کورکمن د هغه کرنه، روزنه او ګټې

 
لومړى څپرکى
دکورکمن پېژندنه: کورکمن د زنجبيل(سونډ) نبات له کورنۍ سره اړوند وښيز( علفي ) او څوکلن باربوټى۱ دى چې له (٥٠ _١٠٠) سانتي مترو پورې لوړيږي. کورکمن غټ او ډډ ريزوم ( ٢ Rhizome) لري چې له هغه څخه بياڅوهوايي ډنډرونه ( ساقې) ټوکېږي. نوموړي بوټي ته په پښتوکې ( کورکمن )، په دري کې ( زردچوبه )، په  هندي کې ( هلدي )،په عربي کې (عروق الصفر يا حشيشه الصفرا) او په انګلېسي کې (Turmeric) ويل کېږي چې علمي نوم يې (Curcuma longa)دى. همدارنګه کورکمن ته  هندي زعفران (Indian Saffron) هم ويل کېږي. کورکمن له اره د تودو سيمو بوټى دى چې پلرنى ټاټوبى يې دلوى افغانستان د(پېښور،کوهاټ اوبنو) سيمې او د هندوچين پراخ هېوادونه دي. دا بوټى د لوى افغانستان په سوېل ختيځوسيمو، د هند په ختيځو او د چين په سوېلي سيمو کې زرغونيږي او پردې سربېره د سوېلي اسياپه زياتره هېوادونولکه: ( سريلانکا، بنګله دېش، بوتان، مالديپ ) کې کرل او روزل کېږي. همدا شان په ماليزيه،اندونيزيه،افريقه او سوېلي امريکه کې هم کرل او پالل کېږي. پردې سربېره د سوېلي او سوېل ختيځې اسيا په ځنګلونو کې په خپلسري او وحشي توګه هم  ټوکېږي او وده کوي.
ريزوم (Rhizome): ځينې هغه بوټي چې ترځمکلاندې ډنډر(ساقه) لري، نود هغوى ډنډر ته ريزوم (rhizome) ويل کېږي او هغه بوټي چې حاصل يې په جرړو کې وي، هغوى ته (Earthnut) نباتات  ويل کېږي چې کورکمن هم له همدې ډول څخه دى.
دکورکمن شاليد: دا خبره کره او ښکاره ده چې انسان يو تلوسمن او پلټنګر موجود دى چې له آدمه تردې دمه،تل دخپل ټولنيز ژوندون د تکامل په موخه په خورا ستړياوتې مبارزه بوخت دى او د لټون دا تلوسمنه لړۍ به ترهغو ګړندۍ روانه وي، ترڅو چې ژوند په دې نړۍ او پينۍ وي. بشرد ځمکې پرمخ له خپل پنځون سره جوخت د خپل ټولنيز ژوندون د ښه کېدا، بشپړتيا او بسياکېدا په موخه په کوټلې توګه هلې ځلې کړې او تل په دې اند او هاند کې ؤ او دى چې د طبيعت پټ رازونه برسيره کړي او له هغوى نه  ګټنه وکړي. لکه څرنګه چې زموږ د بحث سکالو د کورکمن شاليد ( تاريخچه ) ده، نو تاريخ شاهد دى چې د کورکمن بوټى (٦٠٠٠) زره مخزېږدي کلونو کې پيدا شوى دى .د سانسکرېټ ژبې په ليکنوکې د کورکمن يادؤنه شوې او له ډېر پخوا مهاله راهيسې په ايوريک او يوناني طب کې کارول کېږي. فېلپيني تورپوستو وګړو به د کورکمن بوټي له نوي او تازه ريزوم څخه د خوسا بوى شنډونې،د پړسوب درملنې، د وينې پرنډتيااو د ژوري چيچنې ټپونو د رغاوي په برخه کې ګټنه کوله. په هغه پېر کې به يې کورکمن د يوډول ځايي غوړيو سره ګډاوۀ او يو خېل ځانګړى ملهم به يې ترې جوړاوۀ چې د پوټکي اړوند ناروغيو او ټپونو لپاره به ډېر زيات ګټور ؤ. هغه مهال د جلدي تڼاکو يو ډول  ناروغي خپره شوې وه چې وبايي بڼه يې درلوده او په ډېرې چټکۍ سره به خپرېده. تورپوستو وګړو به د کورکمن له پوډرو يو خېل پسته خميره جوړوله او بيابه يې پرټول بدن  موښله، ترڅو د تڼاکو نښې او ټپونه ژرترژره ورغيږي. دغه شان په لرغوني زمانه کې به هندي ښځمنو د کورکمن له مادې نه د خپلو مخونو او شونډو په پاسنۍ برخه کې د ټوکېدلو زياتي ويښتانو د پټونې په موخه  ګټنه کوله . کورکمن په پخوا وختونو کې د خپل ارزښت،لګښت او پراخې کارونې له پلوه او پردې سربېره د خپل ښايسته، برېښانده او ځلانده رنګ لامله د لېرې ختيځ په هېوادونو کې د وريښمين او مالوچين ټوکرانو په رنګولو کې په لويه کچه کارول کېدو. نوموړى ژېړ ځلانده رنګ د کورکمن په ريزوم ( ډنډر ) کې د کورکومين (Curcumin) مادې د شتون له کبله دى .
د کورکمن بوټى د لومړي ځل لپاره په ١٨١٠ زېږدي کال کې وپېژندل شو او د( ډوبي _ Daube ) نومي کس له خوا په ١٨٧٠زېږدي کال د هغه ترکيبي برخې بېلې کړى شوې. د کورکمن جوړښت د لومړي ځل لپاره په ١٩١٠ زېږدي کال د ( Milobedzka ) نومي تن او د نوموړي ملګرو له خوا وپېژندل شو. لامپ (Lampe  ) په لومړي ځل په ١٩١٨ کال کې د کورکومين ماده سنتېز۱ کړه او سرېنيواسان ( Srinivasan ) يوبل کس هم په دې وبريالېد چې په ١٩٥٣زېږدي کال کې د کروماتوګرافي پرمټ د کورکمن اډانيزه برخې بېلې کړي.
دکورکمن ډولونه: کورکمن ټولټال (٤٠) څلوېښت ډولونه لري چې د هغوى له يوشمېر څخه د خوراکونو، عطرونو، رنګونو او ياهم د نشايسته پوډرو په جوړاوي کې ګټنه کېږي. خوترټولو مهم ډول يې د لونګاکورکمن ( Curcuma Longa) دى چې خورا زيات اقتصادي اهميت او ارزښت لري.
 
د کورکمن مهم ډولونه په لاندې توګه دي:
 
