څېړنه : هره ورځ شل 20 دقیقې تېزه ځغاسته  دسړی عمر اوږدوي

 
دفزیکي فعالیت نه ترسره کول ژوند ته دومره ګواښ دی لکه څومره، چې چاغښت دی. هغه مهال دا ګواښ له منځه  وړل کېدای شي،چې هر کس دورځې لږتر لږه شل دقیقې تېزه منډه ووهي .
ډاکتران او دورزشپوهان وايي : دفزیکي فعالیت نه ترسره کول کېدای شي  دمړینې لامل وګرځي او دا ( فزیکي فعالیت نه ترسره کول )دچاغښت په پرتله دوه ځل ژوند ته ګواښ رامنځته کوي.
ډاکتران  د زړه ناروغي ، سرطان  او مړینه د انسان دژوند له بڼې سره تړاو لري  هغه وګړي،چې فزیکي فعالیت نه لري  دوی کېدای شي خپل ژوند ژر له لاسه ورکړي.
په انګلستان کې دکمبردج پوهنتون پوهانو په ګرده اروپا کې پر 334 زره سړیو او ښځو خپلې تجربې کړې دي ، پوهان د دولسو کلونو په ترځ کې  دهر سړی  اوږدولې ، وزن او دملا حجم اندازه کړې دی، دوی دې پایلې ته رسیدلي دي : که هر انسان دورځې شل دقیقې تیزه ځغاسته وکړي ددې احتمال شته ،چې د30-16%  له وخته وړاندې مړینې مخه ونیسي.