
چینايی « وانګ چوانفو» په یوه بې وزله بزګره کورنۍ کې زېږېدلی دی. لا په ښوونځي کې و چې مور او پلار یې دواړه مړه شول. د ده روزنه یې مشر ورور او خور ته پاتې شوه. جان د سنټرول سوډ پوهنتون د کیمیا برخه ولوسته. په ۱۹۹۰ کال کې یې په پلازمېنه بیجېنګ کې د څېړنې له یوه انستېتیوت څخه ماسټري تر لاسه کړه. د زده کړو تر بشپړولو وروسته یې په حکومت کې د څېړونکي په توګه دنده پيل کړه.
په حکومت کې تر څو کاله کار وروسته یې په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کې د خپل تره له زوی سره په ګډه د بطرۍ جوړولو یوه کپمنۍ جوړه کړه. د دې کمپنۍ له رامنځته کېدو د نوموړي موخه په هغه وخت کې له جاپان څخه دغه هېواد ته د بطریو د ورتګ مخنیوی و.
کمپنۍ په لږ وخت کې ډېر پرمختګ کړی او اوس یې فعالیتونه یوازې په بطریو پورې نه دي محدود. د بي. وای. ډي په نوم دغه کمپنۍ اوس موټر، د موبایل بطرۍ، غوږۍ او د سمسونګ، نوکیا او سوني ارېکسون په څېر د موبایل لویو کمپنیو ته د موبایلونو یو شمېر پرزې تولیدوي.
دا کمپنۍ اوسمهال په نړیواله کچه د موبایل د بطریو له لویو کمپنیو څخه شمېرل کېږي.
وانګ د بطریو په برخه کې تر بریالیتوب وروسته د موټرو برخې ته مخه کړه. په ۲۰۰۳ کال کې یې د موټرو د تولید یوه دولتي فابریکه چې د چینايي رسنیو په خبره هېڅ په کې نه وو واخیسته. دی په دې ډول د موټرو د تولید نړۍ ته دننه شو. سره له دې چې دی د موټرو د تولید په برخه کې په ډېر څه نه پوهېده خو د زیار او هڅو په پایله کې وتوانېد چې په دې برخه کې هم پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
وانګ نه یوازې په چین بلکې په نړیواله کچه په سوداګرۍ کې ډېر مشهور دی. ځینې رسنۍ نوموړی د اوسني عصر توماس اډېسون بولي او نورې یې بیا د چین د بېل ګېټس په توګه یاودي. د ده په اړه ویل کېږي چې د برېښنايي ستونزو د حل په برخه کې د توماس اډېسون په څېر وړتیا لري.
د وانګ د سوداګرۍ بریالۍ تجربې ده ته د مشهورو نړیوالو سوداګرو او پانګوالو پام اړولی دی. د بېلګې په توګه مخکښ امریکايي پانګوال وارن بوفېټ په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د نوموړي د کمپنۍ ۱۰ سلنه ونډې په ۲۲۵ میلیون ډالره وپېرلې. سره له ده چې ده د ۲۵ سلنه ونډو د پېرلو غوښتنه کړې وه، خو وانګ دغه وړاندیز رد کړ له همدې کبله بوفېټ وايي دی یو له هغو کسانو دی چې نه غواړي خپله کمپنۍ وپلوري.
دغه چینایی سره له دې چې میلیاردونه ډالر پانګه لري، خو تجملي ژوند یې نه خوښېږي. دی لا هم د خپلې کمپنۍ له انجنیرانو سره د یوې ودانۍ په یوه اپارتمان کې ژوند کوي.
نوموړی لا هم د اوونۍ شپږ ورځې د شپې تر یولسو بجو کار کوي. وانګ وايي زموږ نسل چینایانو کار ته لومړی او ژوند ته دویم ځای ورکړی کړی.
چوانفو د خپلې کمپنۍ لپاره نوی هدف ټاکلی دی. دی وايي نوې موخه یې دا ده چې تر ۲۰۱۵ زېږدیز کال پورې به خپله کمپنۍ په چین کې د موټرو د تولید پر تر ټولو سترې کمپنۍ بدلوي او دغه راز به تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې خپله کمپنۍ په نړیواله کچه په مخکښو کمپنیو کې راولي.
د فوربس د شمېرو له مخې تېر کال هم د وانګ لپاره ګټور و او په دغه کال کې یې پانګه دوه میلیارده ډالره زیاته شوې ده.
دی چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د چین تر ټولو شتمن کس و اوسمهال ۴،۵ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۵۶ ام او په چین کې ۱۴ ستر شتمن ګڼل کېږي. ده واده کړی او د چین په زینژېن کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.