١_ د اماډا کورکمن          1_Curcuma amada
٢_ د انګوسټي فوليه کورکمن            2_Curcuma angustifolia
٣_ د اروماټيکه کورکمن    3_Curcuma aromatica
٤_ د زېډواريه کورکمن      4_Curcuma zedoaria
د کورکمن ريزومي ډنډر(ساقه):ډنډر(ساقه) ديوۀ نبات هغه ډېره مهمه او عمده برخه ده چې پر ريښې د پاسه واقع وي او بره خوا وده کوي. ډنډر د نبات ريښې او ګلان سره نښلوي او پردې سربېره هغه کاني توکي او اوبه چې له ځمکې څخه د ريښې پرمټ جذبيږي، د ډنډر په وسيله پاڼو ته لېږدول کېږي. خو د معمول خلاف د کورکمن بوټى ترځمکلاندې څښېدونکى ډنډر(ريزوم) لري چې د ژېړ نارنجي رنګ درلودونکى دى. د کورکمن بوټى د کرکيلې له پلوه تودې او لمدې هوا، اوبو او پستې خاورې ته اړتيا لري. کورکمن ترځمکلاندې څښېدونکي ډنډر يا وړو ريزومي ټوټو پرمټ وده کوي او ډېريږي.دکورکمن بوټي ځمکلاندې څښېدونکي ډنډرونه د زنجبيل بوټي ترځمکلاندې ډنډرونو په پرتله غټ،ګرد،ځيږاوکلک دي.دکورکمن بوټي  ترځمکلاندې ريزوم په ډېرو برخو منګول _ منګول وېشل شوى وي چې همدا د نوموړي بوټي اصلي حاصل دى.
دکورکمن ريښه: ريښه د نبات يوه مهمه او عمده برخه ده چې په خاورو يا اوبو کې وده کوي. لکه څرنګه چې د نباتانو څانګې بيديا په هوا کې وده کوي، ريښې يې په خاورو کې وده کوي. خو ددې پرخلاف د کورکمن بوټى ريښه نه لري، بلکې د هغه ځمکلاندې څښېدونکى ريزومي ډنډر د ريښې دنده ترسره کوي. البته د يادؤنې وړ ده چې د کورکمن ترځمکلاندې ريزومي ډنډر يو ډول تاروزمه ريښې لري چې هغوى د ځمکې لاندې نه د ساقې لپاره اوبه او نور خوراکي توکي جذبوي.
د کورکمن پاڼې: د نباتاتو پاڼې زرغون رنګ لري چې هغوى په نبات کې د ډېر اهميت او ارزښت  وړ دي. پاڼه په يوۀ نبات کې د خوړو جوړونې فابريکه ده چې د لمروړانګو په مرسته يې چمتو کوي. په پاڼو کې کوچني سوري دي چې د هغوى پرمټ بوټي ساه اخلي. د نباتاتو پاڼې بېلابېل شکلونه او جوړښتونه لري. د کورکمن پاڼې په ډله ييزه توګه له شپږو نه ترلسو پورې د ريزومونو څخه را ټوکېږي او د (٥٠ _١٠٠ ) سانتي مترو پورې لوړيږي. د کورکمن پاڼې د اصلې پاڼې د اوږدوالي په اندازه لکيور ښاخګوټي لري او د پاڼو پلنوالى يې د پلنې او څوکه لرونکې نيزې په څېردى. همدارنګه د پاڼو بېخ سټه پلنه ده چې د يوې ګردې کړۍ په څېر د کورکمن ډنډر ټينګ په غېږکې  نيسي.دکورکمن پاڼې پاک،سوتره،روڼ او زرغون رنګ لري چې د پاڼو رګونه يې ښکاره او درګړ( برجسته) دي.
دکورکمن ګل: ګل د نبات يو جز يايوه برخه ده چې ډول _ډول رنګونه،بويونه او شکلونه لري. همدا شان د نبات ګل، مېوې او دانې منځته راوړي. پردې سربېره له ګلانو څخه د عطرونو په جوړاوي کې ګټنه کېږي. د کورکمن بوټي ښکلى ګل له پاڼو پرته د کاذب او لنډکي ډنډر د ښکتنۍ برخې پرمخ ټوکېږي. د کورکمن ښايسته ګل يو شمېر مخروطي وزمه پاڼوګۍ ( Bracteoles ) لري چې ترټولو ښکتنۍ هغه يې خپل کرنيز دوران پرمهال ځان ته زرغون _ سپين بخن رنګ غوره کوي. په داسې حال کې چې پاسنۍ پاڼوګۍ يې د لونګ ګل په  څېررنګ لري. د کورکمن ګلان روڼ ژېړ رنګ لري او د هغوى په منځ کې يو پلن ژېړ داغ  شته دى. د کورکمن او زنجبيل بوټو ترمنځ بنسټيز توپير دادى چې د کورکمن ګل دوې بېرغ وزمه ګلپاڼې لري، په داسې حال کې چې د زنجبيل ګل يوازې يوه ګلپاڼه لري.
دکورکمن مېوه:دکورکمن بوټي مېوه دزنجبيل بوټي مېوې په څېرکپسولي ( پوښي _ غلافي ) بڼه لري چې ډېره لږ او په نوياته ( نادره ) توګه سره تشکيليږي.
د کورکمن رنګ: د کورکمن بوټى ژېړ نارنجي وزمه رنګ لري چې د رنګ جوړونې په صنعت کې ترېنه په لويه کچه ګټنه کېږي. نوموړى ژېړ برېښنانده او ځلانده رنګ د کورکمن په ډنډر( ريزوم ) کې د کورکومين ( Curcumin ) مادې د شتون لامله دى.
د کورکمن خوند او بوى: د کورکمن ژرنده شوي واړۀ  پوډر مشخص او څرګند خوند او بوى لري. د کورکمن پوډر د ګڼ شمېر درملو او ترخو مصالحه جاتو په جوړاوي کې کاريږي، خو زياتره د مصالحه جاتو په جوړونه کې ترېنه ګټنه کېږي چې بيا په خپلوار په ورځنيو خوراکونو کې په کثرت سره کارول کېږي.
 
دويم څپرکى
 
د کورکمن تخم: لکه څرنګه چې په طبيعت کې هربوټى او نبات دخپل ژوند د بقا او پايښت لپاره خاورې، اوبواو هوا ته اړتيا لري،په ورته توګه تخم  ته هم اړمن دى. کورکمن هغه بوټى دى چې د خپلې ښې ودې، پرمختيااو پراختياپه موخه پستې خاورې،ډېرې اوبو، تودې او لمدې هوا او تخم ته اړينه اړتيا او اړمنتيا( احتياج ) لري.
 
د کورکمن تخم (Seed) درې ډوله دى:
١_ د کورکمن سرونه
٢_ د کورکمن منګول (پنجه)
٣_ د کورکمن چيچړه
په لومړي کال د کورکمن د کرنې پرمهال د نوموړي بوټي سرونه کرل کېږي. کله چې د کال په پاى کې د کورکمن حاصل واخېستل شي، نو سرونه يې په منګول (پنجه) بدل شوي وي. په دويم کال بياد سرونو پرځاى منګول کرل کېږي. د کورکمن  سرونو په  پرتله د منګول کرل ښه او ګټوردي،ځکه منګول د کورکمن اغېزمن او غوره تخم دى. په درېيم کال د کورکمن منګول په چيچړه بدليږي او چيچړه بيادکرنې وړتيا نه لري، ځکه چيچړه د کورکمن تخم ورسته شوې برخه ده چې کرهڼيز زور او ځواک  يې له منځه ځي او د بياکرنې جوګه نه وي، خوخپل خوراکي او اقتصادي اهميت او ارزښت ساتي او د مصالحه جاتو په جوړاوي کې ترېنه ګټنه کېږي.
 
د کورکمن کرنې پروسه
د نړۍ په هغو سيمو کې چې د کورکمن بوټى کرل او روزل کېږي، ښايي د هغه د کرنې وختونه به د موسمي او اقليمي حالت سره سم له يوبل سره توپير لري. خو د لوى افغانستان د پښتونخوا ايالت د پېښور،کوهاټ او بنو په سيمو کې د ( تلې او لړم ) په مياشتوکې کرل کېږي. د کورکمن بوټي دکرنې په موخه بايد يوشمېر پړاوونه ووهل  شي. لکه څرنګه چې کورکمن په مني کې کرل کېږي، نو لومړى بايد د نوموړي بوټي لپاره ځانګړې شوې کرونده په ښه او ژوره توګه يوې ( شدياره ) کړى شي. البته د کروندې ځمکه بايد څوځله واړول شي، ترڅوله يوې خوا يې بېکاره بوټي وسوځي او له منځه ولاړ شي او له بل پلوه يې خاوره زياته او پسته شي. په دويم پړاو کې بايد پټى په بشپړ ډول سره ورته هوار شي، ترڅو کرنې ته جوګه وګرځي. کرنه بايد د پټي له سور(عرض) نه پيل او په ټاکل شويو ليکوکې ترسره شي. په درېيم پړاو کې بايد د هرې ليکې ترمنځ (٨٠_١٠٠) سانتي مترو پورې واټن وي. همدارنګه بايد د ليکو پرمخ د کورکمن تخم ( ريزوم ) ترمنځ (٦٠_٨٠ ) سانتي مترو پورې فاصله وي، خو په پښتونخوا کې ياده فاصله يوه لوېشت ورته ټاکل شوې ده. د کورکمن تخم ( ريزوم ) د
(١٠_١٥) سانتي مترو په ژورتيا سره کرل کېږي. د کورکمن د کرنې په بهير کې بايد ګڼ شمېر کسان ګډون وکړي، ځکه چې نوموړى کار په يوازې توګه ډېر ستونزمن دى. همدا ډول د کورکمن کرنې لپاره بايد سرونه او منګولې غورچاڼ شي او ترټولو ښه او  وړ ريزومونه ورته غوره شي چې (٤_٥) سانتي متره اوږدۀ وي. ډېرى خلک د کورکمن په پټي کې غنم هم کري، ترڅو له يوۀ پټي نه دوه حاصله واخلي، خو د غنمو لو پرمهال له کورکمن سره  ډېر پام کوي، ترڅو کورکمن بوټي ته زيان وانه وړي . د کورکمن بوټى تودې او لمدې هوا ته اړمن دى چې نوموړى بوټى په ښه ډول سره  په کې وده  کوي. پردې سربېره د کورکمن لپاره د ټاکل شوې کروندې ځمکه بايد نرمه او پسته وي، ترڅو د کورکمن ريزومونه په ښه او غوره توګه د زرغونتيااوټوکېدا لړۍ سرته ورسوي. د کورکمن تخم يارزيمونه دوې اونۍ وروسته زرغونيږي چې داد نوموړي بوټي د کرهڼيز ژوندون پيلامه ده.
 
