غزل

 
د ګناه په نیت راوتی په ثواب واوختم
په فکر د جنت کې چې په عذاب واوختم
 
تنګسې مې ډیرې په اغزنه لاره تیرې کړې
له اوږدې زمانې وروسته په ګلاب واوختم
 
ثواب او ګناه تله مې مخې ته پرته ده
دا زه نن څه په نا اګاهانه حساب واوختم 
 
باران په هسکه مېنه او سپین غر راوریده
نښتر مې رانیوه چې په خړ سیلاب واوختم
 
هماغه د باران او ناوې غوندې کیسه شوه
له جاویده پټیدم چې په آفتاب واوختم 
    جاوید آفتاب