فریډې سپرېنګر؛ پرستاره چې میلیاردره شوه

 
فریډې سپرېنګر د مشهور ژورنالست او په جرمني کې د رسنیو د مخکښ کاروباري الکس سپرېګر کونډه ده. نوموړې په ۱۹۴۲ کال کې په جرمني کې زېږېدلې ده. د ځوانۍ پر مهال یې د الکس په کور کې د پرستارې په توګه دنده پیل کړه. هغه مهال د نوموړې دنده د الکس د دوو زامنو روزل وو. په دې کورنۍ کې د کار پر مهال الکس چې د رسنیو او انتشاراتو د یوه ستر ګروپ ونډوال او بنسټګر و پر فریډې مین شو او په ۱۹۷۸ کال کې یې واده ورسره وکړ. دا د نوموړي پنځمه او وروستۍ مېرمن و. په ۱۹۸۵ کې د الکس تر مرګ وروسته د کمپنیو د ګروپ یوه برخه ونډې فریډې، د هغې اولادونو او لسمیانو ته پاتې شوې. ویل کېږي چې دغه مهال دوی په دغه ګروپ کې ایله څه باندې ۲۶ سلنه ونډې درلودې. فریډې په ۱۹۸۸ کال کې د کمپنۍ یوه برخه ونډې په ۵۳۱ میلیونه مارکه« مارک هغه مهال د لوېدیځ المان رسمي پولي واحد و» وپېرلې. 
وروسته یې اولادونه او لمسیان د دې پر وړاندې ودرېدل، خو دې هم د خپلې کورنۍ له غړو څخه د هغوی ډېره برخه ونډې وپېرلې. 
په ۲۰۰۲ کال کې یې د کمپنۍ د چارو د تنظیم لپاره د « Mathias Döpfner » په نوم یو کس ونیو چې کمپنۍ د کړکېچ له حالت څخه را وایسته. 
د الکس سپرېګر اې جي په نوم ګروپ چې دا یې اوس مهال ستره ونډه واله ده، په جرمني کې د رسنیو دویم ستر ګروپ شمېرل کېږي. د دغه ګروپ تر چتر لاندې د جرمني څو مهمې ورځپانې لکه « Die Welt، Bild» او یو شمېر نورې فعالیت کوي. ویل کېږي چې یاد ګروپ د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې نشرات لري. دغه راز یاد ګروپ په پولنډ او روسیه کې د فوربس مجلې د بهرنیو ژبو اېډشنونه هم چاپوي. ویل کېږي چې د ګروپ عواید په ۲۰۱۲ کال کې د څلور سلنې په زیاتوالي سره څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره ته رسېدلي. تېر یې بیا د ونډو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې چې له کبله یې د فریډې پانګه یو اعشاریه دوه میلیارده ډالره زیاته شوې ده. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې فریډې اوسمهال په الکس سپرېنګر اې جي کې ۵۳،۳۵ سلنه ونډه لري. نوموړې د سوداګرۍ ترڅنګ په سیاست کې هم ښکېله ده. دا د جرمني د محافظه کار ګونډ غړې او د اوسنۍ لومړۍ وزیر انګېلا مېرکل شخصي ملګرې ده. 
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د فریډې سپرېنګر پانګه اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردانو په نړیوال نوملړ کې ۴۲۴ او په جرمني کې د مېرمنو ترمنځ پنځم ځای لري. نوموړې د جرمني په برلېن ښار کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.