لوی وطن


دهر ګل په مخ کې مخ ددلبر وينم
پا ڼه پا ڼه لټومه ګو هر وينم
دبا غو نو درنګه ګلو نو منځ کې
زه په خوب کې هندوکش او سپين غر وينم
ديورپ په منارو کې مې زړه تنګ شي
خړ تصو ير چې دپا مير او خيبر وينم
زړه مې وسوزي لمبه شي لوګی وکړي
لوی افغان چې بې ټوپۍ اوڅادر وينم
د کونړ او اباسين اوبه به پکې وي
په دقت چې اتلنتيک ته ژور وينم
دخيبر په سر مې قبر را ته جوړ کړئ
چې په مړينه لوی وطن سراسر وينم
خدمتګار به يې ګردخاوره پرې ور نه کړي
که پيردوس دلته دځمکې په سر وينم