د چارلي هيبډو د مجلې په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
د چارلي هيبډو مجلې پر دفتر د بريد مسئوليت د چا په غاړه دئ؟
د چارلي هيبډو مجلې پر دفتر بريد تر سره شو، بريد كوونكي سعيد كواشي او شريف كواشي دا بريد د هغه سپكاوي په غبرگون كي ترسره كړ چي د همدې مجلې له لوري د اسلام د ستر پيغمبر سپېڅلي شخصيت ته شوى وو، د اسلام دښمنانو او هغو كړيو چي د اسلامي امت په ضد د سوړ او تود جنگ كلك او سرسپارلي پلويان دي له دې فرصت په استفادې سره د اسلام او مسلمانانو په ضد پراخ تبليغات پيل كړل، لويي لويي مظاهرې وشوې، د مجلې له كاركوونكو سره خواخوږي وښودل شوه، دومره چي هغوى ئې تر مخكي لازيات سپكاوي او اهانت ته وهڅول، د مجلې شپېته زره تېراژ ئې دوه مليونه ته لوړ كړ، په شلو نورو ژبه ئې هم وژباړله، بيا ئې د رسول الله  صلی الله عليه وسلم كاريكاتور خپور كړ. معلومه نه ده چي د دې رذيلانه اهانت په وړاندي به راتلونكى عكس العمل څنگه وي، خو دا حقيقت د هيڅ عقلمن انسان له نظره پټ نه دئ چي د فرانسې د ټولو وروستيو پېښو مسئوليت د هغو پر غاړه دئ چي د چارلي هيبډو مجلې چارواكي ئې د مسلمانانو مقدساتو او د هغوى گران پيغمبر ته د سپكاوي او اهانت لپاره هڅولي او استخدام كړي، دا هفه كړۍ دي چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته ئې د اسلام او اسلامي امت په خلاف د سوړ او تود جنگ پيلولو خبيثه منصوبه جوړه كړې، د افغانستان، فلسطين، عراق، سوريې، ليبيا، يمن، صومال، الجزائر، سودان، مصر او پاكستان په خونړيو پېښو كي ئې لاس دئ، نه پرېږدي مسلمانان خپل برخليك په خپله وټاكي، د خپلي خوښي نظام او واكمنان غوره كړي، د خپلو شتمنيو خاوندان شي او خپل هېواد او شتمنۍ ئې د پرديو له سلطې وژغوري. دوى اسلامي هېوادو ته د خپلو دائمي مستعمرو او تجارتي ماركيټونو په سترگه گوري، له سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه پرې مسلط دي، يا مخامخ او د خپلو نظامي ځواكونو له لاري پرې حكومت كوي او يا د خپلو بړېڅو له لاري، په دې هېوادونو كي هر هغه خوځښت دخپلو منصوبو او استعماري گټو په خلاف گڼي چي شعار ئې آزادي، خپلواكي او په خپل هېواد كي د خپلي خوښي او د ملت له ارادې راټوكېدلى نظام وي. د ټولو روانو جگړو اورونه دوى بل كړي، فتنې دوى راولاړوي، فساد دوى خوروي، مفسدين دوى پالي او پر اسلامي هېوادو ئې مسلطوي، كله د كودتاگانو له لاري، كله يو هېواد د بل په ضد او كله يوه ډله د نورو په ضد د جنگولو له لاري خپلو ناولو موخو ته د رسېدو هڅه كوي. افغانستان او عراق ئې نوي او بربنډ مثالونه دي، دواړه ئې د خپلو مډرنو وسلو په زور ونيول، غله، وطن پلورونكي، مفسدين او ملحدين ئې پرې مسلط كړل. د چارلي هيبډو تر شا محرك ځواكونه د دې پروا نه لري چي د دغو فتنو په اور كي به څوك سوزي، څومره بې گناه انسانان به په خپلو وينو كي رغړي، ښه پوهېږي چي د مسلمانانو گران پيغمبر ته داسي رذيلانه سپكاوى به ټول اسلامي امت راپاروي.
څوك نه پوهېږي چي كه نن اروپا د چارلي هيبډو رذيل كارتونيستات د اتلانو په توگه لمانځي او ځيني اروپايان دا شعار وركوي چي زه چارلي يم!! نو په غبرگون كي به ئې په مسلمانانو كي هم ډېر كاواشي ته اتل په سترگه گوري، ډېر داسي سرتېري به هم راپيدا شي چي ووايي: زه هم د سعيد كواشي او شريف كواشي ورور يم او د هغوى په څېر غواړم د خپل گران پيغمبر له عزت دفاع وكړم، كه د كواشي د مقلدينو له لوري هر څه وشي مسئوليت به ئې په بشپړه توگه د هغو پر غاړه وي چي چارلي هيبډو ئې دې رذيلانه كار ته هڅولې. آيا د چارلي هيبډو مخكنۍ خونړۍ تجربه كافي نه وه چي له تكرار ئې ډډه وشي؟!! خو د مخكنۍ تجربې تكرار او بيا بيا او تر مخكي لازيات اهانت ښيي چي غرب د اسلام او اسلامي امت په ضد د جگړي د دوام پخه اراده لري، پايلي ئې هم گالي، پايلي ئې داسي نه دي چي دوى ئې اټكل نشي كولى، پوهېږي چي د مقدساتو سپكاوى د غيرتي او جذباتي مسلمانانو د تحريك او په همداسي بريدونو د لاس پوري كولو باعث گرځي، دوى همدا غواړي او په همدې سره كولى شي مسلمانانو ته د تروريست نوم وركړي او د دوى په ضد هر څه كولو جواز ترلاسه كړي، كه دا پر افغانستان او عراق څرگند وحشيانه بريد وي او كه د غزې پر بې وزلو مسلمانانو وحشيانه بم وروني.
مسلمانانو ته په كار ده راويښ شي، خطر ته متوجه شي، د دوى په ضد نړۍ وال جنگ پيل شوى، بايد د مقابلې لپاره ئې چمتو شي، يو بل ته لاس وركړي او په گډه د دښمنانو توطئې شنډي كړي.
ژوندى او تلپاته دي وي اسلام
سرلوړى او متحد دي وي اسلامي امت
حزب اسلامي افغانستان