غزل

 

ستا تفکر مې په اروا کې ګرځي
ځکه وجود مې په دنیا کې ګرځي
سر مې د دار په زولــنو کې یاره
قدم مې بیا هم په ریښتیا کې ګرځي
ویـنې توئـیـږي د دنـیا پـه خاطر
ولـې دنـیا بیا پـه دنیا کې ګرځي؟
له دې به لوی جاهل نور چیرته وي چې
سره له پوهې په ګناه کې ګرځي
هغه د سرو ګلو قاتل لا اوس هم
لکه شیطان داسې حیا کې ګرځي
د ښار رنګونو کې تور تم ګډ شوی
ځکه آفتاب اوس په بیدیا کې ګرځي
    (جاوید آفتاب)