توپیر شته

 
 
هریو ښاد او د نا ښاد مینځ کې توپیرشته
د اصیل او د کمزاد مینځ کې توپیر شته
 
څوک دانا دي په هر څه باندې پوهیږي
د امي او باسواد مینځ کې توپیر شته
 
څوک هوس لري اولاد  د خدایه غواړي
د بنیاد او بې بنیاد مینځ کې توپیر شته
 
څوک مالک دی د  ملکونو ،  کروړونو
د غریب ، صیب د جایداد مینځ کې توپیر شته
 
څوک ارمان  لري په زړه کې مراد غواړي
د مراد  او  نامراد مینځ کې توپیر شته
 
څوک راجا دی او د لوی زړګي خاوند دی
د نیکمرغه او برباد  مینځ کې توپیر شته
 
څوک مصلح څوک منتقد دی په کارو  کې
د عاجز او د نقاد مینځ کې توپیر شته
 
دلارې مل
 
د دوه مخو  د چلول  لاره یوه ده
د وران کار او بد عمل  لاره یوه ده
 
بې انصاف د بې انصاف سره جوړیږي
هریو غل  او د غله مل لاره یوه ده
 
دوکه باز د دوکه باز سره همراز دی
د کم  ذات  او  د بدل  لاره یوه ده
 
په فریب د بل هستي چې په دوکو خوری
د غاصب  او مبتضل  لاره یوه ده
 
چې بې ځای لري غرور او مضریت کړي
د ابلیس او د دغل  لاره  یوه  ده
 
---------------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۰۱۵- ۱ - ۲۳
م۰ کال