غبار خاطر (۱۹ برخه)

 
احمدنګر كلا
د ۱۹۴۲ كال د اپريل ۱۱
 
آنچه دل از فكر آن مى سوخت بيم هجر بود
آخراز بى مهرى گردون به آنهم ســـــــــــاختيم
 
ګرانه ملګريه!
اوس د ګهيځ څلور بجې نه دي بلكه د شپې وروستې برخه پيل شوې ده. په لسو بجو ، ويده شوم خو سترګې مې لاله خوب سره نه وې آشنا شوې چې راويښ شوم كوټې ته ننووتلم او رڼا مې وكړه او په خپلو كارو لګيا شوم بيا مې دا چورت وواهه چې قلم واخلم او تاته يو څه وليكم او د زړه بار سپك كړم. په دغو اتو مياشتو كې چې دلته راباندې تيرې شوي دا شپږمه شپه ده چې داسې راباندې تېره شوه او معلومه نه ده چې نورې به راباندې داسې څو ورځې تيرې شي:
 
دماع برفلك و دل به پاى مهـــــــــربتان
چگونه حرف زنم دل كجا دماغ كجا
 
زما ميرمن له څو كالو راهيسې ناروغه وه په ۴۱ كال كې چې زه په جيل كې بندې وم نو ددى له پاره چې زه خوا بدى نه شم زه يې خبر نه كړم، خو له خلاصيدو نه وروسته معلومه شوه چې دا ټول وخت مريضه وه . ما ته ددې ليكونه بنديخانې ته راتلل په دې ليكونو كې ټولې خبرې وې خو د خپلې ناروغۍ هيڅ يادونه يې نه كوله چې خوشې شوم له ډاكټرانو سره مې مشوره وكړه نو هغوې ټولو د آب و هوا د تبديلې رايه راكړه او هغه (رانچى) ته لاړه په رانچې كې خو په ظاهره ښه شوه په جولائي كې بيرته راغله نو د صحت او روغيتا آثار يې په مخ كې ښكاريدل.
په دغه ټوله زمانه كې زه زياتره په سفر كې وم، د وخت حالت داسې چټك بدليدل چې په هيڅ پړاو كې د ستړ يا د ايسلتو وخت په ګوتو نه راته په يو پړاو به مې لاپل نه وايښى چې بل پړاو به را مخې ته شو.
د جولاي وروستۍ ليټه وه چې زه له درې اونيو څخه وروسته كلكتې ته لاړم او بيا څلور ورځې وروسته بمبي ته د آل انديا كانګرس د كميټۍ د اجلاس له پاره لاړم. دا هغه مهال وو چې طوفان لانه نهو راغلى خو طوفاني آثار هرې خواته جوت وو. د حكومت دارادو په هكله راز راز خبرې كيدلې. يوه خپره داوه چې خاص شهرت يې درلود د آل انډيا كانګرس كميټې له اجلاس نه وروسته به دوركينګ كميټۍ غړي ټول ونيول شي اوله هندوستان څخه به بهر كوم غير معلوم ځاى ته واستول شي. دا خبره هم كيدله چې د جنګ هنګامې حالت حكومت ته غير معمول اختيارات وركړي دي او حكومت له خپلو دغو اختياراتو څخه هر ډول كار اخستلاى شي. له ما څخه په دغو حالاتو كې زليخا ډېره متاثره وه او پوهيده چې څه كيږي. په دغو څلورو ورځو كې چې ماله نورو سره تيرې كړي. زه په دومره چارو لګياوم چې په خپلو مينځو كې د خبرو كولو وخت هم په لاس لږ راته هغوى زما په طبيعت پوهيدل ، هغوى پوهيدل چې په داسې حالاتو كې زما چوپتيا زياتيږي او زه نه غواړم چې دا چوپتيا مې ګډه وډه شي نو ځكه هغوى هم چوپ وو. خو زما او دزليخا تر مينځ چوپتيا هم خبرې وې چې دواړه به چوپ وو، هم به مويو دبل خبرې اوريدې او په مطلب به سره پوهيدلو، د اګست په دريمه چې زه بمبي ته روان شوم نو هغه تر دروازې پورې د خداى په امانې له پاره راغله ما ورته وويل كه كومه نوې واقعه پيښه نه شوه نو غواړم چې د اګست تر ديارلسم پورې بيرته راشم خو هغې له خداى پامانې نه پرته هيڅ ونه ويل خوكه څه يې ويل هم دومره څه يې نه ويل چې له څيرې څخه يې معلوميدل ، سترګې يې وچې وې او مخ څخه يې اوښكې بهيدلې :
 
