
ما ستا په مړو سترګو
پوره زړګی بایللی
ما ستا په هسکه غاړه
یاقوت غمی بایللی
........
د چم په ښکلو باندې
د مينې اور و شينده
یو ګل نو څه مانا وي
جفت کړه، څلور و شينده
...........
ځينې له دې سپين مخلوق نه
شونډې شکرې و خوري
کړي پابندي په رباب
ورنه سندرې و خوري
............
تم شوې، لږ نوره تم شه
د زړه خبرې واوره
نن تر سهار کينو
خير دې سندرې واوره
..............
اوس مې درد و پېژانده!
اوس کور کې مور نه لرم
اوس بلا وخت ژړېږم
اوس زړه مې زور نه لرم
..................
زه دې د حسن یاره!
اوس تلاوت کومه
اوس "ايمان" ښه ساتمه
اوس محبت کومه
ايمان
پېغلې نشته!
دغه پاس چينې ته مه ځه
هلته ناست څو هلکان دي
سپينه خوله به درنه یوسي
د ټوک وږي طالبان دي
.................
ستا د زلفو دا تاثير و
چې یې نه کړې نورې څنډې
په ما ناست کافر پېریان دي
لېونی شوم غونډې منډې
...............
د ستا سترګې شهامت کړي
تل نظر کړي په ګورګورو
ستا د شونډو مزه دومره
چې رسېږي تر شکرو
......................
پېغلې نشته منګي مات دي
ګودرو ته اوس څوک نه ځي
په سندرو پاپندي ده
دنګو غرو ته اوس څوک نه ځي
..................
پېغلې نشته منګي مات دي
په ګودر لمبې تاوېږي
ماذديګر شفق نيولی
په سحر لمبې تاوېږي
..............
پېغلې نشته منګي مات دي
چينار هم په وينو سور دی
زيړی لمر تپه تیاره دی
چا اخيستی له لمر نور دی
ايمان