواد په خپلو پښو ودرېږي دوی به له منځه یوسي او امریکا به خپلو موخو ته و نه رسېږي.
امریکا داسې داسې خطرناکې وسلې وکارولې چې د دې هیواد نسلونه یې د ذهني او جسمي نیمګړتیاوو څخه برخمن کړل.
اوس په هره پښتنه سیمه کې پښتانه هغه پخواني جسامتونه نه لري ټول له ګڼو ستونزو سره مخ شول د دې خلکو د پرمختګ کې یې نه یوازې دا چې جګړې کولې په هغوی ورځې تیاره کړې وې داسې ځانګړې ډلې یې په دې سیمو کې وګمارلې چې دا خلک د پرمختګ څرکونه ونه ویني.
لکه هغو د هیڅ پرمختګ اجازه یې نه ورکوله آن تر دې چې د ښوونځیو د تړلو امر یې کاوه د ښوونکو او زدکوونکو په وژلو یې لاس پورې کړ.
دا جګړه دومره وحشتناکه وه چې آن ماشومان د امریکا د نوم له اورېدو ویره کوي، ځکه په هر کور یا حد اقل کلي کې یو دوه کسه ووژل شول یا د زندان تر دروازو ورسېدل.
امریکا وغوښتل په دې توګه په خلکو فشار راوړي چې د افغان دولت له پلوۍ لاس واخلي خو دې کار د امریکا په وړاندې نفرت را پیدا کړ، به ځانګړې توګه هغه وخت د ملت خواخوږي له دولت سره لا ډېره شوه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له ځینو رازونو پرده پورته کړه.
په دې هیله چې امریکا خپله ماته ومني او افغان ولس د آرام سا واخلي.
د هیواد د سوکالی او آرامۍ په هیله!!