د کورکمن اوبه خور نظام
لکه څرنګه چې کورکمن څوکلن بوټى دى،نوطبيعي خبره ده چې نوموړى بوټى د خپل کرهڼيزځمکني ژوند په بهير کې په لويه کچه اوبو،روزنې او پالنې ته اړتيا لري. لکه څنګه چې مې مخکې  ورته نغوته وکړه، کورکمن له معمول سره سم د مني په فصل کې کرل کېږي او طبيعي ده چې د کال دا موسم د پسرلي او دوبي پر انډول سوړ وي، نو د کورکمن کروندې اړوند پټي ته په مياشت کې ايله يوځل اوبه ورکول کېږي او د هوا په تودېدا سره د اوبه خور بهيرهم ډېريږي او په مياشت کې دوه ځله اوبه ورکول کېږي. خوکله چې د دوبي فصل رادې بره شي او د هوا د تودوخې درجه مثبت ( ٣٥_٤٥) سانتي ګراډ ته ورسيږي، نو بيا په اونۍ کې يو وار اوبه ورکول کېږي. که چېرې د کورکمن کروندې ته اوبه په داسې توګه ورکړل شي چې په پټي کې ډنډ شي، نو دا به غوره چاره وي، ځکه په دې ډول سره به د کروندې ځمکه تر ډېره مهاله لمده، خېشته او د اوبو زيم به د کورکمن په تاند ساتنه کې خپل اغېزمن رول ولوبوي.  
د مضره بوټو رېبنه او د ګنګخړ پټ ماتونه
څرګنده ده چې کورکمن څو کلن بوټى دى او وچ يو يا دوه کاله د کروندې ځمکه  تر خپل نيواک لاندې ساتي،نو پرهمدې يوه يا څوکلنه  موده کې کروندګر اړ دى چې د کورکمن کروندې ته  جدي پاملرنه وکړي. د کورکمن کرونده د خپل ځمکني ژوند پرمهال د بېکاره اومضره بوټو څوځلي للون او د ګنګخړ پټ ماتونې ته اړتيا لري. د کرهڼيزې تيورۍ پر بنسټ په کرونده کې د مضره بوټو شتون د اصلي بوټي د ودې او پرمختيا مخنيوى کوي او د کروندې په خاوره کې ګټور خوراکي توکي خوري او د اصلي بوټي کرهڼيزه وده اوغوړېدا ځنډنۍ او ټکنۍ کوي. له بل پلوه د کال په بهير کې پرله پسې بارانونه او سېلابونه ګنګخړ اوبه  د کورکمن پر کروندې وربهوي چې دا چاره د کروندې پټي پرمخ يو ټينګ او کلک د خړو خاورو پټ جوړوي. که له يوه پلوه خړې اوبه کرهڼې ته ګټه لري او د غرونو او رغونو ګټورکاني توکي کروندو ته راوړي، خو له بل پلوه د ګنګخړ اوبه د کروندې خاوره کلکوي او دا کار بيا د کروندې لپاره زيانمنوونکى دى. نوپرهمدې توسن پورتني دوه ياد شوي واقعيتونه  په  خپله اډانه کې د کورکمن کروندې ته خورا دروند زيان رسوي. نوځکه بايد دکال په اوږدو کې څوځله د ګنګخړ پټونه  مات او خاوره يې په کرهڼيزو وزلو( وسيلو) سره نرمه او پسته شي، ترڅو د کورکمن بوټى  په کمساري او بې ساري توګه وده، پرمختيا او پراختيا وکاندي.
 
د کورکمن کروندې ته د حيواني او کيمياوي سرې ورکونه
د کورکمن کروندې ته هم د نورو کرهڼيزو کروندو په څېر دوه ډوله سره ورکول کېږي چې دا دوه خېل سره يوه حيواني سره او بله هم کيمياوي سره ده.
١_ حيواني سره: کله چې د کورکمن بوټى کرل کېږي، نو ورسره جوخت حيواني سره هم  ورکول کېږي. حيواني سره د کورکمن په ګړندي اَوزين (نشوونما) کې اوڅاره ونډه لري. د کورسره ټول هغه عضوي توکي لري چې کيمياوي سره يې لري، نو پرهمدې توسن حيواني سره د کروندې ځمکه په بشپړه توګه د کورکمن لپاره چمتو کوي، ترڅو چټک اَوزين وکړي او خپلې کرهڼيزې ودې ته په روغه اوسالمه توګه پرمخيون ورکړي.
٢_ کيمياوي سره: لکه څرنګه چې کيمياوي سره دوه ډوله ( توره سره او سپينه سره) ده، نو هغه هم د کورکمن کروندې ته په ټاکلو وختونوکې ورکول کېږي. لومړى کله  چې کورکمن کرل کېږي،نو توره او سپينه کيمياوي سره له يوبل سره ګډيږي او بياد کورکمن اتېون  کښت ته ورکول کېږي او دويم پلا د پسرلي په موسم کې يوازې سپينه کيمياوي سره د کورکمن کروندې ته ورکول کېږي چې په هرځل د سرې ورکونې سره د کورکمن کروندې ته اوبه هم ورکول کېږي او له دې سره د کورکمن فصل په چټکيوني توګه وده او پرمختيا کوي.
دکورکمن د لوبهير
لکه څرنګه چې هره کرهڼيزه کرونده په پاى کې پخيږي او د لو پړاو ته رسيږي، په  ورته توګه د کورکمن کرونده هم د پاڼرېژ (مني ) په  موسم کې پخيږي او بايد د لو لړۍ  يې ګړندۍ پيل شي. د کورکمن بوټى هغه مهال د پخېدا پړاو ته رسيږي چې کله د کورکمن بوټي پاڼې ژېړې او مړاوې شي. نودا هغه مهال دى چې بايد دکورکمن فصل واخېستل شي.دکورکمن حاصل په ډله ييز ډول سره اخېستل کېږي. يوه ډله وګړي د کورکمن کروندې ته ورځي،د بوټي پاڼې او ډنډرونه د لور پرمټ رېبي او په ګوښه ځاى کې يې ږدي. په دويم ټپال کې د يوم او چارۍ پرمټ د فصل اړونې لړۍ پيلوي. يوم  يا چارۍ په يوه ټاکلې اندازه د کورکمن بوټي بېخ ته په ژوره توګه دننه کوي او يو لوى (کرچ۱) اړوي او په هغه کې د کورکمن ريزوم موجود وي چې دا د کورکمن اصلي حاصل دى. د کورکمن اړونې پرمهال بايد د هغه منګول (پنجو) ته ډېر پام وشي، ترڅو بې ځايه  ماته او ژوبله نه شي، ځکه منګول د بيا کر په موخه ساتل کېږي. د کورکمن ټول حاصل بايد د لمدو خټو او خاورو څخه پاک او سوتره شي او په يوۀ ګوښه ځاى کې خوندي او ډېرۍ شي، ترڅو د خرڅلاو په موخه بازار ته  چمتو وګرځي.
 
درېيم څپرکى
د پي اېچ (PH) پېژندنه
او
د کورکمن  پي اېچ (PH)
١_ لغوي تعريف : د پي اېچ (PH) کيمياوي او زراعتي اصطلاح له دوو کلمو (Potential) او (Hydrogen) څخه ترکيب شوې ده او په  لاندې ډول سره ليکل او لوستل کېږي:)   ( The litters PH stand for potential of hydrogen! چې پښتو ژباړه او معنايې (د هيدروجن پټه وړتيا او ځواکمنتيا) ده.
٢_ اصطلاحي تعريف :
١_ پي اېچ  (pH) يولوګارېتمي واحد دى چې د توکو تېزابي،القلي او شنډه (خنثى) کچه معلوموي. زياتره (اوبژواکي۱) ژوي د (٥ تر٩) pH په چاپېريال کې ژوندي پاتېږي.
٢_ په يوۀ محلول کې پي اېچ (pH) دفعال هيدروجن د ايون٢ غلظت د لوګارېتم منفي (١٠) درجې سره برابر دى.
٣_پي اېچ (pH) يوهغه معياردى چې په يوۀ محلول کې دهيدروجن دايون ګاټتيا(غلظت) د معلومونې او ښودنې لپاره کاريږي او له (١ تر١٤) پورې درجه بندي کېږي. که چېرې د يوۀ محلول پي اېچ (pH) د (X) عدد وټاکل شي، نو دا په دې معنا ده چې په محلول کې د هيدروجن د ايون ګاټتيا(غلظت) د هغه عدد منفي (١٠) سره برابره ده چې دا په خپله يو ډېرکوچنى دى او د لېټر په واحد کې پلټل او څېړل کېږي.
که د يوۀ محلول پي اېچ (pH) له (١تر٧) عدد پورې وي، هغه تېزابي ځانګړتيا لري اوکه يې پي اېچ (pH) له (٧ تر١٤) عدد پورې وي،هغه بياالقلي ځانګړتيا لري او که د محلول پي اېچ (pH) وچ د(٧) عدد سره برابر وي، نو په دې صورت کې هغه شنډ(خنثى) بلل کېږي.
٢_ دپي اېچ (pH) شاليد:دنولسمې زېږدي  پېړۍ په  وروستيو کې د کيمياوي صنايعو صنعتګرانو او د کيمياوي توکو د توليد فابريکو خاوندانو لپاره د هيدروجن د ايون ګاټتيا(غلظت) د پلټنې او څېړنې اهميت او ارزښت څرګند شو. د مثال په توګه د هيدروجن د ايون ګاټتياد کيمياوي توکو د ترکيب او تجزيې د تعامل بهير په اوږدوکې او همدارنګه د تعامل په پايله کې د ترلاسه شويو توکو پرفعاليت اغېز کوي او اړينه ده چې د هيدروجن د ايون غلظت په دايمي ډول سره وپلټل او وڅېړل شي. له بلې خوا لکه څرنګه چې د هيدروجن د ايون غلظت يوډېرکوچنى عدد دى او له هغه سره کارکول،ډېره ستونزمنه چاره  ده،نوپرهمدې توسن يو ډنمارکي عالم او بيوشيميپوه (بيوشيمېسټ) سورن پېټر لاورېټس سورن سېن د لومړي ځل لپاره د پي اېچ (pH) په نوم د کچ يو واحد رامنځته کړ.
٣_ د پي اېچ (pH) درجه بندي: لکه څرنګه چې پي اېچ (pH) د صنعت په بېلابېلو برخوکې ځانګړى لګښت لري،نو پرهمدې توسن د هغه دا ځانګړتيا په زراعت کې ډېره د اهميت وړده او د خاورې (pH) د بوټي پر وده او پرمختيا اغېزلري. نوځکه هغه له (١_١٤) پورې درجه بندي کېږي.  
٤_ د خاورې پي اېچ (pH): خاوره بايد وړ او مناسب پي اېچ (pH) ولري، هريو بوټى د (pH) يوه وړاو ځانګړې اډانه لري چې که چېرې د خاورې (pH) لږ ياډېر وي، نو د بوټي وده او پرمختيا له ستونزې سره مخامخيږي. د خاورې (pH) په مختلفو صنعتونو کې خپل خاص لګښت لري او په کرهڼه کې دا ځانګړنه ډېر زيات اهميت او ارزښت لري. د خاورې (pH) د بوټي په وده او پرمختيا مستقيم او نامستقيم اغېز لري. د خاورې (pH) ترټولو مهمه دنده په خاوره کې د خوراکي عنصرونو د حلاليت کنټرولول دي. ياپه بله وينا د خوراکي عنصرونو د جذبولو وړتيا ترډېره بريده د خاورې له (pH) سره تړاو لري.
٥_ دخاورې (٣) درې ډوله پي اېچ (pH):
١_ تېزابي   pH
٢_ القــلي   pH
٣_ شـــنـــډ  pH
١_  تېزابي (pH): که چېرې د خاورې (pH) له (١_٧) پورې وي، هغه تېزابي خاوره ده.
٢_ القلي    (pH): که د خاورې (pH) له (٧_١٤) پورې وي، هغه القلي خاوره ده.
٣_ شــنډ   (pH): اوکه د خاورې (pH) وچ د(٧) عددسره برابروي،نوهغه بياشنډه (خنثى) خاوره ده.
دکورکمن پي اېچ (PH)
په نړۍ کې ټول نباتات د خپلې ودې او پرمختيا لپاره د خاورې پي اېچ (pH) په اډانه کې يوۀ کره او ثابت چاپېريال ته اړتيا لري چې د هغه په چوکاټ کې بوټي په ښه او غوره توګه وده کوي. کورکمن هغه ګټور بوټى دى چې انسانان په ټولنيز ژوند کې په لويه کچه ترېنه ګټنه کوي. کورکمن د نورو بوټو په څېرد خپلې کرنيزې ودې او پرمختيا په موخه وړ او ځانګړي کرهڼيز چاپېريال لکه ( خاورې، اوبو، سرې او پي اېچ (pH) ) ته اړتيا لري. د کورکمن خاورې مشخص پي اېچ (pH) (٥.٧_ ٥.٤) پورې دى چې دا تېزابي خاوره ده او د نوموړي بوټي د کرنيزې ودې، پرمختيا او پراختيا لپاره وړاو مناسبه ده.







