
په دې کې شک نه شته چې ښې زده کړې غوره چاپیریال غواړي او دغه چاپیریال له مالي امکاناتو پرته نه شي رامنځته کېدای، خو داسې کسان هم شته چې له امکاناتو پرته خو د پياوړې ارادې پر مټ یې خورا لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.
په همیانۍ کې مو ډېر داسې میلیاردران در پېژندلي چې د ژوند د ناخوالو له کبله له زده کړو بې برخې شوي. هغو تر ډېره د ښوونځي یا لېسانس په دوره کې زده کړې پرې اېښې، خو نن به د داسې میلیاردر ژوند ولولی چې دوکتورا یې نیمګړې پاتې شوه.
( بروس کونوېر) په یوه روسۍ یهودي کورنۍ کې په ۱۹۴۵ کال زېږېدلی دی. پلرونه یې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له روسیې نیویارک ته تللي وو.
دوی په لومړیو کې په امریکا کې له یو لړ ستونزو سره هم مخ شول، خو د کونوېر پلار د خپلې کورنۍ د نورو غړو په پرتله ډېر محافظه کار و او یوازې خپلو وروځنیو چارو ته متوجه و.
کونوېر د کلفورنیا ایالت په فرندادو کلي کې لوی شوی چېرته چې د هغه پلار له خپلې کورنۍ سره په ۱۹۵۳ کال ولاړ.
لومړنۍ زده کړې یې په ( وان نویز) ښوونځي کې ترسره کړې. سره له دې چې په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال يې د مور ځانوژنې پر فکر ناوړه اغېز وکړ، خو دی لا هم د خپل ښوونځي په مخکښو زده کوونکو کې پاتې شو.
وروسته هاروډ پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د سیاسي اقتصاد په برخه کې زده کړې پیل کړې. په همدې پوهتنون کې د دکتورا لپاره د موضوع په اړه له ادارې سره د مخالفت او یو لړ بندیزونو له کبله یې دکتور نیمګړې پرېښوده.
له دې کبله چې دوکتورا یې نه وه بشپړه شوې، اړ شو چې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره ټکسي وچلوي.
بروس چې زده کړې یې کړې و، خو تش لاس یې دښمن و د خپل کاروبار د پیل په فکر کې شو.
ده د خپل ماسټر کارډ په بدل کې دری زره ډالره پور ترلاسه کړ او د ۴۵ زره ډالرو په ارزښت د زعفرانو یو تړون یې ترلاسه کړ، خو ژر متوجه شو چې د تړون ارزښت یې نیمايي ته راټیټېږي. دی وايي د سوداګرۍ له لومړۍ تجربې یې د رېسک د مدیریت په برخه کې ډېره څه زده کړل.
سوداګرۍ ته یې پراختیا ورکړه او په ۱۹۸۳ کال یې د (Caxton Associates) په نوم د مالي خدماتو یو بنسټ رامنځته کړ. نوموړی د ډېرو کلونو لپاره د دې کمپنۍ مشر و تر دې چې په ۲۰۱۲ کال کې دغه بنسټ د پانګونې د برخې مشر (اندریو لا) ته وسپاره.
ده په همدې کال (Caxton Alternative Management LP) په نوم یو بنسټ رامنځته کړ. دی اوس هم د دغه بنسټ مشر دی.
د فوربس مجلې د لېست له مخې بروس کونوېر اوسمهال ۴،۹ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه په نړیواله کچه ۳۰۵ او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۰۱ ام میلیاردر دی.
نوموړي واده کړی، یوازې د امریکا تابعیت لري او په نیویارک ایالت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.