انټي هیرلین؛  تر ټولو شتمن فنلنډی

 
انټي هیرلین د فنلډ تر ټولو شتمن کس دی. ده ته کاروبار له خپل نیکه څخه پاتې دی. نیکه یې په ۱۹۲۴ زېږدیز کال کې د «KONE» په نوم یوه کمپنۍ وپېرله. دا کمپنۍ په لومړنیو وختونو کې د یوې بلې کمپنۍ فرعي څانګه وه، چې له بهر څخه به یې فنلډ ته لېفټونه وارودول. وروسته یې په ۱۹۱۷ کال کې چې یوازې ۵۰ تنه کارکوونکي یې درلودل په فنلډ کې لومړی لېفټ نصب کړ.
وروسته تر  دې چې دا کمپنۍ یې د انټي نېکه وپېرله پلار یې هم له کمپنۍ سره یو ځای او د تخنیکي لارښوود په توګه وټاکل شو. په ۱۹۳۹ کال کې یې پلار د کمپنۍ شو او په ۱۹۵۷ کال کې کمپنۍ خپله لومړنۍ بهرنۍ څانګه په سویډن کې پرانیستله.
تر دویمې نړیوال جګړې وروسته د فنلنډ حکومت له کمپنۍ غوښتنه وکړه چې د جګړې د غرامت په توګه چې باید شوروي اتحاد ته ورکړل شوی د لېفټونو او جرثیقلونو له لارې مرسته وکړي. دغه کار کمپنۍ مجبوره کړه چې خپلې وړتیاوې لوړې او تولیداتو ته دقت وکړي.
کمپنۍ په ۱۹۵۰ کال کې یو نوی ګروپ معرفي کړ چې اوتوماتیکې دروازې او د هایدرولیک لېفټونه یې تولیدول.
دغه کمپنۍ چې اوسمهال د نړۍ په شاوخوا ۵۰ هېوادونو کې ۴۳ زره کارکوونکي لري، انټي هیلرین یې مشري کوي. کونې کمپنۍ اوسمهال په نړیواله کچه د لېفټونو او اوتوماتیکو دروازو د تولید مشهوره کمپنۍ ده.
له انټي سره د هغه د وروڼو اختلاف رامنځته شو او هغوی فکر کاوه چې دی د کمپنۍ د ټولو ونډو د ترلاسه کولو په لټه کې دی. د دوی ترمنځ دعوه په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې وروسته له دې حل شوه چې د کمپنۍ پر وېش یې هوکړه وکړه.
د هوکړې له مخې په کونې کمپنۍ کې د پام وړ انډې انټي ته ورسېدې او دریو نورو وروڼو ته یې په کارګوټیګ کمپنۍ کې ونډه ورکړل شوه چې له کونې کمپنۍ بېله شوې څانګه ده.
انټي تر ۲۰۰۶ کال پورې د کمپنۍ د اجرایوي مشر په توګه دنده ترسره کړه او وروسته یې استعفا وکړه. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د انټي هېرلین اوسمهال دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نوملړ کې ۴۶۴ ام او په خپل هېواد فنلنډ کې لومړی ستر شتمن دی.
نوموړی واده کړی، څلور اولادونه لري او د فنلنډ په کیرکونومي سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.