
چې تور پنجاپ ته لاس په نام ولاړ دی
قاتله! ګوره دا افغان مه وژنه
دا په لمانځه دی، په قیام ولاړ دی
...........
پردي ټوپک او له پردۍ چانټې سره
د خپل ورورک په کور بیا بريد کوې
د کربلا تاريخ دې بیا کړ ژوندی
کچه خويوونه د يزيد کوې
...........
لږ دا مټکوره ککرۍ کړه سمه
نور ته دا قتل او قتال پرېږده
ددې معصومو پښتنو په کور کې
په ارامۍ پلار او عيال پرېږده
..........
د بل څه نه یې، بس یوازې ته هم
جګړه کوې، د وږي نس په خاطر
کنټرولونکی دې هم بل سړی دی
پښتانه وژنې د هوس په خاطر
.........
ته په دې خپله اوږه نه پوهېږې
ور باندې ايښی دی چا لاس قاتله!
د حيواناتو په غوجل کې اوسې
ځکه ته نه لرې حواس قاتله!
............
د زړګي سره ډزې مه کوه ته!
دې خواته ګوره پښتانه پراته دي
لکچې سترګې دې ړندې دي اشنا
او تور ګردونه دې په زړه پراته دي
...........
دا خلک ټول مسلمانان دي ګوره
دا خلک ټول د سترګو تور دي زما
دا اولادونه ټول د یوه پلار جان دي
دا زېږدلي له یوې مور دي زما
............
په دې وژنو ته باتور نه ښکارې
ستا دا وحشي شکل دې اور واخلي
وایه چې څومره به دردمن شې خپله
که درنه څوک د سترګو تور واخلي
..........
چې مينه، مينه محبت خور کړي
داسې زلمي غواړم، وطنه تاته
چې هر ځای غږ وي، د رباب او سيتار
په مخه ښه وایم، کفنه تاته
..........
ستا په لمن به ارام خوب و کړم
که دا داړونکي او ليوان ورک شي
هغه وخت شونې ده چې سوله راشي
که له یوه لبه پاکستان ورک شي
........
ملګرو، درد ته مو درمان غواړمه
زه یو سمسور افغانستان غواړمه
درته اسلام غواړم، ايمان غواړمه
او تاسې ټول معصوم لاسونه جګ کړئ
په یوه غږ باندې دا ووایې چې،
تبا، برباد نور پاکستان غواړمه
ذبیح الله ايمان