
ژباړن: جاوید آفتاب
زما واده ته له دوه ورځي پاتي وې چې پلار جان زما خوا ته راغی او ډیر په مینه او مهربانې سره وویل زویه! د شریک ژوند جوړولو لپاره زما خبري په خلاسو غوږونو واوره.
زما په خبرو غور اوکه او په ذهن کې یې ښه وساته دا ده ګډ ژوند د کامیابۍ څو نسخې دي. ما هم په ډیره سړه سینه او په ورین تندي ښه وکړه او غور سره د هغه خبرو ته غوږ شوم. ګوره زوئ جانه! ستا په نه شتون کې هیڅ کله هم نابلده سړي ته اجازه مه ورکوه چې ستا کور ته راشي. ښځي او دوستانو تر منځ یو خاص واټن وساته په بینائې کې نابینا نه شي او د نابلده کسانو په مخ کې د خپلې ښځي ستاینه مه کوه د سړي سړیتوب د هغه په غیرت کې وې د غیرت نه ناوړه ګټه اخستل هم ظلم دی. ښځي باندی نه شک اوکی او نه ړوند باور.
شعیب دا هر څه په اوریدو سره په زړه کې ویل زمانه بدله شوه خو د پلار جان پخواني فکرونه او هغه بدل نه شو.
په هوائي میدان کې شعیب او دانیال سترګي یو پر بل ولګیدې یو بل یې سره وپیژندل او سره غاړي وتل. شعیبه یاره ته خو بلکل هماغسې یې هیڅ بدلون دې نه دې کړی دومره وخت چیرته وې زه د کاروبار له کبله له هیواده بهر تلې وم ژوند چیرته کوې؟ همدلته په اسلام اباد کې شعیب په حیرت سره وویل زما لس کاله کیږي چې دلته ژوند کوم موږ دواړه په یو ښار کې اوسیدو بیا هم دومره وخت وروسته مخ کیږو دواړه په یو موټر کې سپاره شول او د لسو کالو مخکې کالج د وخت کم عقلي خاطرې یادولې او له خندا شنه ول.
شعیب له دانیال نه وپوښتل، چې واده دې کړی که اوس هم جره یې؟ دانیال په قهقهه سره وویل هو یاره پنځه کاله مخکې مې د ده زهروغړپ اوڅکه. شعیب په مسکا سره وویل تا له ثوبیه سره واده اوکه که له شنیلا سره ..... بس بس اوس د هغو ټولو نومونه مه اخله هیله کوم نه مې له ثوبیه سره واده کړی او نه شنیلا سره ستا د ورندار نوم وینا دی دانیال یو سوړ حوسلي په ویستلو سره وویل مور سره مې د ثوبیه په اړه ډیر ضد وکه، خو هغي په هیڅ ډول ونه منله د پلار وړکتوب ملګری و هغه چودهري لیاقت علي .. شعیب د دی نوم په اوریدو سره وویل ته هغه ایم این ای چودهري لیاقت علي خبره کوې هو یاره هماغه تا سم وپیژانده هغوی، خو ډیر کبرجن خلک دي ته څنګه په سیاست مدارو کې پریوتې؟ بس یاره دا ټولې د بخت لوبې دي څه مې غوښتل او څه وشول ... دانیاله اوس خوشحاله یې؟ هو یاره ښځه خو سمه د سینګار ټوټه ده نه سلیقه لري نه په کور کې کومه هستې یواځې یو زوی لرم هغه هم د نیا تربیي لاندې دی دا بس چکرې وهي میلې کوي او په ښکلو پارکونو کې ګرځي ما خو ډیره پوه کړه، خو هغه خپل عاداتونه نه پریږدي ما خو داسې ښځه غوښته چې زما له کوره جنت جوړ کړي زما د ریښتینې ژوند باعث وګرځي ماته په خپلو لاسونو خواړه تیار کړي زما د غمونو او خوښیو ملګرې وي یو بې مثاله مور وي بچو ته ښه تربیه ورکړي. مور ته چې مې کله د خپلې خوښې یادونه وکړه، نو ویل یې ناندانه کیږه مه وینا به دومره شیان راوړي چې ستا راتلونکی نسل به هم عیش کوي چودهري خپلې مشرې لور ته پنځوس مربع ځمکه په جهیز کې ورکړې ده اود پنځوس میلیونو په ارزښت یې ورته کور واخسته بس خپل وخت تیروم. موټر سرک په سر ګړندی روان وه دانیال خپله کیسه وکړه او له شعیبه یې وپوښتل اوس ووایه چې ستا د سفر ملګرې څوک ده؟ فاطمه چې زما د تره لور ده او مور هغه ماته له بی شماره خیګڼو له امله غوره کړه په سیرت او کردار کې لاځوابه، په خوږه لهجه خوږې خبرې کوي زړه خو مي وایې چې هغه دې خبرې کوي او زه ورته غوږ شم د ښه اخلاق ور باندي ختمه ده، د صبر او زغم کې جوړه نلري، خواړه خو داسی پخوي ته به وایې چې ګوتې ورسره وخرم او فاطمه یوه بی مثاله مور هم ده ډیر په مینه او خوارۍ سره اولادونه روزي زه، خو د کاروبار له امله زیات وخت له کوره بهر تیروم کله هم ګیله نده کړې له مودو وروسته چې هم راشم په ورین تندي زما هرکلی کوي دانیال شعیب ته وویل ته خو بیا ډیر نیکمرغه یې.
