
یو عالم وايي ماتې لوېدل نه دي، بلکې له لوېدو وروسته نه راپاڅېدل دي.د ژوند په یوه برخه کې له ناکامۍ سره مخ کېدل په هېڅ صورت د دې څرګندوی نه دي چې په نورو برخو کې دې هم د سړي ناکامي په نصیب شي. ډېرې داسې تجربې شته چې په یوه برخه کې ناکام کسان په بله برخه کې د بریالیتوب تر لوړو پوړیو رسېدلې دي.
امریکایی شېلډون سولو په پوهنتون کې ناکام شو، خو په سوداګرۍ کې یې داسې بریالیتوب تر لاسه کړ چې نن یې نوم د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې راځي. نوموړی په ۱۹۲۹ زېږدیز کال په امریکا کې زېږېدلی. سولو له ښوونځي تر فراغت وروسته د نیویارک پوهنتون پیل کړ، خو د ناکامۍ له کبله له پوهنتونه اخراج شو.
سولو چې د زده کړو فرصت له لاسه ورکړی و، مجبور شو چې کار وکړي. له دې کبله چې پلار یې خټګر یا خشت مال و ده هم د کورنو جوړولو په برخه کې کار پیل کړ. دی په خپله وايي چې له نشت پانګې یې کار پیل کړی دی.
نوموړي په ۱۹۷۲ کال کې هغه مهال چې لا په کوچنیو کور جوړونکو کې شمېرل کېده خپله ټوله شمتني د یوې سترې ودانۍ د جوړولو له کبله له ګواښ سره مخ کړه.
د همدې ستر رېسک د منلو په برکت نن دی میلیاردر دی او هغه ودانۍ چې ده د یوه بل کس په ملتیا جوړه کړې وه، لا هم په نیویارک ښار کې له مشهورو ودانیو څخه ده.
دا ودانۍ اوس هم د کې. کې. ار، اپولو ګلوبل منجمېنټ، ټایګر ګلوبل منیجمېټ او جانل په نوم د مشهورو شرکتونو کوربنه ده.
دغه راز یې د تېر کال په مارچ میاشت کې د ودانۍ د ۴۹ پوړ ۱۸۳۴۵ فوټ مربع یوه شرکت ته فوټ مربع په ۲۰۰ ډالره کرایه ورکړې ده.
سولو په نیویارک کې د خپلې یوې سترې پروژې کارونه بیا پیل کړي دي. د استوګنې د کورنو دغه پروژه چې نوموړي یې د ځمکې د اخیستو لپاره په ۲۰۰۵ کال کې ۶۳۰ میلیونه ډالره ورکړي وو، د اقتصادي بحران او له پخوانيو شریکانو سره د حقوقي دعوې له کبله ځنډلې وه. په دې اړه دعوه په ۲۰۱۰ کال کې حل شوه.
نوموړی د هنري اثارو شوقی دی او ددغه ډول اثارو یو کلسکسون لري. ده په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د اېټالوي انځورګر «Amedeo Modigliani» یو انځور چې د هغه د مېرمنې و، په ۴۲ میلیونه ډالره وپلوره.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې شېلډون سولو اوسمهال دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۵۱ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۴۳ ام ځای لري. نوموړي د فوربس مجلې د سېلف مېډ یا په خپله د میلیاردر کېدو ۹ نومرې اخیستې دي.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.