خود رابه حيله پيش تو خاموش كرده ايم
 
په تيرو پنځه ويشتو كالو كې چې څومره ځله بندي شوم هغه دومره متاثره او خفه نه وه لكه دا ځل چې خوا بدى ښكاريده. ايا د ا د جذباتو د وخت كمزوري وه چې ددې پر طبيعت يې غلبه كړې وه؟
ما هغه مهال خيال كاوه خو اوس فكر كوم چې په وضع به پوه وه ښايي هغه پوهيده چې دا زمونږ د ژوند وروستې ليدنه ده. هغې ځكه خداى پامانې نه ويله چې زه سفر ته تللم. هغې ددې له پاره د خداى پامانې ويله چې په خپله په سفر تلونكې وه.
 هغه زما په طبيعت ښه پوهيده هغه پوهيده چې كه زه په دې وخت كې ده ته لږه خوا بدي هم څرګنده كړم پرده باندې سخته تيريږي او تر ډېره به ورباندې خفه وي. په ۱۹۱۶ كال كې چې لومړى ځل بندي شوم نو هغې خپله خوابدي نه شوه پټولاى او زه ور څخه تر ډېره پورې خوابدى وم. دى پيښې د تل له پاره ددې په سلوك كې بدلون راواسته او ډېره هڅهيې كوله چې زه ما د ژوندانه له حالاتو سره سازښت وكړي . دى نه يوازې دا چې له دغو حالاتو سره سازښت كاوه بلكه په پوره لوړ همت او هوډ يې دا حالات زغمل . هغه له دماغي پلوه زما په افكارو او عقايدو كې شريكه او د عملې ژوند ملګرى وه نو بيا څه خبره وه چې په دې موقع په خپله خوا بدى غالبه نه شوه؟
غالبه خبره دا وه چې ددې پر دنننيو احساساتو د راتلونكي سيوري لويلدى وو.
له نيولو نه وروسته د څه مودې له پاره غزيزانو ته دليك موقع رانه كړى شوه، او بيا چې دا بنديز ليرې شو نودسپتمبر په اوولسم ددې لومړي ليك راورسيد او تردې وروسته پر له پسې ليكونه راتلل . له دې امله چې ماته معلومه وه چې هغه داسې ليك مانه نا رااستوي چې ما خوا بدى كړي نو د خپلې ناروغۍ په باره كې يې راته څه نه ليكل نو ځكه به ما د خپل كور احوال له نورو عزيزانو څخه پوښتنه ، دلته ليكونه عموما له ليكلونه وروسته لس د ولس ورځې وروسته رارسيدل هيڅ خبره راته ژر نه معلوميده ، د فبروري په پنځلسمه ورځ ما ته يو ليك راغى چې د فبروري په دويمه نيټه را استول شوى وو چې په كې ليكل شوى وو چې ددې طبیعت ښه نه دى ، ماد ټيلګرام په واسطه وضع ځان ته معلومه كړه نو يوه اونۍ وروسته ځواب راغى چې د كوم تشويش خبره نه ده.
ددې د خطر ناك حالت اطلاع ماته د مارچ په ۲۳ نيټه راغله . د بمبي حكومت په ټيلګرام كې سر مامور ته اطلاع وركړه چې په دغه مضمون يو ټيلګرام هغه ته له كلكتې څخه راغلى دا معلومه نه وه چې د بمبي حكومت ته دا ليك په كومه نيټه رسيدلې وو او څو ورځې وروسته دا فيصله وشوه چې دليك د راتلو خبر ماته راكړې.
له دې امله چې حكومت زمونږ د قيد ځاى په خپل خيال پټ ساتلى دى . نوله لومړي وخت څخه يې دا طرزالعمل غوره كړى چې نه له دې ځايه كوم ټيلګرام بهر ته لاړشي او نه له بهر څخه دلته راشي ځكه كه دا كار وشي نو ټيلګرام به د ټيلګرام ددفتر له لارې تګ راتګ وكړي او په دې توګه به د دفتر وګړو ته راز څرګند شي. نو ددې بنديز نتيجه داده چې ګه کومه خبره زر را رسيدل ضرورې هم وی نو د ټيلګرام له لاری امکان نلري اوکه څوک ټيلګرام کوی نو هغه څه چې وايې هغه به ليکی اوبيا به يې سرمامور ته ورکوي چې سرمامور داليک بياله مکتوب سره بمبي ته استوی چې هلته له معلوماتو وروسته په وړاندې استول کيدلي شي ، دليك د استولو دکنترول لپاره دلته زندانيان په دوو برخو ويښل کيږي دځينو لپاره يوازې دبمبي کنترول ګافی دي او د ځينو نورو له پاره دا ضر وری ده چې دا ټوله پوسته ډيلي ته لاړه شی اوتر څو چې دهغه ځايه منظورې نه وی راغلي کار په وړاندې تګ نه کوی ددې له امله چې زما پوسته په دوهم ډول کې شامله وه نو هيڅ ليك او ټيلکرام ماته له يوې اونۍ څخه نه شی رارسيدلي اونه زما کوم ټيلګرام کلکتې ته رسيدلې شی.
