اسحاق پيرلموټر؛  لاس پلورنکی چې میلیاردر شو

 
له تاسې سره د نړۍ د شتمنو د ژوند له تجربو شریکولو زموږ اساسي موخه کاروبار ته د هېوادوالو هڅول دي. زموږ ډېری هېوادوال د کاروبار لپاره ښې طرحې لري، خو تش لاس او له ماتې وېره یې د عملي کېدو مخه نیسي. زموږ په ټولنه کې غالب ګومان دا دی چې کاروبار او سوداګري له پیسو پرته ناشونې ده. دا تر یو بریده سمه هم ده، خو تجربو ثابته کړې چې د نړۍ پر مخ ډېرو انسانانو له تش لاسه یا خورا کوچنیو کارونو ځانونه شتمن کړي دي. د اسرایلي الاصله امریکایي اسحاق پيرلموټر د ژوند کیسه هم ډېره ويښوونکې او هڅونکې ده. نوموړی د ۱۹۴۲ زېږدیز کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د فلسطین په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
نوموړی د عرب او اسرایلو د درېیمې جګړې پر مهال له خپلې کورنۍ سره امریکا ته ګډوال شوی دی. ده نیویارک ته د کډوالۍ پر مهال له ځان سره یوازې دوه نیم سوه ډالر درلودل. له دې کبله چې نوموړي زده کړې نه وې کړې، په نیویارک کې له مشتېدو سره سم یې د دغه ښار په کوڅو کې د لوبتوکو او سینګارتوکو پلور پيل کړ. نوموړي له همدې لارې په ترلاسه کړو پیسو وروسته د ونډو پېر او پلور پیل کړ.
ده په دې برخه کې په ترلاسه کړو پیسو بلاخره عمده پلور ته مخه کړه او د «Odd Lot Trading» په نوم کمپنۍ یې له یوه بل کس سره په ګډه جوړه کړه.
په ۱۹۸۴ زېږدیز کال یې دا کمپنۍ پر یوه بل کمپنۍ د هغې کمپنۍ د ونډو په بدل کې وپلورله. وروسته یې هڅه وکړه چې د دې کمپنۍ کنټرول تر لاسه کړي، خو وروسته دی مجبور شو چې خپلې ونډې بېرته په ۱۲۰ میلیونه ډالره پر کمپنۍ وپلوري. نوموړي وروسته د کولیکو انټرټاینمېنټ په نوم یوه کمپنۍ کې پانګونه وکړه. په ۱۹۹۴ کال کې یې د رومېنګټون په نوم د یوې کمپنۍ ډېره برخه ونډې وپېرلې. دغه کمپنۍ د شخصي مراقبت توکي لکه د ږېري او ویښتانو ماشینونه او یو شمېر نور توکي تولیدوي. دا کمپنۍ یې دوه کاله وروسته بېرته وپلورله.
ده د مارل په نوم کمپنۍ کې پانګونه کړې او د کمپنۍ د ډایرېکټر بورډ غړی و. کله چې دغه کمپنۍ په ۱۹۹۶ کال کې له ماتې سره مخ شوه، د ونډوالو ترمنځ یې د کمپنۍ پر مالکیت دعوا رامنځته شوه چې بلاخره یو کال وروسته پيرلموټر او یوه بل کس وګټله.
ده په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د دې کمپنۍ د ونډو ډېره برخه په ۴ څلور میلیارده ډالره وپلورله، خو لا هم کمپنۍ رهبري کوي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې اسحاق اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۵۱ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۷۷ ام ځای لري.
ده واده کړی او د فلوریډا په فالم ساحل کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.