
انسانانو ډېر کله د پلمو په مرسته ځانونه له ښه ژوند او پرمختګ څخه بې برخې کړي دي. تاسې به هم له ډېرو اورېدلي وي، چې د یوه ښه کاروبار فکر ورسره شته، خو مالي امکانات نه شته چې دغه فکر او طرحه عملي کړي. دا سمه ده چې تش لاس په ډېرو مواردو کې د سړي دښمن وي، خو که دقت وشي، تر ډېره د مالي سرچینو غم هم خوړل کېدای شي. په نړۍ کې داسې کسان ډېر دي چې په پور کړو پیسو د پیل شوي کاروبار له برکته نن میلیاردران دي. سویډنی ډان سټېنا اولسن هم د پور په پیسو له پیل شوي کاروباره میلیاردر شوی دی. ده ته چې سږ کال نوی د فوربس مجلې د میلیاردرانو په نوملړ کې شامل شوی شتمني او کاروبار له خپله پلاره پاتې دی.
پلار یې سټېنا اې اولسن بېړۍ چلوونکی و. ده په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې له بانک څخه ۲۵ زره سویډني کرونه له یوه بانک څخه پور کړل او پر هغه یې خپله لومړنۍ کښته وپېرله. نوموړي د خپل کار د پراختیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. د ۱۹۶۰ کلونو په لومړیو کې یې د سویډن د ګوتنبرګ او د ډنمارک د سویلي سیمې سکاګېن ترمنځ د لېږد خدمتونه پیل کړل.
کاروبار یې ورځ تر بلې پراختیا کوله او په څو کلونو کې یې د بېړیو په مرسته لېږد رالېږد د سوداګرۍ یوه لویه برخه وګرځېدله.
په ۹۱۷۲ کال کې یې کاروبار پر دوو برخو وویشله چې یوه برخه یې د « Stena Line AB» او بله یې د « Stena Metall AB» ونوموله.
په ۱۹۸۰ کال کې د « Stena Fastigheter» په نوم د جایدادونو د کاروبار څانګه هم پرانیستله. دوه کاله وروسته یې د ټانکرو یوه کمپنۍ هم جوړه کړله. دوه کاله وروسته یې د نارډرن مرین منجمېټ په نوم د بېړۍ د مدیرت کمپنۍ یې جوړه کړه چې اجرایوي ریاست یې خپل زوی ډان اولسن ته وسپاره. وروسته یې څو نورې کمپنۍ هم جوړې کړلې چې ټولې د سټېلن سپېرې په نوم د ګروپ تر چتر لاندې کار کوي.
سټېنا اې اولسن په ۱۹۹۰ کال کې خپله شتمنۍ پر خپلو اولادونو ووېشله چې ډان ته یې د کمپنیو د ګروپ ۵۱ سلنه ونډې ورسېدې.
نوموړی اوسمهال د دغه ګروپ مشر اجرایوي مشر دی چې تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د کلنیو عوایدو کچه ۶،۵۵ میلیارده ډالرو ته رسېدل.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ډان سټېنا اولسن اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۵ ام او په سویډن کې ۱۰ ام ځای لري.
ده واده کړی او د سویډن په دویم ستر ښار ګوتنبرګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.