داټيلګرام چې ماته دلته د جون په ۲۳ راورسيده په پوځې شفر ليكل شوی و چې سرمامور حل نه شو کړای او پوځې سرماموريت ته يې واستاوه چې هلته څوک نه وو چې په دې ليك پوه شی نو ددې ليك په حل کې پوره يوه ورځ ووتله چې دشپي حل شوي کاپې ماته را کړل شوه.
 بله ورځ چې خبروته راغلل په هغو کې هم دامعامله راغله او معلومه شوه چې ډاکترانو حکومت ته دوضعی اطلاع ورکړي ده اود جواب منتظر دي بيا دنا روغتيا په هکله د ډاکترانو ورځنې اطلاعات راووتل سرمامور په راديو کې اوريدلې وو اودلته يې ځينو ملګروته يادونه کړی وه .
هغه ورځ چې ټيلګرام راغي دهغه په بله ورځ سرمامور ماته راغي او دايې راته وويل چې که په دې باره کې حکومت ته څه ويل غواړم نو هغه به يې فورا بمبي ته واستوی اوژر به ورسيږي ، هغه په وضع باندې ډېر خوا بدې وو ، اوخپله خواله يې له ماسره ښوله، خوما ورته په ډاکه وويل چې زه له حکومت څخه هيڅ غوښتنه نه لرم ، بيا هغه جواهر لال نهروته ورغي اوله هغه سره يې په دې هکله خبرې وکړي اوهغه ما زيګر ماته راغی او هغه خبرې يې راته وکړي چې سرمامور ورته کړی وي ، ماورته هماغه وويل چې سرمامور ته مې ويلې وو، وروسته معلومه شوه چې سرمامور دا کار دحکومت په خوښه کړي وو.
څرنګه چې د خطر ناک حالت خبر راغې زه د خپل زړه حالت ته متوجې شوم دانسان نفس هم يو عجيب حال لری څوک ورباندې په اسانې سره غلبه نه شی میندلي.
په دغه مهال چې څه زما پر زړه تيريدل هغه مانه شو پټولای ما هڅه کوله چې دا وضع په ورين تندي اوصبر سره وزغمم چې زه په دې هکله په ظاهر بريالی وم خو په باطن کې بريالی نه وم ، زه پوه شوم چې خپل ظاهر او باطن سره نه شم جوړولای.
لومړې مې دا هڅه وکړه چې دلته کومې چاري راته د ورځي په مخکې دي په هغو کې فرق ونه کړم . دچای او خوراک څلور وخته دي ، چې زه په کې له خپلي خونې ووځم او دنورو په مخکې وروستۍ خونې ته ورځم دا چې زه دوخت ډېر پام ساتم نو دلته مې هم د الحاظ کاوه په ټاکلی مهال له خونې نه ووځم او دخوراک ميزته کښينم لوږه مې کورټه بنده ده خو زه يو څوګولې په زورله ستونې تيروم له لومړې خوړلو نه وروسته دشپی تر ډېره پورې له ملګرو سره په انکړ کې کښينم او په دې کې کوم فرق نه دې راغلي چې زما په خبرو اوناسته کې کوم بدلون راشی.
اخبار دلته له دوولسو بجو څخه تر يوي بجې پوری راځي زما دخونې په څنګ کې دسرمامور دفتر دي اوچې جيلر اخبار واخلی نيغ زما کوټی ته راځی او چې له دفتره څخه مې د هغه دپښو څپار واوريده زړه مې په ټوپو شو چې نن به څه خبره وی خو زه مخ په شا دروازې ته کښيناستم او چې مخامخ راته ونه دريږې زما مخ نه شی ليدلای اوچې جيلر راغی نوما ورته په مسکا وويل چې اخبار په ميز کيږده او بيا په ليكلو لګيا شوم نو داسی مې څرګنده کړه چې ګوندې دا اخبارلوستلو ته بيړه نه لرم . زه اعتراف کوم چې زما دا ټولې چارې تظاهر اوځان ښوونه وه چې زما مغرور دماغ کاروو او دا کار مې ددې لپاره کاوه چې دبې صبرې داغ مې په لمن ونه لګي.
په پای کې دا پريل په نهم دغم دزهرو دا پياله ډکه شوه په دوه بجو سرمامور دبمبي د حکومت ټيلګرام راکړ چې دحادثې خبرپه کې راکول شوی وو. وروسته راته معلومه شوه چې سرمامور ته د راډيو په ذريعه دا خبر رسيدلي وو او دلته يې زما ځينو ملګروته هم ويلې وو خوزه يې نه وم خبرکړی.
په دې هکله ددې ځای دملګرو چې کوم طرزالعمل وو زه دهغوي مننه کوم په لومړې سرکې چې ددې د ناروغۍ خبرونه راتلل پيل شول نو هغوي خبر يدل خو ماته يې څه نه ويل.
ماپه دغو ورځو کې دکلونو لار ووهله، زما عزم زه يوازې پرې نښودلم خو زه پوهيږم چې زما پښي شلی شويدي:
 
