غزل

 

چې مې په زړه کې، جانان اوسېږي
د ساتېریو، شيان اوسېږي

چې وران یې نه کړې، دا کور سپېڅلی
په دغه کور کې، اذان اوسېږي

انسانیت ورک دی، زموږ له ملکه
زموږ په ملک کې، شېطان اوسېږي

زما د قتل، لار ښایي بل ته
زما وطن کې، حيوان اوسېږي

لکه تاويز مې پر ښۍ اوږه دی
په هر محفل مې جانان اوسېږي

مړه، مړه کاته دې، سړی کړي قتل
دې مړو کتو کې، ايمان اوسېږي

ايمان