
« بېنو ګوپال بنګور» یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې په دې وروستیو کلونو کې یې پانګه پام وړ زیاته شوې ده. نوموړی د هند په کلکته ښار کې په یوه سوداګره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د ګوپال مشرانو د کاغذو، سیمنټو او برېښنا په برخو کې فعالیتونه او کاروبار درلود. د نوموړي سوداګره کورنۍ په ۱۹۹۲ کاله کې سره بېله شوه او ده ته د سیمنټو کاروبار د مراث په توګه پاتې شو. سره له دې چې ورته پاتې شوی کاروبار دومر ستر نه و، خو د بېنو د هڅو په پایله کې پر یوه لویه سوداګرۍ او کاروبار بدل شو.
د شري سیمنټ په نوم د نوموړي کمپنۍ اوس په شمالي هند کې د سیمنټو د تولید له سترو کمپنۍ شمېرل کېږي. د فابریکې پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې شري سیمنټ په کال کې د ۱۷،۵ میلیونه ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت لري. له دې کمپنۍ سره ۴۷۰۰ کسان پر دندو بوخت دي. فوربس مجلې د دې کمپنۍ کلني عواید یو میلیارده ډالره بللي دي. مجله وايي چې د کمپنۍ د ونډو بیې ځکه لوړه شوې چې د نرېندرا مودي په مشرۍ نوي حکومت په هند کې د نویو زېربناوو د جوړولو ژمنه کړې ده.
کمپنۍ د پراختیا په لړ کې د سیمنټو د تولید دوې فابریکې په بهار او راجستان کې پرانیزي او په اوترپردېش کې هم د یوې فابریکې جوړول په پام کې لري.
د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه بله فابریکه یې د هند په ختیځ ایالت چټیسګر کې د جوړېدو په حال کې ده. د شري کمپنۍ چارې له ۱۹۹۰ کال راهیسې د هاري موهن په نوم د بېنو د زوی پر غاړه دي.
د بېنو ګوپال پانګه په وروستیو دوو کلونو کې پام وړ ډېره شوې ده. فوربس مجلې د نوموړي پانګه د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې یو اعشاریه نهه میلیارده ډالره بللې وه او په دې توګه دی په نړیواله کچه ۱۱۴۳ ام میلیاردر و، خو اوس یې پانګه څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۹۲ ام او په خپل هېواد هند کې بیا ۲۵ ام ځای لري. دی تېر کال د هندي میلیاردرانو ترمنځ ۳۰ کس و. په دې اساس نوموړی په یوه کال کې د فوربس په نوملړ کې له ۷۵۱ میلیاردرانو وړاندې شوی دی.
بېنو ګوپال کونډ دی، دوه اولادونه لري او د هند په کلکته ښار کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.