رونالډ لوډر؛  د اسرایلو ملاتړی میلیاردر

 
جک کنفیلډ وايي که مو له کار سره مینه لرې، تقریبا بریالي یې. د بریالیتوب لپاره له خپل کار سره مینه اساسي اړتیا ده. هغه کسان چې له خپلې دندې او کار سره مینه لري، که یې استعداد ډېر لوړ هم نه وي، د بریالیتوب چانس یې ډېر دی. امریکایۍ ایسټي لوډر له خپل کار سره لېوالتیا درلوده، چې له برکته یې اوس اولادونه میلیاردران دي. نوموړې د امریکايي میلیاردر رونالډ لوډر مور ده. رونالډ ته چې اوس میلیاردر دی شتمني له خپلې مور څخه چې په ۲۰۰۴ کال کې مړه شوې پاتې ده. د ده مور چې پلورنه یې له هنګري امریکا ته ګډوال شوې وي وو، په نیویارک زېږېدلې وه. دې له تنکۍ ځوانۍ له خپل ترسره چې د سینګار توکو کمپنۍ یې درلوده کار کاوه. ایستي به د سینګار توکي لکه کریم، لوشنونه او نور پلورل. په ۱۹۵۳ کال کې یې د لومړي ځل لپاره شخصي کاروبار پیل کړل او یو ډول ځانګړي کریم یې بازار ته وړاندې کړل. کریم چې د غوره کیفیت لرونکي وو په بازار کې د مشتریانو له تاوده هرکلي سره مخ شول او په یوه کال کې ۵۰ زره قطیه کریم وپلورل شول. د پلور دا کچه تر ۱۹۵۸ کال پورې ۱۵۰ میلیونه قطیو ته ورسېدل. ایسټي له خپل خاونده سره په ګډه هڅه وکړه او د سینګارو توکو یوه امپراطوري یې رامنځته کړه چې له برکته یې نن اولادونه میلیاردران دي. ایسټي ټایمز مجلې د ۲۰ میلادي پېړۍ تر ټولو بریالۍ سوداګره بللې ده.
رونالډ چې د ایسټي دویم زوی دی، د ژوند ډېر وخت د سوداګرۍ پر ځای په سیاست کې تېر کړی دی. ده چې په پاریس او بروکسل کې یې زده کړې کړې له ۱۹۸۶ تر ۱۹۸۷ پورې په بلجیم کې د امریکا سفیر و. له ۱۹۸۳ تر ۱۹۶۳ کلونو پورې د امریکا په دفاع وزارت کې د اروپا او ناټو د چارو مرستیال و. وروسته له چې مور یې په ۲۰۰۴ کال کې مړه شوه رونالډ سوداګر ته مخه کړه. دی اوس د «Clinique » په نوم د سینګار توکو د کمپنۍ مشر دی. نوموړی د یهودو په ځانګړي ډول د اسرایلو له سترو ملاتړو څخه دی. دی اوسمهال هم د یهودو د نړیوالې کنګرې مشر هم دی. د ده د پانګې یوه ستره برخه پر هنري اثار بنده ده. نوموړی د هنري اثار یو لوی کلکسون لري چې په ۲۰۰۶ کال کې یو اثر په ۱۳۵ میلیونه ډالره ورته وپېره.
نوموړي په دې وروستیو کې په کنیا کې د ارزانه موټرو د تولید په یوه ګروپ کې تازه پانګونه کړې ده. فوربس مجله وايي چې د رونالډ لوډر پانګه اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیادرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۱۵ ام او په امریکا کې ۱۳۸ ام ځای لري. نوموړي واده کړی، دوې لوڼې لري چې دواړه یې میلیاردرانې دي. نوموړی ۷۲ کاله عمر لري او په نیویارک کې ژوند کوي.  
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.