غافل نه يم زراه ولی آه چاره نيست
زين رهزنان که بر دل اگاه مـــــی زنند
 
دلته په انګړکې دننه يو زوړ قبر دې معلومه نه ده چې د چادي؟ له هغه وخته چې دلته راغلې يم پر دغه قبر باندې مې سلګونه واری نظر لويدلې دي . خو چې اوس ورته ګورم نو داسی راته ښکارې چې نوی مينه مې ورسره پيداشويده . بيګاماښام مې تر ډېره پوری ورته کتل اود متمم بن نويره هغه سانده چې دخپل ورور مالک په مړينه يې ويلی وه بې اختياره راپه زړه شوه:
 
لقد لامنی عندالقبور علی البکاء
          رقيقی لتذ رن الدموع الوافک
فقــــــــــــــال اتبکی کل قبر رايته
 لقبر ثـــوی بين اللوی فالدکادک                     
فقلت له ان الشجا يبعث الشــجا
 فدع فهدا ملها قبرمــــــــــا لک ([1])                  
      
نور قلم دروم اوکه تاسو اوريدلای نو نور هم غږيدلم:
 
سودا خداکی واسطی کرقصه مختصر([2])
اپنی تو نيند اوړکی تيری فســــــــانه سی          
ابوالکلام
 
 
[1]- له قبرونو سره په ژړا باندې ملګرى ګرم كړي يم او راته وايي ژړا پريږده ځكه اوښكې وژونكې دى راته وايي ته هر قبر ته ژاړي د هغه قبر په ياد چې د لوى او د كادك تر منځ پروت دى ، زه ورته وايم چې غم غم راو لاړ وي نو پريږده دا ټول د مالك قبرونه دي.
[2]- اى (سودا) د خداى له پاره قصه لنډه كړه ستا د افسانې له امله مې خوب وتښتيده.