فیسبوک او شخصیت

 

 
 
د نړۍ له سترو پرمختګونو له ډلې یو هم د فیسبوک انټرنټي شبکې جوړېدل دي، چې د نړۍ وګړي یې په یوه وړه ښیښه کې سره تړلي دي.
د نړۍ هر ګوټ یې سره نښولولی دی په یوه شېبه کې له هر ډول معلوماتو ځان خبرولی شو او کولی شو هر مهال چې وغواړو له خپلو مګرو سره په اړیکه کې واوسو او د زړه خواله وکړو.
خو سره له دې فیسبوک نورې وړتیاوې هم لري ډیری کسان د همدې پاڼې په مرسته خلکو و پېژندل محبوب شول د هغوی له فکره خلکو ګټه واخیسته شاید داسې کسان ډېر وو چې مخکې هېڅ لیکوال نه وو لیکنه یې نشوای کولی په لیکنۍ توګه د خبرو کول یې نه وو زده خو اوس د فیسبوک له برکته دا وړتیا لري.
کیدای شي داسې کسان به ډېر وو چې ښه افکار یې لرل خو د هغه د شریکولو لپاره یې کومه وسیله نه درلوده دا سمه ده چې ورځپاڼې، وېبپاڼې او مجلو به د دوی لیکنې خپرولی، خو دا تر ډېره هغه لیکنې خپروي چې د رسنۍ له پالیسۍ سره همغږې وي خو فیسبوک د دې توپیر په لټه کې نه دی، د هرې پالیسۍ او فکر خاوندان کولی ښي خپل معلومات په فیسبوک کې شریک کړي.
لکه مخکې مو چې وویل داسې کسان به وو چې مخکې له فیسبوک کارونې په یوه ګوښه کې پراته وو خو نن ډېر مینوال لري داسې به ډېر شاعران وو چې شعرونه به یې لیکل خو مینوال به یې نه لرل خو اوس په سلګونه مینوال لري خلک یې پېژني زه له داسې ډېر پېښو سره مخ شوی یم چې چا را ته ویلي دي ډېر مي ليدلی یې یا به ما ډېرو کسانو ته ویلي وي خو ورسته چې مالومه شوې یو بل مو په فیسبوک سره لیدلي دي.
فیسبوک یو له هغه وسایلو څخه دی چې خپل شخصیت په وړیا توګه هلته جوړولی شی د خلکو له افکارو نظریاتو او انتقادونو د ځان په جوړولو کې کار اخیستی شی.
تاسې چې په هر ه برخه کې کار کوی د هغې برخې مخکښ او وړ کسان په فیسبوک کې اکونټونه لري د بېلګې به توګه که تاسې لیکوال یی نو داسې ډیر لیکوالان دي چې د خپلو اکونټونو له لارې نوې خبرې او نوې اصلاحات د خپل کار په ساحه کې زیاتوي نو له هغې کار اخیستی شی بله دا چې به په هغې برخې کې تاسې کار کول غواړی نو ستاسو د راتلونکې پېژندګلوی لپاره به ښه لاره وي ځکه له خلکو سره به مو پېژندلي وي او ښه افکار به مو اخیستي وي.
بله خبره دا چې په فیسبوک کې دخلکو سیاسي او دینې افکار مطالعه کولی شو د هغه له لیکنو او یا هم نورو په لیکه شوو معلوماتو دا پتیلی شو چې دا سړی څه ډول سیاسي مفکوره لري یا په کوم سیاسي حزب پورې تړاو لري.
دا سمه خبره ده چې وايي د یو چا له فیسبوکه د هغه شخصیت مالومولی شو، له هغو صفحو چې ده لایک کړي دي یا د معلومات لپاره یا هم دا چې د خوښې په سبب.
کولی شو و پوهیږو چې زمونږ ملګری په کوم سیاسي حزب یا مفکوره پورې تړاو لري خو له دې ټولو سره سره فیسبوک هغه ځای دی چې کولی شو هلته خپل شخصیت له سره جوړ کړو او یا خپلې مفکورې ته بدلون ورکړو.
داسې کسان کم نه دي چې په یوه فکر به یې سر ورکاوه خو په فیسبوک کې یو کس په دې بریالی شوی دی چې ده ته قناعت ورکړي او د ځان پلوی یې کړي.
له بله اړخه کولی شو په ښه خپراوي خپل ملګري او مینه وال ډېر کړو خپل افکار داسې وړاندې کړو چې ملګري مو اغیزمن کړی شو او زمونږ د راتلونکې یاران شي.
دا چې په فیسبوک کې څنګه وده کولی شو څو لارې دي.