څلورم څپرکى
 
١_ د کورکمن اومه پلورنه: کله چې د کورکمن فصل د لو بهير پاى ته ورسيږي او د نوموړي بوټي ترځمکې لاندې ټول حاصل واخېستل شي، نو په بل پړاو کې د کورکمن حاصل په بوجيو کې اچول کېږي او بازار ته د پلور په موخه استول کېږي چې هلته د کورکمن منډوي په ټاکل شوي ځاى کې خوندي او ډېرۍ کېږي.
٢_ د کورکمن اومه پېرودنه: د کورکمن منډوي سهارمهال پرانېستل کېږي او د کورکمن  زيات شمېر سوداګرپه کې را ټوليږي او د کورکمن حاصل هريوۀ ډېرۍ ته ورځي او څه د بولۍ پرمټ او څه هم د پلورونکي او پېرودونکي ترمنځ د هوکړې  پرمټ کورکمن پېرودل کېږي اود لېږد په موخه يې اړين اقدامات او اجراآت ترسره کېږي.
٣_ د کورکمن د پخلي پيلامه: کله چې د کورکمن سوداګرد نوموړي بوټي حاصل وپېري،نو بيايې د پخلي بهير پيليږي. کورکمن يوځل بياپه بوجيوکې اچوي او دګاډي په واسطه يې ټاکل شوي ځاى ته لېږدوي او په بل ټپال کې يې د پخلي په موخه عملي اقدام کېږي.
٤_ دکورکمن پخونې په موخه ځاى ټاکنه: د کورکمن پخلى په خپله اډانه کې يوه پېچلې او چيچلې لړۍ ده. کورکمن د لوى افغانستان د پېښور، کوهاټ او بنو په  سيمو کې په دوديزډول سره پخيږي. دکورکمن پخلي لپاره د کورکلي او چم ګاونډ څخه په لېرې واټن کې تش او وچ ډاګ يا بېديا ټاکل کېږي، ترڅو هلته د کورکمن د انسان او حيوان د شراو ضرر څخه خوندي او دکورکمن د پخلي لړۍ بريالۍ او ګړندۍ سرته ورسيږي.
٥_ دکورکمن پخلي ګرواستوګنځى: کله چې د کورکمن پخلي په موخه ځاى وټاکل شي، نو دکورکمن پخلي ګر د خپل استوګنځي د چمتو کونې لپاره اقدام کوي. د پخلي ګرو شمېر د معمول سره سم (٣) درې تنه وي. هغوى د خپل استوګنځي لپاره په  ټاکل شوي ځاى کې يوه کېږدۍ دروي چې ياده خېمه د لنډ مهاله کورګي بڼه لري. په کېږدۍ کې درې کټونه، بسترې او د ژوند نور اړين توکي ځاى پرځاى کوي اوپه دې توګه د کورکمن د پخلي په ترڅ کې لومړنۍ تياريانې چمتو کېږي.
٦_ دکورکمن دوديز پخلى: لکه څرنګه چې کورکمن د لوى افغانستان په پېښور، کوهاټ او بنو او يو شمېر نورو سيمو کې کرل کېږي، نو په نوموړو سيمو کې د کورکمن پخلى دوديزه بڼه لري، ځکه نوموړو سيمو په کرهڼيز ډګرکې لادومره پرمختګ نه دى کړى چې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو له زراعتي پرمختګونو سره سيالي وکړي. نو همدا لامل دى چې په يادو سيمو کې د کورکمن پخونه دوديزه بڼه لري.
٧_ د کورکمن پخلي لپاره اړين توکي:
١_ کرړى ( دېګوزمه ) لوښى او د هغه جوړښت: کرړى د کورکمن پخلي لپاره هغه دېګوزمه دوديز لوښى دى چې دکلک،ټينګ او اوسپنيز چدن څخه جوړيږي او قُطر يې يو يايونيم متره وي. دکرړي څنډې دکرړي له سطحې څخه له (٤٠_٥٠ ) سانتي مترو پورې لوړې وي. ددې لپاره چې کرړى ښه ټينګ او کلک شي، نو د هغه پرڅټ د جمع علامې په بڼه دوې اوږدې پلنې اوسپنې له يو سرنه تربل سره پورې وېلډينګوي. دکرړي په دوو څنډو کې يو بل ته مخامخ دوه کوچني لاستي هم جوړوي،ترڅو د هغوى پرمټ کرړى له يوځاى نه بل ځاى ته په اسانۍ سره ولېږدول شي. البته کرړى بېلابېل کوچني او لوى ډولونه لري،خو معمول کرړى هغه دى چې پاس معرفي شو. ياد کرړى د پخلي په موخه په يو وخت کې ( ٨_١٠) پورې د لاندۀ کورکمن ډکې بوجۍ په  خپله خېټه کې ځايولى شي.
٢_ ډولک ( دکورکمن دوديزه ژرنده) د هغه جوړښت او ډولونه:
١_ لاسي ډولک: ډولک د وچ کورکمن د سپينونې او وړونې دوديزه ژرنده ده چې نوموړې لړۍ د کورکمن د پخېدا او وچېدا وروسته ترسره کېږي. ډولک کابو(١) متر اوږد دى چې يوسر او بل سرته پېنځه ضلعي استوانه يي شکل لري. د ډولک د دواړو پېنځو ضلعو هره زاويه د مقابلې زاويې سره د يوۀ مستطيل بڼه لري چې دا مستطيل د يوۀ چوکاټ په څېر دى.د مستطيل وزمه چوکاټ څلور خواوې لرګينې وي او په  منځ کې يې اوسپنيزې جالۍ نښلول شوې وي. ډولک ورته پېنځه چوکاټونه  لري او په يوۀ چوکاټ کې يې ور(دروازه) جوړ وي، کولپ او زولپۍ لري چې نوموړى چوکاټ د دروازې  په څېر بند او پرانېستل کېږي. له همدې لارې ډولک ته وچ کورکمن ورننه ايستل کېږي. د ډولک ښۍ خوا ته د پېنځه ضلعي په منځ کې د پخواني مهال د لويو ګاډو د هنډل (Handle) يا د مات صليب په څېر لاستى لري. پردې سربېره ډولک د څلوربول په څېرڅلور پښې هم لري چې يادې پښې ډولک نېغ او اوچت دروي. د ډولک مخکېنيو او وروستنيو پښو په پاسنۍ خواوو کې د ډولک د تم کېدا په موخه قلاب وزمه ځايونه لري چې د ډولک د پېنځه ضلعي را وتلې برخې په کې نښلول کېږي. کله چې ډولک ته وچ کورکمن دننه کړى شي،بيانو يوکس مخامخ ډولک ته  وردريږي اود ښي لاس په زور د ډولک لاستى نيسي، هغه تاووي او په حرکت يې راولي چې په پايله کې ډولک پرخپل محور چورلي او وچ کورکمن د پېنځه ضلعي جالينو چوکاټونو په منځ کې پرله پسې تاويږي،له يوې نه بلې ته او له بلې نه ورپسې بلې ته غورځيږي، خاورې، دوړې، وچې  پخې او نري پوټکي يې له جالۍ ګانو لاندې توييږي او کورکمن پاکېږي، سپينيږي او ژېړيږي چې په پاى کې بشپړ ژېړ نارنجي رنګ خپلوي او پازوال (مسؤول) کس ډولک دروي، ور يې پرانيزي، پاک او چاڼ شوى کورکمن ترېنه راباسي.
٢_ برېښنايي ډولک: لکه څرنګه چې مې مخکې نغوته ورته وکړه، ډولک د کورکمن دوديزه ژرنده ده، نود وخت په تېرېدا سره انساني ټولنه د علم او ټکنالوژۍ  پرمټ پرمختګ کوي او بشر تل په دې هڅه او هاند کې دى،ترڅو د ځمکې په کُره کې له شته طبيعي شونتياوو څخه د خپل ټولنيز ژوندون د ښه کېدا لپاره ګټنه  وکړي. د بشر په لاس د برېښناله کشف وروسته په انساني ژوندکې يو هراړخيز اوښتون (انقلاب) راغى او برېښنا د ټولنيز ژوند يوه مهمه او اړينه اړتيا وګرځېده او په  هره برخه کې ترېنه ګټنه کېږي. برېښنايي ډولک کټ مټ د لاسي ډولک په څېردى، خو د هغوى ترمنځ توپير دادى چې برېښنايي ډولک برقي ډينامو(Dynamo) لري اود هغې پرمټ څرخېږي او دکورکمن د سپينونې او ژېړونې دنده ترسره کوي.  
٣_ د کورکمن ځانګړې چارۍ او د هغې جوړښت: کورکمن يوې ځانګړې چارۍ ته اړتيا لري چې د هغې په واسطه په کرړي کې کورکمن اړول کېږي، کټ مټ لکه د دېګ څمڅه چې کتغ پرې اړول کېږي. د کورکمن چارۍ (٤٠) سانتي متره اوږده او (٣٠) سانتي متره پلنه ده. کلک اوږد لاستى لري چې د چارۍ په شاتنۍ سورۍ  برخه کې ټينګ ورپوې نښلول شوى وي. د چارۍ سطحه ګڼ شمېرکوچني _کوچني سوري لري چې د سوريو قُطرونه يې (١) سانتي متره وي. کله چې د چارۍ پرمټ د کرړي نه  پوخ شوى کورکمن واخېستل شي،نو له کورکمن سره اخېستل شوې اوبه له همدغو سوريو نه بېرته کرړي ته توييږي او پوخ کورکمن لاسي رېړۍ ته اچول کېږي او ټاکل شوي ځاى ته لېږدول کېږي.
٤_ دکورکمن ځانګړې جالۍ او د هغې جوړښت:  لکه څرنګه چې له کرړي څخه د پوخ کورکمن د اخېستنې لپاره ځانګړې چارۍ  شته، نو همدا شان يوه ځانګړې جالۍ هم شته چې د هغې پرمټ له کرړي څخه پوخ کورکمن اخېستل کېږي. دااوسپنيزه  جالۍ ده چې کابو يومترمربع بڼه لري. په څلورو ګوټونو کې يې لنډکي پړي ورتړلي  وي، ترڅو د کارونې پرمهال دوه کسان د هغې دواړه لنډکي پړي په  ښي او کيڼ لاس کې ونيسي  او ويې کاروي.کله چې کورکمن پوخ شي او له کرړي نه يې د اخېستو لړۍ پيل شي، لومړۍ د هغې خاصې چارۍ په واسطه پوخ کورکمن له کرړي اخلي او رېړۍ ته يې اچوي،خوکله چې کورکمن ښه لږ شي او نور د چارۍ خولې ته نه برابريږي، نو بياد هغې ځانګړې جالۍ پرمټ په کرړي کې لږ ډېر پاتې کورکمن د اخېستوپه موخه ياده جالۍ کاروي،دوه کسان د کرړي په يوۀ سرکې دريږي،جالۍ په لاسوکې نيسي اود کرړي له لرسرنه يې برسرته را کاږي او هغه پاتې کورکمن د کرړي له تل نه راټولوي او اوبه د جالۍ له سوريو نه بېرته کرړي ته توييږي چې په دې توګه پاتې کورکمن هم له کرړي نه راايستل کېږي او ايسته سپين ډګر ته وړل کېږي.
٥_ د کورکمن لاسي رېړۍ (کراچۍ): پوخ کورکمن له کرړي څخه ترميداني ډاګ پورې د لاسي رېړۍ په واسطه لېږدول کېږي. لاسي رېړۍ ساده جوړښت لري چې موږ په ورځني ژوند کې ترې کار اخلو. يوه ډانچه،دوه لاستي،دوې پښې او يو ټاير لري چې يوتن يې په لاستو کې نيسي او وړاندې يې بيايي.
٦_ د کورکمن د پخلي بهير:د کورکمن پخلي ګر کسان د استوګنې کېږدۍ (٥٠_١٠٠) مترو په واټن کې يو لوى نغرى کېندي. د نغري چاپېره ژۍ د خښتو پرمټ ښې کلکوي او بياکرړى ورباندې ږدي. کرړي ته په يو وار ( ٨_١٠) پورې د اومه کورکمن بوجۍ ورخالي کوي. بياد ټينونو يا واټرپمپ په واسطه ډېرې اوبه کرړي ته ورتويوي،ترهغو چې کرړى ترژۍ پورې ډک شي. په بل ټپال کې غټ او کوچني لرګي د کرړي لاندې په نغري کې ځاى پرځاى کوي او لمبور اور ورپسې بلوي. د اور تودوخې له امله څه اوبه په پړاس بدليږي اوڅه اوبه کورکمن جذبوي. يو کس چټ وپټ د چارۍ په  واسطه په کرړي کې کورکمن اړوي را اړوي، بيا_ بيا اوبه وراچوي، ترهغو چې کورکمن په بشپړه توګه وخوټيږي، اوبه وچې او پوخ شي. په همدې پړاو کې د کورکمن پخلي ګر کسان راځي،يو د چارۍ پرمټ پوخ کورکمن له کرړي اخلي او رېړۍ ته  يې وراچوي او بل کس پوخ کورکمن ټاکل شوي ځاى ته لېږدوي او دا لړۍ د ټول کورکمن تر لېږد پورې دوام کوي. کله چې کورکمن سوړ شي، نو پخلي ګر پوخ کورکمن د لمر تودوخې ته هواروي،ترڅو چې هغه په بشپړه توګه وچ  او د ډولک وهنې لپاره چمتو شي.
٧_ د کورکمن د ډولک ( ژرندې ) بهير: د لوى افغانستان د پښتونخوا ايالت ډېرزيات تود دى، نوځکه خو د پېښور،کوهاټ،بنو او هغه سيمې چې کورکمن په کې کرل کېږي، هم تودې دي. کله چې کورکمن پوخ او لمر ته ويړ کړى شي، په دوه_درې ورځو کې په بشپړه توګه وچيږي.کله چې کورکمن وچ شي، نو بياد ډولک ژرندې پړاو پيليږي. په دغه مرحله کې پازوال کس وچ کورکمن يوې بوجۍ ته اچوي اوډکه هغه ډولک ته ورتشوي او ور(دروازه)  ورپسې بندوي او د ډولک لاستي ته  لاس غځوي او د کورکمن ډولکي ژرنده په څرخېدا او فعاليت راځي. د کورکمن خاورې، دوړې، پخې او وچ پوټکي د ډولک له جاليو بهر توييږي. خيرن او خچن کورکمن  پاکېږي، سپينيږي  او په پاى کې په بشپړه توګه په ژېړ نارنجي رنګ اوړي او بدليږي. په وروستني  پړاو کې پاک شوى کورکمن له ډولک نه راباسي او بوجۍ ترېنه ډکوي او د خرڅلاو په موخه بازارته استول کېږي. په پاى کې په لوړه بيه پلورل او پېرودل کېږي او د بېلابېلو مصنوعاتو په توليدکې ترېنه ګټنه کېږي.
 
