د روسیې اقتصادي بحران

 
د تیلو د بیو له رالوېدلو وروسته د روسیې اقتصاد له سخت ناورین سره مخ دی. د دغه ناورین له امله د روسیې کرنسۍ یا روبلو ارزښت ډېر را لویدلی چې د انفلاسیون د زیاتوالي لامل شوی او دا چې د تیلو د بیو د کموالي له امله یې عاید کم شوی ځکه خو له دې لارې د روسیې هېواد د مالیاتو د راټولولو له لارې کم عاید تر لاسه کوي. په دې لیکنه کې د روسیې د اقتصادي ناورین ځینو لاملونو ته اشاره کوو.
په ورستیو کلونو کې د تېلو او ګازو د خرڅلاو څخه روسیې ډېره ګټه کړې وه، له دې لارې څخه یې صادرات او مالیاتي عواید ډېر او اقتصاد یې غوړېدلی و. په ۲۰۱۲ کال کې د تېلو صادراتو د روسیې د ټولو صادراتو اویا سلنه جوړوله او د نوموړو صادراتو مالیاتو د نوموړي هېواد ۵۲٪ برخه جوړوله. کله چې د تیلو بیې ښکته شوې نو د روسیې اقتصاد د بحران سره مخ شو ځکه هلته تمرکز یوازې د تېلو په تولید او صادراتو وو  او د نورو کاروبارونو او تولیداتو پرمختګ ته دومره پاملرنه نه وه شوې تر څو په نړیوال صادراتي بازار کې له نورو هیوادونو سره رقابت وکړای شي.
د ۲۰۱۴ کال په جون کې د یو بېرل تیلو بیه ۱۱۵ امریکایي ډالر وه چې د نوموړي کال په پای او د ۲۰۱۵ کال په پیل کې د یو بیرل تیلو بیه تر پنځوس امریکایي ډالرو راښکته شوه. د تېلو کمې بیې د روسیې د صادراتو ارزښت په پراخه پیمانه کم کړو چې په پایله کې یې د روسیې ناخالص کورنی او له دې لارې دولتي عواید هم کم شول.
د اوکراین په قضیه کې پر روسیې باندې د اروپایي هېوادنو او امریکا اقتصادي بندیزونه هم د دې لامل شو چې روسي شرکتونه و نشي کړای له بهرنیو سرچینو څخه د خپلې اړتیا وړ پانګه تر لاسه کړي. که څه هم تر اوسه دا بندیزونه یو څه محدود دي خو بیا هم د دې لامل شوی چې د روسیې په اقتصاد د خلکو بې باوري زیاته کړي او له دې لارې د روسیې اقتصاد ته ډېر زیان رسېدلی.
دا چې په ورستیو کې د روسیې روبلو ارزښت نزدې پنځوس سلنه کم شوی نو دا چاره د دې لامل شوې چې هلته د وارداتي توکو قیمتونه لوړ شي یعنې دې چارې وارداتي انفلاسیون رامنځته کړی. د شدید انفلاسیون له امله د روسیې کارګرو حقیقي مزدونه کم شوي دي چې دې چارې د وګړو عاید او د لګښتونو کچه کمه کړې. مرکزي بانک هڅه کوي چې د سود کچه کمه کړي خو د روبلو د ارزښت د رالوېدلو له امله یې د سود کچه ۱۷ سلنې ته لوړه شوې.
د روسیې د دغه اقتصادي ځوړتیا پایله به دا شي چې روسي شرکتونه او کاروبارونه به د خپلو کارګرو شمېر کم کړي چې دا کار به د بې روزګارۍ د کچې د لوړیدو له لارې د روسیې اقتصاد نور هم د ویجاړتیا لور ته یوسي.
روسیه د بهرنیو اسعارو پرېمانه زېرمې لري خو هلته اوسنۍ اقتصادي بې باوري د دې لامل شوې چې خلک په تېزۍ سره خپلې پانګې له روسیې څخه وباسي چې دغه چارې د بهرنیو اسعارو له لارې د روسیې د روبلو د ارزښت د لوړولو هڅې شنډې کړي دي. دا چې د یو هیواد د کرنسۍ ارزښت را ولویږي نو د توکو د ارزان کېدلو له امله یې د صادراتو کچه زیاتیږي خو څرنګه چې د روسیې مهم صادراتي قلم د نفتو صادرات دي او په نړیوال بازار کې د نفتو بیې را لوېدلي ځکه خو روسیه له دې پلوه هم د زیان سره مخ ده.
په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې سوداګریز بیلانس ۲۰۰ بلیونه ډالره مازاد یا زیاتوب لرلو چې دغه زیاتوب یې په چټکۍ سره مخ پر کمېدو دی خو لا هم روسیه د سوداګریز بیلانس مازاد لري او هیله شته چې د ځینو بېړنیو پالیسي ګانو د پر لار اچولو له لارې د روسیې اقتصاد بېرته په پښو و دریږي. د دې تر څنګ د اقتصادي پرمختګ په کلونو کې روسیې د بهرنیو اسعارو لوی زېرمې جوړې کړي چې له دې لارې هم کولای شي د اوسني اقتصادي بحران سره مبارزه وکړي.
اقتصادي بندیزونو د وارداتو د کمښت له امله او د روبلو د ارزښت د رالویدو له امله د صادراتي ظرفیت د زیاتوالي توقعاتو په راتلونکې کې د روسیې د کورنیو کاروبارونو پرمختګ ته چانس برابر کړی ، یعنې په اوږد مهال کې کله چې د تیلو پرته د روسیې نور تولیدي  کمپني ګانې په خپلو پښو دریږي نو د روسیې اقتصاد به هم ورسره وغوړیږي. دا چې تېر وخت ته په پام سره د نفتو قیمتونه تل نا پایداره او په یو حالت نه وو، ځکه خو د دې هیله شته چې په راتلونکې کې به د نفتو قیمتونه یو ځل بیا لوړ شي او په دې سره به د روسیې اقتصاد د ځوړتیا له حالت څخه راووځي.

دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.