
یوه نوې څېړنه وايي اوه ناوړه عادتونه دي ،چې انسان له ګردو خلاصوي دا اوه عادتونه په دې توګه دي :
1-په منظمه توګه دمثانې نه خالي کول : ځینې خلک دا عادت لري،چې له اړتیا سره سم خپله مثانه نه خالي کوي خو دا چاره په اوږده مهال کې ورته ستونزه راپیدا کوي او پر ګردو فشار زیاتوي نو غوره ده ،چې داړتیا پر مهال سړی خپله مثانه خالي ، خپل ماشومان باید داسې وروزئ ،چې په منظمه توګه خپله مثانه خالي کړي .
2-پوره اوبه نه څښل : هر انسان باید لږ تر لږه دورځې له 10 تر 12 ګیلاسه پاکې اوبه وڅښي ،چې ګردې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي ، په دې برخه کې هغه مایعات او څښاک شامل نه دي ،چې دورځې په اوږدو کې یو انسان څښي دا هم دیادونې ده ،چې یو شمېر مایعات شته ،چې دمالګې سلنه یې ډېره وي دا بیا دګردو په زیان تمامیږي .
3-دزیاتې مالګې کارول : په خوړو کې له ډېرې مالګې کار اخستل دګردو دندې او چارې له خنډو ځنډ سره مخ کوي ، سبزي ان اوبه هم په طبیعي توګه مالګه لري نو باید دمالګې په کارونه کې له احتیاطه کار واخستل شي .
4-د درملو ډېره کارونه : د طاقت او انرژۍ په موخه ددرملو کارول دګردو لپاره ښه نه دي .
5-حیواني پروټین په کارونه کې اسراف هم دګردو لپاره زیانمن بلل شوي دي .
6-دالکولو په څښاک افراط دمثانې او ګردو دسرطان لامل ګرځي .
7-یو شمېر نوو څیړنو اوس ښودلې ده ،چې سګرټ څکول پر ګردو ناوړه اغیز پریباسي ان ځینې ډاکتران خو وايي : سګرټ څکول دمثانې او پروسټاټ دسرطان لامل ګرځي .