
غاښونه یې ورته وچیچل اوپه ډیره غوسه یې ګوته ورته وڅنډ له او ورته ویې ویل ! ګوره مخکې مې هم درته ویلي دي چې له دوو عادتونو مې ډیربد راځي ، اول د خلکوپه بوټونو ختل اودویم د ناست یا ولاړ سړي شا ته جوخت دریدل ، اوته ... دا دوه بد عادتونه لرې ، که ریس جمهورهم شې د ا بد عا د تونه به د ې ورک نشي ، زما سوالیه کتوهغه اړ کړوترڅولږڅه راته ووایي ، له چوکۍ نه جګ شو لاس یی را اوږد کړ اوپه موسکا یی راته وویل : کینه وروره ، ورغبرګه مې کړه څنګه یی ریس صیب ... غوسه ښکارې ، سر یی وښوراوه او د مخامخ ولاړ سړي خواته چې ځوړند سریی نیولی وو په ګوته اشاره وکړه ، دابد بخت راسره درې کاله کیږي په دفترکې ملازم دی خوهیڅ یی سرنه خلاصیږي لږتر لږه به مې لس ځله منفک کړی وي خو یوه بوډۍ مور لري بیا یی په زاریو راته راولي ، ویریږم چې ښیرې ونکړي ، اوس مې دومره نیږدې شا ته ولاړ وو چې نیږدې وه پکې وخیژم ، اوبل بد عادت یې دادی چې زما دکوټې مخې ته په ویستلو بوټونوبا ندې خیژي ، او بیا یی د هغه خواته وکتل ورشه هلکه یو ګیلاس چاي راوړه ، ما او ده ترډیره یوله بل سره خبرې کولې ، په خبرو خبرو کې مې ورته وویل : هما غه د غوسوعادت دې ندی ورک شوی ، په خندا یی راته وویل ، په زړښت کې له بې حوصله ګۍ نه د سړي غوسه زیا تیږي خپله به دکار کولو توان نلرې اوبل به یی ستا په زړه نکوي .
ریس زما د پوهنتون دوخت ټولګیوال وو ، کله نا کله به یې دفتر ته راتلم اود زړه خواله به مو سره کوله نوپدې توګه دد فتر ټولو کار کونکو ښه پیژندم او ځانګړی درناوی به یې راته کاوه ، کله کله به ملازم راته ویل چې ریس ته یی د پاتې کیدو سپارښتنه وکړم نوپدې اساس به هغه راته ځان ډیر نیږدې احسا ساوه ، ډیر کلونه وروسته دولایت د عرایضوپه شعبه کې ناست ووم چې د والي صیب سکرتر چې ویښتو ته یی ښه پریمانه جیل ورکړي وو او له ځانه مخکې یې د عطرو ډډوزې ختې را ننوت او په پوښتونکي نظر یې د ناستو کسا نو خوا ته مخ را واړا وه اوپه پوره درنښت یې وپوښتل : آشنا صا ب دلته سته ، ور ولاړ شوم ویې ویل ، والي صا ب درته منتظرد ی ، له ځا نه سره مې وویل عریضه خو دې هم دومره مهمه نه وه چې والي غواړي درسره وګوري ، سکرتر مې څنګ څنګ ته روا ن شو اوورو ورو دویم پوړ ته وختو له اوږده د هلیزه چې سره قالین ډوله فرشونه پکې غوړید لي وو تیر شولو د دهلیز په وروستي سر کې یی دلاس په اشا رې یوې کوټې ته ننویستم چې یو میز دوه کوچه او یو څه ورقې د میز په سر پرتې وي ښا یي د مراجعینو عریضې به وي ، سکرتر لږرا مخکې شو اویوه بله دروازه یی چې ددې کوټې د ننه وه را خلا صه کړه چې پکې یوا ځي یو ه چوکۍ د مخا مخ دروا زې خوا ته ا یښي وه او یو مسلح سا تونکی ورته ولاړ وو ، زما سره یی دسکرتر په لیدو د درناوي پتوګه لاسونه په ټټر کیښودل او دروازه یی پرا نیسته فکر کوم په پیره دارۍ کې پوره مسلکي وو ، د لويې کوټې په بل سر کې یو لوي میز ایښی ووچې دوا ړو غا ړو ته یی کو چونه منظم ا یښودل شوي وو ، نا څا په مې په ولاړ سړي سترګې ولګید ې احسا س مې کړه چې خوب وینم غیږ یی راته خلا صه کړه او په ډیر درناوي یي را ته وویل : پخیر راغلې آشنا صیب ا ومخا مخ یی په کوچ د کښناستو اشاره وکړه او ویې ویل کښنئ مهرباني ... کښینئ ، ډیرې اوږدې او پخوانۍ خبرې مو سره وکړې او په ډيره مشکله مې ترې د ډوډۍ خوړلو له ډیر ست سره سره ځان را خلاص کړو د درناوي پتوګه والي صیب له ما مخکې تر دروا زه وو ت بوټونه مې پیره دار منظم ایښي وو خو ومې کتل والي صیب مې په بوټونو وخوت له ځان سره مې وخندل او دریس خبر رایا ده شوه ... .