
یوه فضايي سپوږمکۍ به د روان کال په جولای کې د پلوټو له څنګ نه تیریږي.
امریکایی فضايي اداره ناسا د پلوټو له سطحېد انځورونو اخیسل پیل کړي دي.
دغه نوې هورایزنز یا نوې افق نومی فضايي سپوږمکۍ۹ کلونو کې ۵ميلونه کیلومتره واټن وهلی او ځان یی پلوټو ته نږدې کړی.
د کهوجی روبوټ اوس هم د پلوټو څخه ۲۰۰ میلیونه کیلو متره لرې دی او د پلوټو نږدې کیدو ته دا لمړی موکه ده.
له دومره واټن څخه خو سیاره دومره صفا نه لیدل کیږي، خو څیړونکي وایي له دې څخه باید انځورونه واخیستل شي.
د «بالټی مور جان هاپکنز» پوهنتون د اپلییډفزیک څیړنځای فزیک پوه «مارک هولډرج» ویلي، د دې سیارې لمړني انځورونه خاص نه دي، خو د مې د میاشتې له انځورونو به بهتر وي.جولای پورې به ناسا سره د پلوټو داسې شانداره انځورونه وي، چېپه تير وخت کې به يې ساری نه وي ليدل شوی.
هغه زیاته کړه چې پلوټو ته نږدېکېدلو سره پته لګیږي، چې پلوټو ۱۴ کیلومتره فی ثانیه حرکت لري.
پلوټو ته نږدې به فضايي سپوږمکۍ د جولای په ۱۴مه سهار مهال د ګرینويچ په وخت ۱۱:۵۰ ورسیږی او دا وخت به د دېواټن له پلوټو نهصرف ۱۳۶۹۵ کیلو متره وي. پخوا ویل کېده چې په شمسي سيستم کې۹ سیارې دي خو اوس یې وخت راغلی چې سمه څیړنه یې وشي.