
فیلیف فراسټ مخترع او نوښتګر میلیاردر دی. نوموړی په ۱۹۳۵ کال د امریکا په متحده ایالاتو کې زېږېدلی دی. دی د خپل پلار درېیم زوی و او دوه وړوڼه یې له ده ۱۵ او ۱۶ کاله مشران وو. فرانست له ډېر کوچنیوالي ان د ښوونځي له دورې کار پیل کړی دی. د ۱۳ کلونو و چې لومړنۍ دنده یې ترلاسه کړه او له ښوونځي وروسته یې په میامي کې د هارډویرو له یوې هټۍ سره کار پیل کړ. دی په ۱۹۵۷ کال کې د پنسلوانیا پوهنتون د فرانسوي ادبیاتو له څانګې فارغ شو. وروسته یې د البرټ انشټین د طبي علومو په ښوونځي کې تر اېم ډي پورې زده کړې وکړه. فرانسټ له ۱۹۵۵ تر ۱۹۵۶ پورې د پاریس په پوهنتون کې هم زده کړې کړې دي.
په طبي برخو کې تر زده کړو وروسته یې د امریکا د سرطان له ملي انسټېټیوت سره کار پیل کړ. دی له ۱۹۶۶ څه تر ۱۹۷۲ کال پورې د میامي د پوهنتون د طب پوهنځي استاد هم پاتې شوی. له ۱۹۷۲ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې نوموړی په میامي کې د یوه روغتیايي مرکز د پوستکي د ناروغيو د څانګې مشر و. ده په همدې روغتیايي مرکز کې د کار پر مهال یوه اله کشف کړه. نوموړي تشخیص کړه چې دغه اله په روغتون کې د کار ترڅنګ ښه مارکېټ هم پیدا کولی شي. د همدې اختراع لپاره یې له خپل یوه بل ملګري سره چې هغه هم میلیاردر دی په ګډه د « Key Pharmaceuticals» په نوم یوه کمپنۍ چې ویل کېږي له ماتې سره مخ وه وپېرله. فرانسټ په خپله د دې کمپنۍ د لارښوود بورډ مشري پر غاړه واخیسته او په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کې یې په ۶۰۰ میلیونه ډالره وپلورله چې د ده ونډه په کې ۱۰۰ میلیونه ډالره وه.
همدې معاملې نوموړي ته د یوه سم کاروبار فرصت برابر کړ. ده په ترلاسه کړو پیسو د کیمیاوي توکو په یوه کمپنۍ کې پانګونه وکړه او د عیب پېژندنې یوه کمپنۍ یې جوړه کړله. دا کمپنۍ وروسته د درملو جوړولو پر یوې سترې کمپنۍ « Ivax» باندې واوښته.
فراسټ ای واکس کمپنۍ هم تر بریالي کولو وروسته د ټېوا فارماسیټیکول په نوم د درملو پر یوه اسرایلۍ کمپنۍ په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې پر ۷،۶ میلیارده ډالره وپلورله.
د کمپنۍ تر پلور وروسته نوموړی د ټیوا کمپنۍ مشر شو. فراسټ ویلي چې د سږ کال په وروستیو کې به د دې کمپنۍ مشري هم پرېږدي. هغه کسان چې فرانسټ پېژني نوموړی رېسک منونکی او زړور میلیاردر بولي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې فیلیف فرانسټ اوسمهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیواله نوملړ کې ۳۵۵ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۶۶ ام میلیاردر دی.
ده واده کړی او د فلوریډا ایالت په میامي بیچ کې ژود کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.