ټپيزې !!



یو د جانان شونډې خوږې دي
بل د پېزوان څومره نخرې دي
زړه کې مې دومره اندېښنې دي
د مينتوب ترخې شېبې دي
اېمانه! راشه په سلام ولاړه یمه
+++++++
دستا انځور زما سره شته دی
اوس هم غرور زما سره شته دی
زړه کې دې نور زما سره شته دی
د عشق تنور زما سره شته دی
سيخوونه را کړه چې پاخه کړو دواړه زړوونه
++++++++++
د محبت پاچا اېمان دی
د یار په شونډو یې پېزوان دی
ټولګی همېش چې پرې روښان دی
زمونږه زړه ورپسې وران دی
هسې نه،نه د کوه طور بلبل نه وينه
+++++++++++++
پېدا نن بیا د سترګو جنګ دی
په دغه چم کې غنمرنګ دی
په بوی کې لاچ او یا لونګ دی
زموږه زړه ورپسې ړنګ دی
که را پخلا شو، یاران ټول ښه نازومه
+++++++++++++++
ګودر پدې نن بختور شو
هلته د مينې جوړ سنګر شو
ژوند، لدې وروسته ټول اختر شو
ستا د پاولو چې شور او شر شو
ځوانان را دانګي فدایي حملې وهينه
+++++++++++++++++++
چې محبت موږ دلته مات کړو
بس نور یې سر په صلوآت کړو
د تورو سترګو یې خيرات کړو
موږ ورنه ډېر،ډېر مننات کړو
اېمان شاعر شو، سپوږمۍ لولي غزلونه

اېمان