پېنځم څپرکى
 
دکورکمن دکارونې وړبرخې:کورکمن يوهغه بوټى دى چې د خپلې بې سارې او کمسارې روغتيايي ځانګړتيادرلودلو له کبله د يوې ګټورې خوراکي مادې په توګه پېژندل شوى او په دوديز ډول سره په  خوراکيز،رنګيز او درمليز صنعت کې په لويه کچه کارول کېږي.  
١_ کورکمن په خوراکيز صنعت کې: تاريخ شاهد دى چې کورکمن او دارچينى د خورا لرغوني پېر څخه د انساني ټولنو له خوا په بېلابېلو خوراکونوکې د يوۀ  مهم  توکي په توګه کارول کېږي.کورکمن د خپل ځانګړي او منلي خوند او رنګ په لرلو سره د مختلفو خوراکونو په جوړاوي کې د ګټنې او کارونې وړ دى. کورکمن اوس مهال د خپل خاص او خوږبويه درمل په توګه په پراخه کچه د کارونې وړ دى او همدارنګه د هغه له رنګ څخه د مصالحه جاتو په جوړونه کې کار اخېستل کېږي. همدا شان د کورکمن ماده د لبنياتو په بېلابېلو ډولونو لکه ( کوچو،څښوبي،ډېسر( Desser )، چکني،اچار او ايس کريمونو او داسې نورو خوراکونو کې کارول کېږي.) کورکمن د خپل اغېزمن او ګټوراهميت اوارزښت له کبله په کثرت سره په خوراکي توکو کې د کارونې وړ دى.
٢_ کورکمن په رنګيز صنعت کې: د کورکمن په ريزوم کې د کورکومين مادې شتون هغه ته ژېړځلانده رنګ ورکړى دى. د کورکمن ژېړ او ژېړنارنجي رنګ څخه د ورېښمين او مالوچين ټوکرانو،څرمنو او کاغذونو په رنګونه کې په پراخه کچه کار اخېستل کېږي. دغه رازدکورکمن ژېړ رنګ له نورو رنګونوسره دکيمياوي ترکيب په پايله کې نور رنګونه منځته راځي چې له هغوى څخه په بېلابېلو مصنوعاتو او منسوجاتو کې ګټنه کېږي.
٣_ کورکمن په درمليز صنعت کې: کورکمن د ډېرو پخوا زمانو راهيسې د اسيايي هېوادونو په خوراکي او درملي برخوکې کارول کېږي. همدا لامل دى چې نوموړى بوټى ددې هېوادونو په دوديزطب کې په لويه کچه د کارونې وړ ؤ او لاهم دى. په دې  وروستيوڅولسيزو کې د کورکمن ريزوم په اړه ډېرې زياتې پلټنې اوڅېړنې ترسره  شوې دي. ددې پلټنو اوڅېړنو نتيجه ښيي چې د کورکمن په ريزوم کې د مختلفو ترکيبونو او په ځانګړې توګه د کورکومين درمليزې مادې شتون ګڼ شمېر ګټورې فارماکولوژيکي اغېزې لري. نوپرهمدې توسن د دوديز طب سربېره په اوسني طب کې هم د کورکمن د کورکومين درمليزې مادې څخه د فارماکولوژۍ په برخه کې د مختلفو درملو د جوړونې په موخه ګټنه کېږي چې د نوموړې مادې نه جوړ درمل د بېلابېلو ناروغيو په درملنه کې ډېرګټوراغېز لري.
 
