
دریلي کټز د درملو له کاروباره میلیاردر شوی دی. نوموړی د ۱۹۶۱ زېږدیز کال د مې په ۳۱ مه نېټه د کاناډا په البرټا کې زېږېدلی دی. ده لومړنۍ زده کړې د تالموډ تورا په نوم د یهودو په یوه ښوونځي کې کړې دي. وروسته یې د جیسپر پلس په نوم لېسه لوستې ده. کټز د البرټا پوهنتون ته بریالی شوی او په دغه پوهنتون کې یې لومړی د فنونو او وروسته د قوانینو برخه لوستې ده. فوربس مجلې ویلي چې دی په فقه یا قانون کې دکټورا هم لري.
کټز چې کله له پوهنتونه فارغ شو د څه مودې لپاره یې له دریو حقوقي بنسټونو سره کار وکړ. وروسته یې په همدې برخه کې خپل کاروبار پیل کړ چې تمرکز یې د لویو شرکتونو پر حقوقي او قانوني مسائلو و. د شرکتونو په حقوقي مسایلو کې ښکېلتیا له نوموړي سره د پانګونې او شرکت جوړولو مینه پیدا کړه. په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې یې د لومړي ځل لپاره له خپل پلار سره په ګډه چې فارمسېسټ و دری لکه ډالره په کاناډا کې د درملو د یوې امریکايي کمپنۍ د فعالیت د جواز لپاره ورکړل. د « Medicine Shoppe» په نوم دې کمپنۍ هغه مهال په امریکا کې ۱۰۰۰ څانګې درلودې.
تر دې یو کال وروسته په ۱۹۹۲ کې یې د کټز په نوم د کمپنیو یو ګروپ رامنځته کړ. په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې د ریلاکس په نوم د درملو یوه کمپنۍ چې په کاناډا کې یې ګڼې څانګې درلودې وپېرله. کاروبار یې پرمختګ کاوه او تر ۱۹۹۸ کال پورې یې په کاناډا کې د ریلاکس کمپنۍ ۸۰ او د مېډېسن شاپ ۳۰ څانګې درلودې. په ۱۹۹۷ کال کې د فارما پلس په نوم د یوې بلې کمپنۍ څانګې هم وپېرلې.
نوموړي په ۱۹۹۹ کال کې د سنیډرز په نوم د یوې کمپنۍ په پېرلو سره خپل فعالیتونه د امریکا متحده ایالاتو ته وغځول. په امریکا کې د نوموړي فعالیتونه له ناکامۍ سره مخ شول او سنیډرز کمپنۍ یې په ۲۰۰۳ کال کې له ماتې سره مخ شوه او د هغې ۲۵ څانګې پر وال مارټ وپلورلې. نوموړي وروسته د ډرګ ټرډر کمنپۍ او په کاناډا کې د مېډسن شاپ څانګې پر یوه امریکايي کمپنۍ په یو میلیارد ډالره وپلورلې.
د کټز یو همکار وايي نوموړی ځیرک سوداګر دی، ځکه سره له دې چې پلار یې په سوداګرۍ او کاروبار کې ورسره شریک و، خو اصلي کارونه او لویې معاملې تل ده ترسره کولې.
نوموړي د درملو په برخه کې تر بریا وروسته د سپورټ برخې ته مخه کړه. ده په ۲۰۰۸ کال کې د « Edmonton Oilers» په نوم د هاکي یو ستر ټیم وپېره.
فوربس مجله وايي دریلي کټز اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۴۸ ام او په کاناډا کې ۱۰ ام ځای لري. ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د اتلانتا په اېډمونټون کې ژوند کوي.
دغه ليکنه ««هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.