شریک قدم وهل روغتیا او مورال ته ګټه رسوي

 
BritishJournal ofSportsMedicineطبي مجلې یوه نوې څېړنه خپره کړې ده ، څېړنه وايي :انسان دخپلې ښې روغتیا او لوړ مورال په موخه باید دپیاده تګ / قدم وهلو په کوم کلب کې ځان ځای پر ځای کړي او دا دروغتیا لپاره تر ټولو ساده اواسانه لار ده .
د  East Angliaپوهنتون  څیړونکو  دقدم وهلو په کلپونو کې  دڅلویښتو کسانو  معاینات  ارزولي او دې پایلې ته رسیدلي دي. دې څیړونکو  د 2000 کسانو،چې له 14 هېوادو څخه  و دوی  لږ تر لږه  په منځنۍ کچه  دورځې یو ساعت  شریک قدم واهه ، څیړنو وښوده، چې  ددې کسانو په روغتیا کې  دپاموړ  بدلون راغلې  همدا ډول  دیادو کسانو هغه وخت  هم   ارزول شوې ،چې قدم یې  نه  وهلی .
څیړونکي وايي :  ګډ قدم وهل  فزیکي ښکلا ، دخپګان له منځه وړل ، دفشار کنترول او د زړه دضربان  کچه  ښه کوي ددې ترڅنګ  پیاده  تګ په وینه کې کولسترول  کنترولوي او دسږو دپراختیا لامل ګرځي ، خو په وینه کې پر شکر یې اغیز  کم دی .
څیړونکي وايي :  که  دقدم وهلو ګروپ  په منظمه توګه  دا چاره  ترسره کړي  روغتیا ته یې ګټه زښته ډېره ده  او انسان باید لږ تر لږه دورځې دوه کیلو متره پیاده وګرځي .