دوديز طب او کورکمن
دډېرې پخوازمانې راهيسې داسيايي هېوادونو په خوراکي اودرملي ډګرکې کارول کېږي چې ورسره جوخت د دوديزطب خورا مهمه اواړينه برخه هم جوړوي. کورکمن د ډېرلرغوني پېرڅخه را په دې خواد هند په دوديزطب ( ايوروېډا۱) کې د اوڅار اهميت او ارزښت  نه برخمن دى. د ايوروېډا په طب کې له (٧٠٠) ډولونو څخه زيات د بوټو درمل معرفي شوي چې بېلابېل درمل او خوراکي توکي لري اود روغتياد ځواکمنتيااو پياوړتيالامل ګرځي. دا طب د خوشحاله او سوکاله ژوند کولو او تېرولو په  موخه هراړخيزه او ژوره پوهه لري. د دې طب پلويان کورکمن د انټي بيوټيک،دهاضمې لپاره دمرستندويه عامل،دکولمو پاکونې او تثبيتونې،د وينې چاڼونې او وينې جوړونې د بنسټيز لامل  په  توګه پېژني. همدارنګه د(٣،٥) ګرامه کورکمن کارونه د ينې بند رګونه پرانيزي،داستسقاء (پرنډتيا) اوزېړي ناروغيودرملنه کوي.د نيم ګرام وريت شوي کورکمن  ژوول د غاښونو درد کراروي. دغه راز د کورکمن پوډر درد، پړسوب کموي او هغه  وچوي. پردې سربېره د کورکمن او الکولو ګډ اړوب ( لېټۍ) د زخم د شړېدا مخنيوى کوي او هغه په بشپړه توګه وچوي. کله چې دکورکمن  پوډرد وجود پر خوږمنه او دردمنه برخه  وموښل شي، نو هماغه برخه کراروي او پړسوب يې ورکوي.د کورکمن په زياته کچه کارونه  د زړۀ  لپاره  زيان لري. نو په دې صورت کې بايد د ليمو اوبه او چکوتره  وخوړل شي،ترڅو اړخيز اغېز يې لېرې شي. په همدې توګه کورکمن تنده هم ماتوي. په دوديز طب کې د کورکمن کارونې کچه (٧) ګرامه پورې ده. کورکمن په زيات شمېر هېوادونو کې ددوديز دارو درمل په توګه کارول کېږي. ددې بوټي د ريزوم  پوډر د ګڼ شمېر ناروغيو په درملنه کې کارول کېږي. د مثال په توګه د کورکمن پوډر د بدن دردونه، پړسوبونه، پربدن سپين داغونه، نس ناستي، پرله پسې تبې، د کولمو، ينې، معدې او هاضمې ګډوډۍ او اختلالات، د ښځو مياشتېني عادت او جلدي ناروغيو لپاره ډېر اغېزمن او ګټور دي.
 
کيمياوي ترکيبونه
کورکومين د (ډي فروليل ميټان) کورکمن د ريزوم يوه  خورا مهمه او ګټوره ماده ده چې کيمياوي نوم يې (Difeouloylmethane) اوکيمياوي ترکيب يې ( C12  H20 O6 ) دى. د کورکمن په ريزوم کې د کورکومين سربېره نور ګڼ شمېرکيمياوي ترکيبونه لکه : خاص غوړي،زېنجبيرون،الفااوبېټاتورمرين هم شته اوهمداشان نورتوکي لکه: ارابينوز،فروکتوز،ګلوکوز او نشايسته هم په کې شتون لري. د کورکمن ريزوم (٣) بنسټيزې کيمياوي برخې لري:
١_ کورکومين _ Curcumin
٢_ ډېمتوکسي کورکومين _ Demethoxy  Curcumin
٣_ بېس ډېمتوکسي کورکومين _‌Bisdemethoxy Curcumin دي. دا پورتني ترکيبونه په ټوله کې (کورکومينويډونه) نوميږي او د مېټوکسي په ډله کې د اروماټيک کړۍ پرمخ له يوبل سره توپيرلري. د کورکمن په  ريزوم کې د شته درې کورکومېنويډونو څخه کورکومين ترټولو زيات دى.درې واړه کورکومينويډونه ژېړ رنګ لري چې په هغوى کې د کورکومين رنګ تر نورو هغو وړ دى.
 
