څېړنه : په دماغ کې دضمیر سیمه کشف شوه

 
له ډېرو څېړنو وروسته پوهان پردې توانیدلي دي، چې په دماغ کې دضمیر سیمه او دنده يې کشف کړي ، پوهانو یو لړ تجربې ترسره کړې،چې مالومه کړي، چې ضمیر څه شی دی ؟ ایا دا له رواني پدیدو سره تړلی احساس دی او که په دماغ کې ځانګړې سیمه لري ؟ دې موخې ته درسیدو لپاره پوهانو پر 25 سړیو خپلې تجربې پیل کړې او دا یې مالومه کړه، چې په دماغ کې دضمیر لپاره ځانګړې سیمه ده او دا انسان ته دا وړتیا ورکوي، چې خپل پخواني کارونه ، چلند وارزوي ، ددې تر څنګ دا وړتیا وربښي ، چې څرنګه دریځ راخپل کړي او دښه او بد ترمنځ کرښه راتېره کړي . ددې څېړنې دلا کره کولو په موخه همدې پوهانو پر هغه بیزو ورته څېړنه تر سره کړه،چې له انسان سره یو څه نسبي ورته والې لري ، پایله دا شوه، چې دا بیزو ورته سیمه نه لري او هغه پخوانی او منل شوې خبره لا پسې کره شوه، چې بیزو ضمیر نه لري .