تا سره یم سرتيریه!

 
دا څو ورځې کېږي چې په رسنیو کې وينم، هر چا انځورونه پورته کړي دي. وایي، چې تا سره یم سرتېریه!
زه وایم خدای دې و کړي، چې دا لړۍ همداسې روانه شي او ټول ملت د خپلو سرتېرو په مقابل کې هر ډول مرستې ته را ودانګي. یو خو به د ملي ځواکوونو روحیه پياوړې شي او بل د ملت ساتنې مينه به په هر و ګړي کې زیاته شي.
په دې دیارلسو کلونو کې یوازې څو ورځې مخکې ديني علماوو د خپلو مبارزو سرتېرو په ویاړ یو غونډه و کړه چې ټول خلک ورنه ډېر خوښ ول. همدارنګه ډېری ځوانان دي چې دا څو ورځې په فېسبوک، ټويټر او نورو رسنيو کې د خپلو سرتېرو سره په ډېره مينه او ویاړ سره انځورنه اخلي او دوی ته یې دومره زړوتیا ور کړې ده، نن مې خبرونه ليدل ماشاالله په هر ځای کې ملي ځواکونو د داعش او نورو هغو پردیو دلو د مخنيوي پوره، پوره ډاډ ولس ته ور کولو. نو، دا ټول د هغه څه برکت دی، چې ددې سرتېرو سره علما او ولسي وګړي و دريدل او دښمن ته یې وويل چې نور نو بس دي. ته هسې خوشی د بل چا لپاره جنګېږي. بلکې نه دې ددين او ددې ملت په غم کې یې. په پردۍ پاليسۍ باندې خپل سر ډول ته نڅوې....
نو ټولو افغانانو ته په کار ده، چې هر څوک د خپل ملي سرتېرو تر شا  و درېږي او دووی ملا ور و تړي. تر څو به د بل چمچو ته لاس پړکوو او وا وا به ورته وایو. پرېږدئ همدا خپل ځواکوونه و نازوئ تر څو د نورو له لاس نيوي نه خلاص شو، تر څو ددې مرګ او وژنو مخه ور ټوله شي. دا به ښه وي، چې خپلو سزتېرو ته یوه داسې ملي مبارزه د دښمن پر وړاندې پيل کړو تر څو سرتېري مو د ټول ولس په زړه کې یو ځانګړی ځای و لري.
دا ښه خبره هم ده، چې تا سره سم سرتيریه! ځکه، سرتېری دی چې ستا کور ساتي، سرتېری دی، چې  ستا د کور له ديوال څخه پردۍ پنجاپۍ ډمۍ شړي. سر تېری دی، چې ستا د ټولنې هر فرد ته د ژوند کولو زمينه برابروي، همدا سرتېری دی چې ستا د خور، مور او ښځې د ننګ او ناموس ساتنه کوي او همداسې نورې ډېری بېلګې لري چې همدا سرتېری ستا د هر څه ساتنه کوي. نو بیا ولې موږ او ستاسې یوازې ددې سرتېري ملاتړ ونه کړو، چې دوی مو د ننګ ناموس او هر څه ساتنه کوي.
دا مې غټه هيله ده، چې داسې یوه ورځ راشي چې د هر افغان په خوله د خپل سرتېري ستاینه، مينه او هغه ته د زړه ور کړې خبرې ووينم. په ره چا باندې دا لازمه بولم چې د خپلو ملي سرتېرو تر شا  و درېږي او  د هغوی ملاتړ و کړي. خو په دط برخه کې علما ستر رول لوبولی شي، د ټولو ديني علماوو څخه مو غوښتنه ده، چې په هر ځای په هره مدرسه کې، په هر جومات کې ددوی په ميړانې باندې خبرې و کړي. بس دي ډېر مو پردیو ملکونو ته هجرتونه و کړل، ډېر مو نورو خلکو ته د مخ نور کم کړ. بس دي د خدای پار و منئ دا شیان ولاکه په در و خوري. همدا سرتېري او ملي ځواکونه دي چې تاسې او موږ به ساتي...
په اخر کې هم د خپل ځان په اړه خبره کوم، تر څو چې دا سرتېري وي، ددوی مينه به مې په زړه کې او په هر ځای کې به یې په ښو او نيکو نمونه یادوم. ځکه ما ډېر داسې شیان ليدلي دي، جې پردي پالو خلکو به د سرتېرو په وړاندې ويل اما هغه تول اوس راته مالوم شول چې هسې د پردۍ کاسې دال خواره ول. همدې سرتېرو ته مې د زړه وينې ور کوم او د سر په بیه به ترې ساتنه کوم.
درنښت...
 
د ملي سرباز مې زړه کې اوس را شين دی
په ټټر تړلې زغره مې خوښـــــــــــــــــــــېږي
 
ذبیح الله ايمان