اوسنى طب اوکورکمن
دا کره او ښکاره  ده چې کورکمن يو ډېر مهم او ارزښتمن طبي بوټى دى چې له شاوخوا (٥٠٠٠)  زرو کلونو راهيسې د نړۍ او په ځانګړې توګه د اسيايي هېوادونو په کلتور کې د يوۀ ګټورنبات په ډول کاريږي. کورکمن پېړۍ _ پېړۍ په دوديز طب کې يو ډېرمهم اواړين ځاى لري چې دزيات شمېر ناروغيو لپاره ددرمليزاودرملنيز بوټي په توګه پېژندل اوکارول کېږي. نوځکه خو په ټولنيز ډګرکې د ډېراهميت اوارزښت وړدى. کورکمن په معاصرطب کې هم دګڼ شمېروژونکو ناروغيو د درملنې په موخه د يوۀ اغېزمن او ګټور درمل په توګه کارول کېږي او پردې سربېره د زياتو ناروغيو مخنيوى هم کوي. نو همدا لامل دى چې اوسني طب هم د کورکمن روغتيايي اهميت او ارزښت منلى او په لويه کچه په دې برخه کې د کارونې وړدى.
د کورکمن درمليز او درملنيز اغېز:
١_ د سرطان ضد اغېز: ګڼ شمېر طبي پلټنو او څېړنو ښودلې ده چې د ځينوخوراکي توکو او د درمليزه بوټو کارونه کولاى شي چې د سرطاني ژونکو(حجرو) د پرمختيا او پراختيا مخنيوى وکړي. روغتيايي راپورونه ددې خبرې پخلى کوي او وايي،په هغو هېوادونوکې دکولمو سرطان ناروغي لږ ده چې هلته د کورکمن کارونه زياته ده. په  زياتو طبي ليکنو کې ويل شوي چې د کورکومين ماده د مسموميت، پړسوب او سرطان ناروغۍ ضد ده. د کورکمن ضد ځانګړتيا ځکه د اهميت وړ ده چې کورکمن د يوې اضافي مادې په  توګه  په خوراک کې کارول کېږي او ددې مادې په زياته کچه کارونه د سرطاني ژونکو مخنيوى کوي او له بل لوري روغو ژونکو ته زيان نه رسوي. طبي څېړنې ددې خبرې سپيناوى کوي چې د کورکومين ماده د پښتورګو او د ښځو رَحِم ( زيلانځ ) او پروستات سرطان ناروغيو مخنيوى کوي.
٢_ د ينې ساتندويه اغېز: طبي څېړنې ښيي چې د کورکمن کارونه ينه ( ځيګر) د بېلابېلو زهري او سمي توکو لکه: ټټراکلورايډکاربن، ګلاکتوزامين، پېنټوباربېټال، ستامينوفين،ټيواسټامېډ اوافلاتوکسين پر وړاندې ساتي. همدارنګه کورکمن د انسان په تريخي کې شته ترکيبونه لکه: کولېسټرول، صفراوي مالګې او بيلي روبين توليدوي او هم يې په خپله له منځه وړي.
٣_ د پړسوب  ضداغېز: په کورکمن کې د کورکومين مادې او خاصو غوړو شتون ډېرپياوړى د پړسوب ضد اغېز لري. څېړنې وايي چې د پړسوب پر وړاندې د کورکمن خوړل په لنډمهال کې د هايډروکورتيزون او فونيل بوتازون درملو سره يوخېل درمليز اغېز لري، خو په اوږدمهال کې يې د نوموړو درملوپه پرتله اغېز لږ دى. خو ترټولو مهم لا په کې دادي چې د پړسوب پروړاندې دکورکمن کارونه هېڅډول اړخيزاغېز نه لري.  
٤_د هاضمې ګډوډۍ ضداغېز: کورکمن په دوديز طب کې د خېټې د يوۀ بادايستونکي درمل په توګه پېژندل شوى دى.په هرخوراک کې دکورکمن کارونه د ډوډۍ له هضم پروسې سره مرسته کوي او هم د معدې پړسوب کموي. کورکمن تريخى تحريکوي او توليد يې ډېروي چې په پايله کې د وجود غوړ هضميږي او دا چاره دډوډۍ له هضم سره هراړخيزه مرسته کوي، نوځکه هغه کسان چې د معدې ګډوډۍ او اختلالات لري او له ډوډۍ خوړلو وروسته د ستړيا او يا د معدې پړسوب احساسوي، نود کورکمن کارونه ورته سپارښت شوې ده. د اوسني طب څېړنې ښودلې چې د کورکمن زوښه (عصاره ) د معدې اسيد د توليد مخنيوى کوي. همدارنګه دهيسټامين،اينډومېټاسين،رزرپين، مرکاپين،مېټانول،اسيدکلورايډريک،هايډروکسايډ سوډيم اوکلورايډ سوډيم د معدې زيانمنېدا مخه نيسي. هغه کسان چې د هاضمې ګډوډۍ لري، که چېرې په ورځ کې (٥٠٠) ميلي ګرامه د کورکمن پوډر وکاروي، نود هغوى د هاضمې سيستم به روغ او جوړ شي. همداراز د کورکمن اړوند درمل د خېټې او وجود بندونودردونه کموي او ويل شوي چې کورکمن د انسان په وجود کې هليکوباکټريا د ودې او پرمختيا مخه نيسي.
٥_ زړۀ او رګونه: طبي څېړنو څرګنده کړې ده چې د کورکمن کارونه د انسان په بدن کې د وينې لوړې کچې کولېسټرول او ټراى ګلېسرايډ کموي. همدا شان کورکمن د رګونوپه موريو کې د پلاکټونو۱د غونډېدا مخنيوى کوي او پلاکټونه داټرواسکلروز پلاک په جوړاوي کې بنسټيز رول لري چې دا کار د زړۀ او رګونو ناروغيو د رامنځته کېدا مخنيوى کوي.
٦_ د الزايمر ضد اغېز: الزايمرهغه  ناروغي  ده چې انسان ته د زړښت پرمهال پيدا کېږي. په دې ناروغۍ اخته کس خپله حافظه له  لاسه ورکوي او کابو لېونى کېږي او په پاى کې په ډېر دردوونکي حالت کې مري. د امريکې پخوانى ولسمشر اود افغان ولس قاتل  رونالډ رېګن او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظيربوټو مور نصرت  بوټو هم د الزايمر په  ناروغۍ اخته وو چې په پاى کې يې دواړه لېوني په خاورو ډوب کړل. هند هغه يوازينى هېواد دى چې د الزايمر په  ناروغۍ د اخته وګړو کچه يې لږ ده. د الزايمر ناروغانو په ماغزو کې د پروټين بېټاامېلويډ٢ ټولېدنه، د ژونکې د لا زيانمنېدا لامليږي. نو د کورکومين ماده نه  يوازې په ماغزو کې د پروټين بېټاامېلويډ ټولېدنه له منځه وړي،بلکې زيانمنه ژونکه هم رغوي. سره له دې چې په هندکې د بېوزلۍکچه لوړه ده او په ولس کې يې زياتې ناروغۍ خپرې دي، خوبياهم هلته په بوډاګانو کې د الزايمر ناروغي يو سلنه ده. حال دا چې دا شمېر په امريکه کې لس سلنه دى. لکه څرنګه چې په کورکمن کې دکورکومين پياوړې مادې شتون د سرطاني ژونکو په درملنه کې مهم رول لري،نوهمدا ماده د الزايمر ناروغۍ په درملنه کې هم ډېرمهم او اغېزمن نقش لوبوي.
٧_ د روماتيزوم ضد اغېز: په هډوکو کې پړسوبي زيانونه دردونه منځته راوړي چې په پايله کې د روماتيزوم ناروغي ورځنې جوړيږي. کورکمن د هډوکو روماتيزوم، په رګونو کې د غوړو ټينګښت او د شريانونو کلکېدا مخه نيسي. د تنفسي سيستم ( ککړتيا او سموميت نه د سږو ) ساتنه کوي، د وينو کولېسټرول کموي، د ښځو مياشتېنى عادت منظموي او د رَحِم ( زېلانځ ) تومورونه له منځه وړي. په ښځو کې د مياشتېني عادت دردونه له منځه وړي، د زېړي او پوستکي سرطان مخنيوى کوي، د وينې بهير اسان او تصفيه کوي، د تريخي کاڼي له منځه وړي او د نويو هغوى نه مخنيوى کوي، د ويروسونو او باکترياګانو ضد دى او په ميندو کې د شيدو توليد زياتوي او د ليدکمزورتيا رفعه کوي او د زکام، ټوخي او بې اشتهايۍ لپاره هم ډېر ګټوراواغېزمن دى. طبي څېړنې وايي چې په ورځ کې (١٢٠٠) ميلي ګرامه د کورکومين کارونه د بندونو د هډوکو دردونه  رغوي او په پاى کې د روماتيزوم ناروغۍ بشپړه درملنه کېږي.
٨_ د شکرې ضداغېز:ګڼ شمېرطبي پلټنې او څېړنې وايي چې کورکمن د وينې لوړګلوکوزو او کولېسټرولو په کمولوکې ډېرمهم اغېزلري. دکورکومين ګټوره ماده د وينې غوړ په بې ساري ډول سره کموي او په دې توګه د وينې غوړ له منځه وړي. همدا رنګه کورکمن په ينه کې د ګلوکوزو د توليد مخنيوى کوي. د کورکمن پورتنۍ مثبتې اغېزې ددې لاملېږي،ترڅونوموړى بوټى او په هغه کې شته د کورکومين ماده د شکرې ناروغۍ په درملنه کې اغېزمنه ثابته شي.
٩_ دکورکمن ساتندويه نظام۱:طبي پلټنې او څېړنې څرګندوي چې پريوشمېر ناروغيولکه : سرطان، روماتيزوم، الزايمر، د وينې ګلوکوزو او کولېسټرولو د کورکمن اغېز له اره پرساتندويه سيستم ددې مادې د اغېز لامل دى.
١٠_ د کورکمن اړخيز اغېز: کورکمن د نړۍ اکثرو ټولنو د خوراک اوڅښاک په برخه کې يوه خورا مهمه او اړينه ماده ده چې تردادمه دهغې کارونې په برخه کې د خطرناک اړخيزاغېز په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي او پردې سربېره کورکمن د زيات شمېر ناروغيو په مخنيوي او درملنه کې رغند او مثبت اغېزلري.




شپږم څپرکى
 
هولي د رنګونو جشن: هولي د هندوانو يو دوديز کلتوري جشن دى چې هرکال په ټول هندکې په يوۀ ټاکلي موسم او ټاکلې ورځ لمانځل کېږي. هولي له اره د رنګونو جشن دى چې په دغه کلتوري مېله کې ټول هندي ولس ( نر، ښځې، ځوانان او کوچنيان) په پراخه کچه ګډون کوي. په دغه ورځ هندوان خپل کورونه او بدنونه پاک او صفا کوي، نوې جامې اغوندي چې ډېرى يې سپين رنګ لري. د کور کلي او چم ګاونډ ټول خلک په يوۀ غوره شوي ځاى کې را ټوليږي او د هولي جشن لمانځنه کوي. د هرسړي، ښځې، ځوان او پېغلې په لاس کې د بېلابېلو رنګونو لکه : ژېړ، سور، زرغون، شين، ګلابي، تور، نارنجي اوداسې نور... پوډرو ډکې شکرۍ وي. هغوى د هولي جشن پرمهال نڅا او ګډا کوي او په ورته حال کې د رنګونو ډکو شکريو څخه په موټي کې پوډر اخلي او يود بل مخونه اوکالي پرې لړي اورنګوي. دهولي په دوديزجشن کې ترټولوزيات کارېدونکي رنګونه ژېړ او نارنجي رنګونه دي چې نوموړي دواړه رنګونه د کورکمن  بوټي نه  لاس ته راځي. کورکمن په هندي کلتور کې ښاغلى او منلى ځاى لري چې ان د هغه هېواد په ځينو ايالتونو کې د مذهبي سپېڅلتيا په بڼه هم ورته کتل کېږي. ساري د هند، بنګله دېش او د سوېلي اسيا يو شمېر هېوادونو ښځينه جامې دي چې په هغو ټولنو کې ډېر منلى لباس ګڼل کېږي. هندي، بنګالي او داسې نورې ... مېرمنې ډېرى هغه سارياني خوښوي چې ژېړ يا نارنجي رنګ لري، ځکه ژېړ رنګ د هغوى د خوښې وړ رنګ دى. ژېړرنګ په ودونو او نورو مذهبي دودونو کې کارول کېږي. همدارنګه بودايي دين په  چين، نيپال، تايلنډ، تبت، برما او يوشمېر نورو هېوادونو کې د اکثريت دين دى. بودايي راهبان د مسلمانانو د حج احرام  په څېر جامي اغوندي چې په چورلټه  ژېړرنګ لري او نوموړي ژېړ رنګونه ډېرى د کورکمن څخه ترلاسه کېږي. نو پرهمدې بنسټ کورکمن او ژېړرنګ يې هم  په  بودايي مذهب کې سپېڅلى نوم  او مقام لري.
 