  • خپل فکر اول له ځان سره و سنجوو چې څنګه دی د خلکو او وطن په ګټه دی که نه، بیا یې نورو ته وړاندې کړو او لازم دلیلونه ورته پیدا کړو.
  • د ستر زغم درلودونکي واوسو: هغه وخت کولی شو چې په خپل فکر کې وده وکړو چې زغم ولرو د خپل فکر مخالفین او موافقین ټول په نظر کې ولرو او له دواړو څخه اړینې ګټې پورته کړو.
  • فیسبوک سطحي و نه شمېرو: ډېری ملګري هسې خپل وخت په فیسبوک کې تېروي خو که د وخت د تېرولو پر ځای دوی ښه افکار وړاندې کړي د خلکو له فکرو استفاده وکړي نو ښه وده به وکړی شي.
  • له خپلو ملګرو سره رښتنې اوسیدل: که چېرې له خپلو ملګرو سره رښتنې وو ښه به وي داسې نه چې یوه خبره مونږ ته پخپله هم بابېځه ښکارې خو موږ بیا هم په هغه ټېنګ ولاړ وو.
  • خپلو ملګرو ته درناوی: دا هغه څه دي چې ځنې د فیسبوک مینوال لږ ترې لرې دي خپل افکار او نور خپاره شوي مطالب ورته ګران وي خو د نور ورته ارزښت نه لري که هغو ورباندې څه نقد وکړي نو غصه شي شېبه وروسته بیا پر  خپل وال هغه ته سپکاوی کوي.
  • په خپل شخصیت ویاړ او په خپل اصلي نوم مخ ته تلل: هر کس خپل فکر ته وده ورکول غواړی او غواړی چې خپل شخصیب ته وده ورکړی نو ښه خبره خو دا ده چې له خپل اصلي نامه کار واخلی د دې پر ځای چې په مستعارو نومونو فیسبوک اکونټ جوړ کړی او یا دا چې اکثره نرینه د ښځو په نامه آی ډې جوړوي چې د ګڼو خلکو د ځورولو سبب کېږي.
  • که تاسې مشهور کس یاست: کېدای شي تاسې له مخکې مشهور کس وی خو اوس مو د فیسبوک آی ډې جوړه کړې ده په داسې حال کې ستاسې مینوال هڅه کوي چې ستاسې سره دعا سلام ولري نو تاسې خو به په ځان کې دا حوصله ولرئ چې د هغو دعا او سلام ته ځواب ووایی او که حد اقل ستاسو په خپرو شوو معلوماتو کومنټ لیکي هغه خوښ کړی که نه خپل مینوال به مو ورو ورو له لاسه ورکړی، او خلک به دا فکر وکړي چې تاسې ډېر تکبر او یا غرور لری.
  • په خپله برخه کې معلومات وړاندې کول: یو له هغه کارونو څخه چې ستاسې مینوال زیاتوي هغه په خپله برخه کې معلوماتو خپرول دي لکه تاسې ادیب یاست نو که چېرې هره ورځ ادبي مواد خپاره کړی د ادب مینوال به هره ورځ ستاسې په خپرو شوو مطالبو پسې پلټنه وکړي.
همدارنګه داسې کارونه شته دي چې ستاسې شخصیت په فیسبوک کې ورانولی شي.
  • د ملګرو په وړاندې ترخې کلمې کارول: که ستاسې ملګري ستاسې په وړاندې انتقاد کوي خو تاسې داسې کلمې کاروی چې هغه ډېرې ترخې وي نو ستاسې د مینوالو د کمېدو سبب شي.
  • د ولس فرهنګ او عقایدو ته درناوی: که چېرې تاسې د ولس د فرهنګ او عقایدو سپکاوی وکړی او یا داسې کلمات وکاروی چې مینوال مو ورسره حساسیت لري نو خپل زوال ته سترګې په لار اوسئ.
  • په بېلو نومو اکونټونه نه جوړول: که چېرې تاسې په هر نامه هر شېبه یو اکونټ جوړ کړی داسې ورځ به هرومرو راځي چې ستاسې څېره به ښکاره شي نو ستاسې شخصیت ته به ښه نه وي.
داسې خبرې ډېر دي چې په فیسبوک کې ستاسې شخصیت ته ګټه او تاوان رسولی شي نو دا څو یې زما په فکر کې وو.
دې ته مو هم پام وي چې که په فیسبوک کې ستاسې محبوبیت زیات شي نو حسود کسان ستاسې په وړاندې ډېر تریخ غبرګون ښیي په تاسې ډول ډول ټاپې لګوي.
دا کار ډېر په پښتنو کې دی چې یو پښتون پورته وخېژي نور یې له پښو نیسي او نه پرېږدي چې هغه مخ ته لاړشي.