د ورځې نیم ساعت خوب دتي رودونکو ماشومانو حافظې ته ګټور دی

 
په انګلستان کې یوې نوې څیړنې په ډاګه کړې ده،چې دورځې له مخې نیم ساعت خوب دتي رودونکو ماشومانو له حافظې سره مرسته کوي او د زده کړو پرمهال عصري مهارتونه ژر زده کوي .
دا څېړنه د انګلستان شیویلډ پوهنتون اودالمان  روهر پوهنتون  په ګډه ترسره کړې ده او تېره چهارشنبه یې  پایلې اعلان کړې .
دوی  دماشوم پر حافظه  دغرمې دخوب داغیز د څرګندولو په  موخه نږدې 216 ماشومان، چې عمرونه یې د 6 او 12میاشتو ترمنځ وو تر خپلې څارنې او تجربې لاندې ونیول .
څیړونکو ته جوته  شوه، چې تي رودنکي ماشومان دغرمې له خوب وړاندې ډېر ښه مهارتونه  زده کولای شي  څیړونکو ته دا هم جوته شوه کوم ماشومان ،چې د دیرشو دقیقو په مخه بیده شوي وو دوی له هغوي ډېر تکړه راوختل ،چې خوب یې نه وو کړې .
څیړونکي داهم وايي : چې  له دېرشو  دقیقو کم خوب  معیاري نه دی  او ماشومان نه شي کولای، چې  دنوو معلوماتو په اړه پر خپلې حافظې فشار راوړي .
ډاکتر جین هربرټ  وايي: دا پایلې  دپاملرنې او اهتمام وړ دي ، میندې ، ښوونکي باید دې  ټکي ته متوجه شي  ځکه تي رودنکو له خوب وړاندې ډېر څه زده کولای شي .
نوموړی زیاتوي : اوس ټول پردې پوهیږي،چې دتي رودنکو ماشومانو د زده کړې لپاره غوره وخت  له خوبه وروسته  دی ، خو زموږ څيړنې  په ډاګه کوي، چې  هغه فعالیتونه، چې  دماشوم له خوبه وړاندې وي  دا بیا دماشوم په ذهن کې تر ډيره پاتې کیږي . او ماشوم ته  هم ارزښت لري .
ډاکتر هربرټ وايي : که چیرې له خوب  وړاندې موروپلار له ماشوم سره په ګډه کوم فعالیت ترسره کړي  دبیلګې په توګه  دلنډې کیسې لوست  دا ډول فعالیت دماشوم حافظې ته وده ورکوي .