پايله
 
که چېرې بشري تاريخ  ته  ځغلند نظر وکړو، نو هڅاند او تپاند انسان تل دا هڅه کړې، ترڅو د طبيعت  پټ  رازونه  را برسېره کړي او پر هغوى د پوهېدا وروسته  ورڅخه د بشر په ژوند کې هراړخيزه ګټنه  وکړي. انسان يو پلټاند موجود دى، نوپرهمدې بنسټ يې د خپل ټولنيز ژوند د ښه کېدا په موخه د طبيعت له ناخوالو، ستونزو او کړاوونو سره په ستړياوتې توګه مبارزه کړې اوهمېشه په دې اند ؤ، ترڅو په خپل کړاوګال  ژوند کې لوى ټولنيز اوښتون راولي. د متشبث انسان د همدغو پرله پسې هلوځلو په ترڅ کې د بشر په ژوندکې ژور بدلونونه راغلل. د انسان د پرله پسې کاروزيار په پايله کې د بشري ژوند هر ډګر د ټولنيز اوښتون سره مخامخ شو چې په دې لړ کې د ځمکې پرمخ کرهڼيز نظام منځته راغى. ځينې لرغونپېژاندي او بيولوژيکي معلومات دا خبره څرګندوي چې لومړنۍ کرهڼه نېږدې (١٠) لس زره کاله پخوا د مصر او عراق ترمنځ په يوه برخه کې پيل شوې ده او همدا شان يوې (قُلبه) (٣٠٠٠) زره مخزېږدي کاله د مديترانې په ختيځو ساحلي سيمو کې منځته راغلې ده. لکه څرنګه چې زموږ ګران افغانستان يو غرنى او کرهڼيز هېواد دى او د ټول هېواد ( يو پر پېنځمه ) برخه کرنيزو ځمکو نېولې ده، نوډېرى وګړي يې په کليو او بانډو کې په کرکيله بوخت دي او له دې لارې خپل  ژوند پرمخ بيايي. سره له دې چې زموږ هېواد يو غرنى او کرهڼيز ټاټوبى دى او د طبيعي اوبو بډايه سرچينې لري،خوبياهم د هېواد ډېرى سيمو زراعتي ځمکې او پراخې دښتې شاړې او ناښېرازه دي او زراعت مولاهم دوديزه بڼه لري. له بل پلوه اوږدې کورنۍ جګړې هم د هېواد ټول اساسي جوړښتونه او بنسټونه له منځه وړي چې دې چارې هم د افغانستان کرهڼيز نظام وران ويجاړ کړ. د ٢٠٠١ زېږديزکال په نړۍ او په ځانګړې توګه د اسياپه زړۀ افغانستان کې د نوي اوښتون پيلامه شوه چې ورسره جوخت  په هېواد کې د انحطاط اواختناق (ځوړتيا او تربتيا) دوره پاى ته ورسېده او د افغاني ټولنې په مړۀ کالبوت کې د بياژوندون ساه په چلښت راغله. د ٢٠٠١ کال د سپټمبر ١١ مې نېټې له بدلون وروسته افغانستان د نړيوالې ټولنې د سياسي، اقتصادي او پوځي سيالۍ ډګر وګرځېداو نوي افغان دولت او حکومت د نړيوالې ټولنې په هراړخيزه مرسته په کار پيل وکړ چې  په دې بهير کې د نورو هغو سربېره زراعتي سکتور هم ډېره سېکه او پياوړتيا موندلې ده. خو په دې برخه کې لاهم زيات کار ته اړتيا شته. په هېواد کې د اوسني نظام له راتګ سره په هم مهاله توګه د نړيوالې ټولنې له خوا هېواد ته د مرستو يو بهانده سېلاب راغى چې په ترڅ کې يې د افغاني ټولنې هره برخه د اقتصادي غوړښت سره مخامخ شوه. په تېره دوولس کلنه موده کې د نورو هغو ترڅنګ د کرهڼې په برخه کې هم ډېر پرمختګونه راغلل. د هېواد کرهڼيز سيستم د بيا جوړاوي په موخه په کابل او کندهار کې زراعتي پوهنتونونه  جوړ شول، د اوبو بندونه،کارېزونه، ويالې او لښتي له سره ورغېدل او په زرګونو جريبه ځمکه بېرته چمتو شوه. همدغه راز هېواد ته بېلابېل کرهڼيز توکي راوړل شول، زراعتي تخمونه وارد شول. اوسنۍ نړۍ د کمپيوټراو انټرنېټ پرمټ د يوۀ کوچني کلي بڼه ځان ته غوره کړې چې دې چارې  په  نړيواله کچه د اړيکو پېرته  لار پرانېستې ده، ځکه خو وايي چې په اوسنۍ نړۍ کې سرحدونه نه شته دي. همدا د نړيوالتوب لړۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ  سوداګرېزې راکړې ورکړې ته لاره هواره کړې او په لويه کچه صادرات او واردات  ترسره کېږي .کرهڼيزتوکي هم په دغه بهيرکې شامل دي چې مېوې، ترکارۍ، حبوبات، لبنيات او داسې نور دي اوځينې يې نوي _نوي زموږ هېواد ته راغلي دي. په دغو مېوو او ترکاريو کې ځمکنى توت، سرۀ املوک، د سويا لوبيا( کورخې )، جيرجير  او دې ته ورته  نور شامل دى. کورکمن د لوى افغانستان هغه طبيعي  بوټى دى چې اوس مهال د افغاني ټولنې د خوراک او څښاک په ډېرو موردونو کې کارول کېږي. نو پرهمدې توسن مې د خپل مونوګراف ليکنې پرمهال په رنګيز، خوراکيز او درمليز صنعت کې د هغه اغېزې او ګټې په تفصيل سره بيان کړې دي. ما د دوو دليلونو پربنسټ د کورکمن په اړه خپل مونوګراف وليکۀ:
١_ ما په خپل مونوګراف کې تر وسه هڅه کړې، ترڅو د کورکمن طبيعي بوټى په بشپړه توګه افغان _ پښتون ولس ته وروپېژنم او د هغه په ګټو يې خبرکړم. او له بل پلوه کروندګر دې ته وهڅوم، څو نوموړى بوټى وکري، وپالي اوله ګټو يې په خپل ژوند کې په لويه کچه برخمن شي او په ټول هېواد کې د کورکمن او زعفران کرکيله د کوکنارو پرځاى د بديل کښت په توګه دود شي.
٢_ او زما دويمه موخه دا وه، ترڅو د کورکمن په  څېر د يوۀ ګټور او بختور بوټي په اړه په پښتو ژبه کې بشپړ،کره او ثقه معلومات ترلاسه اوخپارۀ شي، ځکه دا چاره به له  يوۀ پلوه ولس ته د کورکمن مثبتو ګټو په اړه پوهه  ورکړي،دويم به د افغانستان زراعت علمي شي او له بل لوري به په پښتو کې دکورکمن په اړه پوهنيزه پانګه منځته راشي چې دا کاربه  په خپل وار سره د دې ژبې د علمي بډاينې سره ژوره او هراړخيزه مرسته وکړي.
زۀ  په پاى کې هيله من يم چې د کورکمن په څېر يوۀ ګټوراو بختور بوټي په اړه زما ليکل شوى مونوګراف به د کورکمن په اړه  ولسي پوهه زياته کړي او د هغه له زراعتي ، صنعتي او طبي اغېزو او ګټو څخه به خپل ځانونه خبر کړي او په خپل  ټولنيز ژوند کې به په لويه کچه ترېنه ګټنه وکړي.  
 
نيمګړتياوې او وړانديزونه
زۀ غواړم چې دخپلې لېسانس دورې په پاى کې يو شمېرهغه نيمګړتياوې او وړانديزونه مشخص اوڅرګندکړم چې د مونوګراف  ليکنې پرمهال مې د هغوى اړتيا وليده. زۀ هيله من يم چې اوسنى او راتلونکى ځوان کهول دغه  تشې د خپلو هڅو پرمټ ډکې کړي او په دغه لارکې په ستړياوتې توګه مبارزه وکړي او پر يادوو شويو موضوعګانو په مشخصه توګه خپل د لېسانس دورې مونوګرافونه وليکي.
١_ په پښتو ژبه او په ځانګړې توګه د پښتو په کتابونو، ډکشنريو او قاموسونو کې د ځينو مرغانو او بوټو نومونه په بدله او ياهم ناسمه بڼه ثبت شوي دي چې دې چارې هغه ځوان څېړونکي له يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي،کوم چې هغوى په دې برخه کې په څېړنه يا ژباړه بوخت دي او له بل لوري يې  پښتو ژبه ګونګه کړې ده او د دې تاريخي ژبې د پرمختيا او پراختيا لاره يې ډب کړې ده.
٢_که چېرې د پوهنتون محترم استادان د دې ستونزې د هواري په موخه خپلو محصلانو ته د کوم الوتونکي يا بوټي په  اړه په مشخص ډول سره د مونوګراف ليکنې سپارښتنه وکړي، نو دا چاره به په ياده برخه کې شته ستونزې په چورلټه  توګه حل او ناسم ثبت  شوي نومونه به سم  او تصحيح کاندي.
٣_ د پوهنتون استاد له هوکړې سره سم د محصل له خوا پريوه مشخصه موضوع د مونوګراف  ليکل به نه  يوازې دا چې په ياده برخه کې کره او ثقه معلومات زيات کړي، بلکې دا کار به په پښتو ژبه کې علمي او تحقيقي ريفرنسونه او اخځونه (سرچينې) رامنځته کړي او له بل لوري به پښتو څانګيزه ( تخصصي ) شي چې داچاره به د نوموړې ژبې د ساينس او تخنيک ژبې د کېدا لړۍ لا ګړندۍ کړي او دا بهير به د هغې د بريا او سوبتيا لامل وګرځي او په پايله کې به پښتو ژبه د مړۍ او نړۍ ژبه شي اود نړۍ له پرمختللو ژبو سره به سياله شي.
پاى!