
په نه خبره غوسه کوئ، هسې مو طبعیت خراب دی.
په وړه خبره غوسه درځي. ډېره وړه تېروتنه شوې او تاسې سم غر ترې جوړ کړی.
یوچا مو پر سیاسي دریځ او چلند نیوکه کړې بیخي خوب نه درځي. بل کس وینئ، چې ښه خوشاله ګرځي، خو تاسې د هغه په خوشالۍ کې هم خپل غم وینئ!! کینه مو ورسره کیږي او خپل ځان هم دغسې خوشاله غواړئ!!
دا ټول شیان زموږ د ټولنې هر وګړی تجربه کوي. دلته هرخوشال کس ښايي هره ورځ داسې خوشاله نه وي. ممکن همدا یوه ورځ یې د ټول کال خوشالي وي، چې ستاسې پرې نه لوریږي. یا ښايي د غمونو غلطولو لپاره د خوشالۍ تمثیل کوي.
پر انسان ددغسې وضعیت تسلط له شرایطو نه د هغه خپل برداشت دی.
که شرایط منفي برداشت کوئ، پر وضعیت مو منفي اغیزې کوي او که مثبت برداشت اخلئ، ژوند به مو ګل او ګلزار وي. ډیر داسې کسان شته دي، چې د نورو په هر حرکت کې د ځان پر وړاندې توطیه ویني. یوڅوک په خپل منځ کې خبرې کوي، داسې فکر کوي، چې په ده پسې غږیږي. داسې کسان، چې تر څو له شرایطو نه خپل درک او برداشت ته تغییر ورنه کړي، له دې ستونزې ځان نه شي ژغورلای. دا یو ډول ناروغي ده.
له دا ډول اضطراب نه د ځان ژغورنې یوه ښه لاره داده، چې سړی خپل ځان وپېژني.
زه څوک او څه یم؟ څومره توقعات ولرم؟ هیلې او توقعات مې رښتیني او منطقي دي؟ څه کولای شم؟ ایا کولای شم، چې بد خویونه او اند دود پریږدم؟ څنګه له غوسې، منفي فکر او د کینې له حس سره مبارزه وکړم؟ څنګه کولای شم، چې پر خپل نفس اعتماد لوړ کړم او د حقارت احساس ونه کړم؟ هغه کوم عوامل دي، چې زه یې له امله د حقارت احساس کوم؟
که په مجلس کې ښه وینا نه شئ کولای، ځان کله هم حقیر مه احساسوئ.
تاسې خامخا یو بل داسې کمال لرئ، چې نور خلک یې نه لري. کوښښ وکړئ پر همدغه کمال تمرکز وکړئ او ځان پکې اکمال ته ورسوئ. تر څنګ یې ښه وینا هم تجربه کولای شئ، ممکن تر نورو پکې ښه پرمخ لاړ شئ.
په موږ کې ډیر داسې کسان دي، چې ډیره وړه مساله څو ورځې په ذهن کې ساتي او خپل فکر پرې مصروف ساتي. ځان ته د مچ له وزره غر جوړوي، خو که مثبت لید او فکر ولري، کېدای شي له غره نه ځان ته د مچ وزر جوړ کړي. هیڅ وخت ذهن په هغو څیزونو مه بوختوئ، چې تاسې ځوروي. پر یوې منفې مسالې فکر کول لس نورې زیږوي او ممکن ناسمې پرېکړې ته مو اړباسي. مخکې له دې، چې یوه ناسمه پریکړه وکړئ، دا پریکړه وکړئ، چې ذهن به په منفي افکارو بوخت نه ساتئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.