
یوې نوې امریکايي څېړنې ثابته کړې ده، چې هره ورځ څه اندازه بادام خوړل دوزن په کمولو کې خپل رول لري او ددې ترڅنګ کولیسټرول راکموي او زړه ژغوري .
دبنسلواینا پوهنتون یو شمېر څیړونکو پر 50 کسانو خپله تجربه او څېړنه کړې ده ،چې دوی له زیات وزن ، لوړ کولیسټرول څخه ځوریدل ، څیړونکو د څيړنې ګډونوال پر دوو برخو وویشل لومړۍ ډلې هره ورځ نږدې 42 ګرامه بادام خوړل او بلې ډلې هره ورځ له کیلې څخه جوړ شوې کیک خوړه ، ددواړو ډلو ترمنځ دکالري پرتله په پام کې نیول شوې وه.
دا څېړنه ،چې دولس اونۍ وخت یې نیولې و څرګنده کړه هغو کسانو، چې هره ورځ څه اندازه بادام خوړل د دوی کولیسټرول او وزن کم شوې وو پردې سربېره خیټه یې هم کوچنۍ شوې وه .
څیړونکو دا سپارښتنه هم کړې ده، چې دبادامو خوړل دهغو ناروغیو په مخینوي کې خپل رول لري،چې د زړه ، رګونو سره تړاو لري .