
دټاکنو خپلواک کمېسيو له لوري ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماندانو د نوم ثبتونې پروسې له اعلانېدو وروسته څلورم کس وم چې له يو لک کارتونو سره کمېسيون ته ولاړم، د کمېسيون د مسؤولينو له لوري له په زړه پورې ښه راغلاست او پالنې سره مخ شوم، ترڅه مراحلو طی کولو وروسته دکور په لوري را وګرځېدم، نږدې او لرې ملګرو هم پرته له کومې تمې اوموقف غوښتلو تمې راکولې چې د زړه له اخلاصه مرسته او کمپاينونه به راته کوي، دستور دی چې هرڅوک خپل نوماند که هرڅومره بې کاره ،ربې سواده او دهېواد او ولس له حاله ناخبره وي زمری او دکار وړ نوماند او شخص يې معرفي کوی، زه هم همداسې وم په ټولو نوماندانوکې بهتر اوپه کار پوه شخصيت وم په يوه نيمه ټلويزيوني خپرونه کې هم ناست وم.
دکمپاينونو ورځې هم پيل شوې دهېواد په څلور دېرش ولاياتوکې مې په له ګڼه ګوڼې ډکو ځايونوکې لوی لوی پوسټرونه نسب شول،ولاياتوته مې سفرونه پيل کړل لويې لويې غونډې را بلل کېدې دهريوه له خولې به (زموږ رايه ستا ده)(زموږ ولسمشر ته يې) اوازونه راوتل زه هم ډېر خوشحاله وم او دامې انګېرلې وه که خير وي بې له شکه اوکومې وېرې همدازه ولسمشر يم،که رښتيا ووايم له نورو نوماندانو مې هم سترګه نه سوزېده،درې تنو خو راسره ژمنه هم کړې وه چې له خپلې نوماندۍ څخه راته تېرېږي اوکلک ملاتړ به مې هم کوي، اوس مې نو بېخي لاړې تېرې وي،هغه ورځ هم راغله چې کمپاينونه بند شول او يوه ورځ تر ټاکنو وقفه اعلان شوه چې دويمه ورځ به ټاکنې وي.
له ناظرينو او سايتونو څخه هم پوره اطمنان راکړل شوی و،ټاکنې پيل شوې سهار له هر چا دمخه دخپلې کورنۍ له واجد شرايط غړيو ياهغه چا چې قانوني سن يې پوره کړی و د رايه ورکولو محل ته ولاړم او رايه مې استعمال کړه ډېره استقبال مې شو،دهمدې ورځې په مازيګر په ټاکلي وخت ټول محلونه وتړل شول اوس نو رايه شمېرل پيل شول هر محل او سايټ څخه ډېر ښه خبرونه او زيري راکول کېده زه هم له خوښيو په جاموکې نه ځايدم خو ظاهراً مې ځان ډېر عادي ښوده.
احتمالي رايو په اعلان کې هم مخکښ وم څه به مو سر خوږوم درېيمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس اعلان شوم، ډېر زيات خوښ وم ځکه اوس تنها دخپلې ۱۸کسيزې کورنۍ نه بلکې ۳۰ميليوني هېواد مشر وم،په لسګونو معتبرو او نړيوالو رسنيو هم هره ورځ لارې را غلطولې او انټرويو ګانې به وې، يوبل ډول ژوند و ډېر خوښ وم خلکوته مې خدمت هم په پوره صداقت او ايماندارۍ سره کاوه په ډېرو کمو ورځوکې مې دهېواد په ټولو ولاياتوکې د مثبتو کارونو نښې وليدل شوې د يو ډول بدلون احساس مې خلکوته ورکړ.
يوه ورځ يوه بهرني ژورنالست رانه وپوښتل: ايا کله دې له ځانسره داسې فکر کړی و چې دهېواد ولسمشر دې شې؟
ورته ومې ويل چې نه! فکر خو لاڅه ان په خوب کې هم کله نه وم ولسمشر شوی اونه مې داهيله لرله ،ځکه دهېواد په اوسنيو کړکېچنو حالاتوکې راته ولسمشري ډېر يو سخت او زما تر توان لوړ کار ښکارېده،ځکه ماويل چې ترما مخکې هم دېر ولسمشران تېرشوي او داهېواد هېڅ بدلون ندی کړی پرته له دې چې ورځ تر بلې پکې بدتري ده نو زه به څنګه وشم کولای چې ددې ناروغ ولس درمل وګرځم خو اوس وايم چې شايد زه دې خلکوته يو خادم ثابت شم او په درد يې وخورم خو که څوک مې پرېږدي دهمدې خبرې له کولو سره اواز راباندې وشو!
نن دې لکه چې هېڅ خوب نه پوره کېږي ،همداچې سترګې مې وغړولې نوپه خپله له خټو جوړه جونکړه کې په يوه نرۍ توشکه پروت وم.