یو څو موده له تیلیفوني اړیکو وروسته بیا په بازار کې د خریدارۍ په وخت کې ناڅاپه مخ شول دانیال شعیب ته وویل رازه یاره چې په رستورانت کې ډوډۍ وخرو شعیب په بښنې سره وویل ما، خو همداوس په کور کې ډیرې خوندورې وریژېوخوړې او راغلم. دانیال د وریژو په اوریدو سره خوله له اوبو ډکه شوه او ډیر په حسرت سره یې وویل شعیب یاره کله خو موږ باندی هم د ورندار د لاسو خواړه وخره. سمده یاره سبا ته هرومرو راشه شعیب له زړه وویل څه خوند به درکي؟
له غوښې ډکې کریلې، له میو سره ګډ دال، سره شوي بانجان او د لاس ډوډۍ. کور ته راغی فاطمې ته یې وویل چې نن فرمایشي خواړه تیار کړه. دانیال د شعیب کور ته راغی. پاکوالی او د کور سلیقې په لیدو سره ډیر متاثره شو ډوډۍ خوړو نه وروسته په ساعتونو یې ستاینه کوله ویل یې ډیر وخت وروسته مې د کور ډوډۍ وخوړه زما ښځه خو له دې کارو نه بیغمه ده.
لدې نه وروسته هغه به هر وخت شعیب ته د خوړو فرمایش ورکاوه او شعیب به هم هغه ځانګړو خواړو ته رابله. له خوړو سره په کور د فاطمې سلیقه او ځانګړې شخصیت هم د هغه په زړه کې ځای ونیوه. یوه ورځ ټولو سره یو ځای ډوډۍ خواړه، چې فاطمې وویل، شعیبه زه یو څه خریداري کوم نه ته اوزګار یې او نه موټر زه له چا سره لاړه شم؟ شعیب د فاطمې د پوهولو د پاره وویل، زما مجبوري ده نن سبا په دفتر کې ډیر کارونه دي. دانیال خپل احترامات وړاندې کړه وویل ماته ووایه څه وخت ځې زه به درسه لاړ شم. شعیب په خوښۍ سره اجازه ورکړه او دې سلسلې همداسې دوام پیدا کړ هره دویمه یا دریمه ورځ به فاطمه له دانیال سره ښار ته تله. دانیال له شعیب نه بغیر هم کورته راتګ پیل که او په ساعتونو به بیدون د کوم کاره د هغه په کور کې وه کله، چې به فاطمې زړه په کور تنګ شو، نو هغه به یې چکر ته بوتله.
هلته د دانیال ښځې داسې احساس کاوه چې حتما یې په دالو کې څه ورکړي دي په ښکاره توګه هغه له دانیال نه بې پروا ښکارې ده، خو پټ یې د نظر لاندې نیولې وه هغې خپل پلار ته وویل، چې یو جاسوس په دانیال باندې وګماري، چې ټول راپور دیته راوړي. یوه ورځ ناڅاپه شعیب د کوم کار لپاره کور ته راغې ګوري،چې دانیال له فاطمې سره بې غمه ټوکې ټکالې کوي، نو دا لمړی ځل وو، چې د دانیال شتون په هغه بد ولګیده او یا هم د هغه په رګو کې د غیرت وینه وچلیده د شعیب وضیعت په لیدو سره دانیال له کوره ووت، خو هغه له تلو نه وروسته شعیب د ډیر څه په اړه فکر کولو ته مجبور شو بیا هغه د فاطمې دا چټک بدلون احساس کړ هغه ډیر خواشینی وه، چې فاطمې ولې بدلون اوکه نه کور ته پام کوي، نه زوئ باندې پام کوي او نه هغې سره زما پروا شته. بلاخره فاطمې په هر څه سترګې پټې کړې او د طلاق مسله یې رامنځ ته کړه دا ورځ شعیب ته له قیامت نه کمه نه وه. هغه په هر حال د خپل کور ژغورل غوښتل له هری ممکنې لارې یې هڅه وکړه، چې دا تورې تیارې له منځه لاړې شي، خو لدې هر څه سره بیا هم د هغه کور تیارو په سر واخسته او ژوند په ښکلې لاره جوړه لاروي یو ناڅاپه یو له بل نه پردي شول.
شعیب په خوشینۍ کې ډوب وو، چې د بابا جان ټول نصیحتونه ورپه یاد شول که څه هم باباجان اوس په دې نړۍ کې نشته،خو د هغه خبرې ژوندۍ او د ده په مغز کې ګرځیدې ما پخپله خپلې پښې په تبر ووهلې ما ټول هغه څه وکړل له کوم څه چې بابا جان منع کړی وم. وینا دانیال په خپلو لاسو کې ونیوه د وینا سیاست مدار پلار او ورورنو دانیال ته اختار ورکړ که چیرې ته له خپل حرکتونونه وانه وختې او د وینا د طلاق په اړه دې فکر هم وکړ، نو ټول عمر به په زندان کې وترپیږې دانیال له ګواخونونه وویریده او له فاطمې سره یې واده کولو نه بښنه وغوښته او هغه یې په سپین میدان یواځې پریښوده کله چې تیر له کمان نه ووت، نو فاطمې احساس کړه، چې په نادانۍ کې یې څه وکړه او په سپین میدان پاتې شوه. یو مینه پاله میړه، معصوم زوئ او هوسا ژوند دا ټول يې په یو داوء کې له لاسه ورکړل او خالي لاسونه پاتې شوه.
د تل په څیر سړی مجبوره شو او د تل په څیر ښځه له دوکې سره مخ شوه او د ژوند په دوه لارو کې خالي لاسونه پاتې شول.